ایا په اسلام کي د اوږد مهالی حبس (زندان)
تعزیری جزاء شته ؟
دوهمه برخه
لیکنه : دوکتور یوسف عبدالله د ریاض پوهنتون د شرعیاتو
پوهنځې استاد
ژباړه :
محمدشفیق صادق
د شرعی حبس څلورم سبب:
د هغه چا ساتل او بندي کول چې جرم یې ثابت شوي وي او د
ثبوت په نتیجه کې د (حد او یا قصاص ) تطبیق کیدل پري جاری کیږي
او د تیښتې احتمال یې زیات وي ، نو د تیښتې د مخنوي لپاره به بندي کیږي.
د شرعي حبس پنځم سبب:
له هغه چا څخه چي
نورو خلکو ته تري د خطر او ګواښ احتمال وي ، ددوی نفوسونو ، مالونو او عزت تری تر خطر لاندی وي نو تر هغه
وخته بندي کیدای شي تر څو هغه خطر او ګواښ رفع شي
( لکه خطرناک لیونی او یا نیشه ...او لوی جنایت کار).
البته دا اسباب مې ددې لپاره ندی ذکر کړي چې په دي برخه
کي علماء کرام سره یوه خوله او متفق دی ،
یا دا چي زه پری باور او اقرار لرم ، صرف دا مي په دې خاطر ذکر کړل چي په دي برخه
کې علماؤ په فقهي کتابونو کې بحث او خبرې کړيدي .
د حبس (زندان ) دوهم ډول (غیر شرعی حبسونه )
په ټولیزه توګه د
پورتنو ډولونو پرته چي مخکي په شرعي حبسوبو کې یاد شول ، نور غالبا ټول ډولونه
غیر شرعی حیثیت لری .، چې ځینې به یې دلته معرفی کړم :
- هغه امنیتی حبسونه چې د امنیتي ګواښونو په پلمه پرته له شرعی محاکمو صورت مومي لکه په ځینو هیوادونو کې چې اوس مهال د بیړنیو حالاتو په نوم تر سره کیږي غیر شرعی حبسونه ورته ویلای شو .
- د ځینو ظالمو واکمنو له خوا د ځینو علماء کرامو ، مصلحینو ، داعیانو .. پدي تور بندي کول چې ستا حق ویل او په خپله حق خبره ټینګ پاته کیدل د حکومت لپاره ګواښ دی او دوی د هغو خبری نشي زغملای ، لکه په پخوا وختونو کې د امام احمد بن حنبل بندی کیدل ، د ابن قیم ، ابن تیمیه رحمة الله علیهم او داسي نورو بندي کیدل ، همدا شان لکه په پخوا زمانو کي چې ځینو ظالمو واکمنو انبیاؤ علیهم السلام په بند باندې ګواښل ، لکه فرعون چي موسي (ع) په بند باندی ګواښلو او قران کریم تری موږ ته حکایت کوي ، همدا شان د مصر د عزیز د ښځې له لوري د حضرت یوسف (ع) په بند باندي ګواښول .. او داسي نور
- هغه اوږد مهال حبس (زندان) چې د محکمي او قاضي په فیصلې سره د تعزیري عقوبت (جزاء) په تیرولو مجازات کیږي چې اوس مهال همدا اوږد مهالی حبسونه په نړی کې رواج لری او زموږ د بحث موضوع هم همدا ده ، بیلګه یې دا ده چې یو قاضی یوه مجرم ته د یوه ، دوو ، دریو او یا شلو کلونو د حبس سزا اوروي او فیصله پری کوي تر څو مجرم د تعزیر او جزا په ډول دا کلونه هلته تیر کړي .د دا ډول (اوږد مهاله ) حبسونو اصل او اساس ما ، نه په قرانکریم نه په نبوي احادیثو کې او نه هم د صحابه کرامو ، تابعینو او بهترینو پیړیو په دور کې وموند .البته ځای ځای د دا ډول بند او حبس خبره د فقهي په کتابونو کې د علماؤ په بحثونو کي راغلې ده ،خو زما په اند داسې ښکاري چې دا ډول بند او حبس د وضعي قوانینو له خپریدو سره هم مهاله رواج شوې چې بیا وروسته په کراره د تعزیري قضیو په تکرار سره تري یو قضايی عرف او د تعزیر د باب یو مهم اصل جوړ شوی دیځینې خلک چې د اوږده حبس سره موافق دی دا دلیل را وړي چې ددي حکم (اوږد مهاله حبس) په خلاف په شریعت کې کومه منعه نده راغلې ، او د تعزیري جزاګانو لپاره دا شرط هم نده چي مثال یې پخوا د صحابه کرامو د قضاتو څخه را روایت شوي وي ، او دا خبره کیدای شي د تقعید د حدیث په اساس سمه هم وي خو کومې ستونزي چي د همدي اوږد مهاله حبسونو په نتیجه کې را منځ ته کیږي هغه تر اصلی موخو ډیرې لویی دی . چې په هکله یې سلګونه علمی بحثونه او لیکني ، د حقوقي ټولنو څیړني لیکل شوي دي .ما له دي څیړنو او بحثونو څخه ځینې کتلي او لوستي ، همدا شان د بندي خانو او محبسونو څخه د لیدني په مهال او د بندیانو له کورنیو سره د مرکو په مهال له ډیرو خطرناکو او ناوړه خبرو خبر شوي یم ، چې ځینې له دي اضرارو به دلته ذکر کړم .
- د اوږد مهاله حبس لومړی مفسده (ضرر)دا ډول حبسونه ډیر ځله د جرم د کمولو په ځای د جرمونو د زیاتیدلو لامل شوي او یو زایات شمیر بندیان هلته په محبس کې له مجرمینو سره آشنا شوي ، او ډیر ځله په بهر کې د جرمونو اداره او کنترول هم له همدي زندان څخه کیږي ، دا د لویو مجرینو لپاره داسې یو فرصت دی چې کولای شي ډیر خلک همدلته ورسره اشنا او په کار وګماری چې دا کار ورته په بهر کي میسر ندی . او ځینې بندیان کیدای شي له بند وروسته له همدی ډلو سره له آشنایی وروسته یو ځای شي ..
ځینې مجرمین چې غواړي په رښتیا سره له جرم او جنایت څخه توبه وباسي ، نو وروسته له دي چې په بندي خانه کې له دا ډول لویو مجرمینو سره اشنا شي ، نو نشي کولای چې له خپل پخوانی عمل لاس په سر شي ، له همدی امله ځینې د محبسونو ساتونکي دا خبره کوي چې (محبس د مجرمینو د زده کړي یوه ښه ښوونځې ده ) .په حقیقت کې موږ نه یو توانیدلي چې ددي مجرمینو له شر څخه ( د اوږد مهاله حبسونو ) په نتیجه کې ټولنه خلاصه کړو بلکه د جرم ګراف ورځ په ورځ په زیاتیدو دی .د اوږد مهاله حبس دوهمه مفسدهد اوږد مهاله حبس په نتیجه کې ډیر وخت ځینې بندیان د نورو ډلو او ځواکمنو بندیانو له لوری د سلوکي تیریو سره مخ کیږي ، او ډیر ځله دا کار د یوې ډلې له لوری په یوه فرد باندې تر سره کیږي چې مقابله یې هم ګرانه وي نو دا ډول مظلوم افراد تر روحې او رواني قشارونو لاندی راځې چې دا حالت په زیاترو زندانونو کې لیدل کیږي. ما د محبسونو څخه د لیدنو په مهال د محبسونو له ځینو ساتونکو داسې خبری او کیسې واوریدې او راپورونه مي ولوستل چې په اوریدو یې ځوانان سپین ږیري کیږي چې زه یې دلته د هغو لیکل مناسب نه بولم ، نو که چیری هغه حالات چې په دي بندیانو تیریږي د محاکمو قاضیان وویني او یا تري خبر شي ، هیڅکله به د حبس تعزیری سزا چاته ونه ټاکي.د اوږد مهاله حبس دریمه مفسده (ضرر)د همدي حبس په اساس ډیري محبوسین د حبس په مهال د نه پاملرني له امله او د چارواکو د نه اهتمام له امله ، په خونو کې د بندیانو د ډیرښت له امله ، او د روانی فشارونو له امله په مختلفو ناروغیو مبتلا کیږي چې ځینې ناروغی خو پکښې ډیرې مشهوری وي چې خلک یې د زندانونو په ناروغی پیژني ....د اوږد مهاله حبس څلورمه مفسده (ضرر)د همدې حبس له امله د ډیرو کورنیو د نفقي دروازي تړل کیږي ، که نوموړی کومه رسمي دنده لری نو معاش یې تري قطع شي ،د بندیانو کورني ، ماشومان له سختو ستونزو سره مخ شي ، ځینې ګدایی اوسوال کولو ته اړ شي او په هغو کسان ظلم پیل شي چې هیڅ ګناه یې نه وي تر سره کړې.د اوږد مهاله حبس پنځمه مفسده (ضرر)د بندیانو کورني له ګډوډی سره مخ شي ،د ماشومانو د روزني ، د لويان د څارني پاملرنه له منځه ولاړه شي ، د اقتصادي ستونزو په نتیجه کې د کورني غړي له ناروغیو سره مخ وي ، ماشومان ددي په ځای چې تعلیم وکړي ، په ګدایی ، او شاقه کارونو بوخت شي ، د همدي په نتیجه کې د ناوړه او بد اخلاقه دوستانو سره شناخته شي او ددي په ځای چې اهل انسانان ټولني ته تقدیم شي د یوه مجرم د سزا له امله لسګونه مجرمین را منځ ته شي.د اوږد مهاله بند شپږمه مفسده (ضرر)د همدي بند په نتیجه کې د بندي د ښځې او اولادونو شرعي حقوق تر پښو لاندې کیږي ، په حقیقت کې قاضي يوازي د محبوس په بندي کیدو فیصله نه کوي ، بلکه د هغه په ښځه او ماشومانو هم د هغوی د شرعي حقوقو څخه د محرومیت فیصله کوي ، دا په داسې چا فیصله ده چي هیڅ جرم یې ندی کړی ، که چیرې د محبوس د والدینو او نورې کورني د نفقی مسؤلیت په غاړه وي نو ، قاضي په هغوي هم د همدي نفقی د بندولو او منع کولو فیصله کړیده .
د همدی لاملونو له امله امام احمد (رح) د خوارجو د هغو کسانو د نه حبس کولو پریکړه کړي چې وسله نه لری ، په دي اړوند ، ابن مفلح په الفروع کې (۱۸۸- ۱۷۷\۱۰) کي لیکي ( مروزي له امام احمد (رح) څخه د هغو اهل البدع په هکله چي په خلکو تیری کوی او خلکو ته کافر وایی پوښتنه وکړه چي څه پرې وکړو ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل : کار مه پري لرئ ، بیا مي پوښتنه تري وکړه ، د حبس په هکله یې څه وایی ؟ امام احمد وفرمایل : ( دوی مور او پلار او خویندي لری ) سره ددی چې امام احمد د هغه حبس څخه منع کول چې تر توبی ایستلو پوري به حبس کیدل ، نه په اوږد مهاله تعزیری بند .اوومه مفسده (ضرر)دا حبس نور ټولنیز اضرار هم په څنګ کې لری ، لکه د اوږدي مودي د حبس له امله د ضرر د رفع کیدو له امله د ښځې د طلاق غوښتنه ،د بندي د لورګانو او زامنو د ازدواج تأخیر او داسې نوري ټولنیزې ستونزي او مشکلات ..د اوږد مهاله بند اتمه مفسده (ضرر)د پاسنیو اضرارو د عوض او جبران عدم ضمانت او عدم مسؤلیت۱-د محبوس د حبس له مله چې کوم تاوان د دندي د له لاسه ورکولو په نتیجه کي او یا د ناروغتیاؤ له امله نوموړي ته متوجه کیږي د هغه تاوان او ضرر مسؤلیت څوک په غاړه لری ؟۲-د محبوس ښځې او ماشومانو ته چي د نفقی د انقطاع او د نوموړي د غیابت له امله کوم اضرار متوجه کیږي د هغو مسؤلیت او ضمانت د چا په غاړه دی ؟۳-د محبوس د حبس په نتیجه کې چې کوم اضرار او تاوانونه د محبوس اولادونو ، ښځې ، پلار او مور ، څخه د هغوی د شرعي حقوقو د منع په نتیجه کې رسیږي د هغو مسؤلیت او ضمانت د چا په غاړه ده ؟۴- د هغه ضرر او تاوان مسؤلیت د چا په غاړه دی کوم چې د اوږد مهاله حبس په نتیجه کې له یو بندي څخه لوی مجرم جوړیږي او راتلونکي يې ټولې تولني له لوی ګواښ جوړوي؟که چیرې پاسني اضرار او تاوانونه ټول او یا ځینې د همدې اوږد مهاله حبس په نتیجه کې تحقق مومي ، نو په انصاف سره ویلای شو چې ایا دا اوږد مهاله حبس به جواز ولری ؟ددي ستونزي د حوارولو لپاره کیدای شي نوري لاری هم وپلټل شي ، د بیلګي په توګه یوه ورځ دامر بالمعروف او نهی عن المنکر د هیئت په یوه مرکز کې وم ، د مرکز مشر راته وویل ، یوه ښځه چې د شرعی احکامو د مخالف په تور نیول شوي وه ، او د پیسو تر لاسه کولو لپاره يې سلوکي انحراف درلود ، اوس دوی هڅه کوي چې نوموړي ته د یوې خیریه ټولني له لوری څه میاشتیني مرسته ومومي او هغه یې په دي مجبوره کړي چې د قرآنکریم په دارالحفاظ کي به په منظم ډول د یوې مودي لپاره حاضری ورکوي تر څو په دې مرکز کې اصلاح شي .. هغه خپل عمر ددي په ځای چې په محبس کې تیر کړي په یوه اسلامي مرکز کې تیر کړي .
یوه بل چا راته ویل چې یوه محکوم علیه باندې د محکمي قاضي دا لازمه کړې وه چې ته به په (دومره) هغو سیمنارونو کې چي د شؤن اسلامي له لوری دائریږي فعال ګډون کوي ، دا کار د الزامي تعبد په نیت نه ؤ چې ځینې کیدای شي فکر وکړي ، بلکه دا د مجرمینو د اصلاح او روزني په موخه او دا پریکړه د قاضي په واک کې ده ، او قضایی پریکړي یوازي تر عقوباتو پورې منحصرې هم ندي.نو د همدي تیرو څیړنو په رڼا کې ویلای شو چې د اوږده مهاله حبس تعزیري جزاګاني کومه اساس او اصل ندی بلکه دا په قضایی سیستم کې یو نوی شی دی چې رواج یې موندلی .
پاته په دریمه
برخه کې.....
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر