۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

متمدنه نړی د بدماشانو په ولکه کې ...



  متمدنه نړی د بدماشانو په ولکه کې ...


 لیکنه : عبدالله 

نیکونو مو په یوه امنه او له سولې ډکه نړی کې ژوند درلود ، داسې نړئ  وه چې   کډوالو  ، مسافرو  ، او تجارانو به خپل کاروانونه په پوره ډاډ او اطمئنان سره له چین او هند څخه تر بغداد او قاهري پوري رسول ، له بلې خوا به د پخواني اندلس ( هسپانیا او پرتګال ) څخه را نیولې بیا د افریقا له وروستي پولې څخه د حجاجو نارینه او ښځې په خپلو اوښانو را سپاره ؤ او د مکې په لور به د  حج لپاره د مدیترانې په غاړه  راروان ؤ چي د  غرونو له لیوانو پرته به له بل څه نه ویریدل..دا پراخه سیمه د عدالت او ایماني لښکرو په واسطه  پرته له تورې او توپک څخه ځارل کیده ..ددي پراخه نړی په هر ښار او ښار ګوټې کې به د فلاسفه ؤ ، علماؤ پوهانو ، شعراؤ او ادیبانو دربارونه په زرګونو طالب العلمانو او محصلینو ډک ؤ  ددې علماؤ تر منځ به  د پرمختګ او علمی لوړتیا په موخه مباحثې ، مناقشې ، مجادلې او سیالی روانې وې ، دې سیالیو ته به د وخت واکمن او چاواکي هم دعوت کیدل ، او ګټونکو ته به ډالې ورکول کیدی...


د نړی له ګوټ ګوټ څخه به زده کوونکي او محصلین بخاری ، بلخ ، خوارزم ، دمشق . اندلس ، بغداد ...ته د زده کړي لپاره روان ؤ هلته په لویدیځ کې ابن نفیس ، ابن عبدالبر اندلسی و ابن خلدون ...او نور په تدریس لګیا ؤ او دلته په ختیځ کې به البیرونی ، فارابی ، خوارزمی ، مسلم او بخاری ، ابن سینا او ترمذي  تدریس کاوه ، نه تور ته چا په بده سترګه کتل او نه سپین کوم امتیاز درلود ..یو لوی تمدن ؤ یوه لویه امپراتوري ،،هو هرڅوک په امن ؤ ، ټول د علومو زده کړي هڅول کیدل ، ژباړي خو د سروزو سره تلل کیدې .. خو داسې علومو او  تولیداتو ته اجازه نه ورکول کیده چې د نورو انسانانو ژوند ورسره ګواښل کیده ، له شرابو پرته نور مخدر مواد چا نه پیژندل ..له همدې امله چا ورته په فقه کي کومه مسئله هم نده را ایستلې ...

 هو هلته امن ؤ اوسوله ... په تأسف سره چې یو ځل د لیری ختیځ څخه ځینو وحشي پر

کنو د چنکیز خان په مشري په دی امن اولس یرغل وکړ ، او د یوی پیړی لپاره یې دا لویه نړی ناامنه کړه ، همدا شان بیل ځل بیا د مدیترانی له آغاړي د اروپا وحشی او له تمدن څخه بي خبره اولسونو د صلیب تر شعار لاندي دا سیمه پوره دوه پیړی د جکړو اور ته ورټیل وهله ، چې دلته یی سوله او امنیت کډوډ کړی....هو دلته هغه مهال علم ؤ پرمختک ؤ تمدن ؤ او سوکالی وه ، هلته په اروپا کې تیارې وي ، ظلمونه ؤ ، استبداد ؤ او ناپوهې وه ، دلته مسلمانو واکمنو علماء او پوهان څیړنو او پوهې ته هڅول ، هلته پاپانو د علم او پوهې په جرم خلک په دار خیژول او ژوندي یې په تناره کې ډاډه کول ..


خو موږ کرار کرار د علم ، پوهې زړه سوې او ترقی لمن پریښوده ، د جابرو او ستمکرو واکمنو واک مو په نصیب شو ، ځینو بیا د واک په سر سیالی پیل کړي ، هرواکمن به د ځان لپاره ملاتړي لټول .. د علم ځای تربکنیو ونیو ، د مساوات ځای تعصب ونیو ، د عدل ځای ظلم ونیو ...مدرسې مو د سیاست شکار شوې ...

هلته دوی زموږ څخه په الهام سره د کلیسا او قیصر زولني پرې کړې ..کرار کرار د موږ مقام په نړی کې دوی ته ورسید ...واکمنو مو د واک په موخه ددوی مرستې وغوښتې او د هغو مرستې بیا د دوی د پوره واک او تسلط لامل شوې .. موږ دوی ته علم وښود پوهه مو وښوده ، خو دوی را څخه علوم غلا خپله ېې پري ماڼې جوړې کړي او زموږ مدرسې او پوهتونونو ته یې اور ورته کړ ،کتابخانی یې راته وتړلې او خپل روزل شوي او غلام وکمن راته په تخت کښینول ...موږ یو متمدن  ملت ؤ دوی وروسته پاته ، خو دوی مو متمدن کړل ، موږ یې وروسته پاته ....له دوی څخه هم ځانونه ورک شول ، د شهرت ، قدرت او پیسو په لټه کې دومره وړاندې ولاړل چې نړی یې د ځان وګڼله ، د همدې موخې لپاره یې د نړی میلیونونه انسانان غلامان کړل ، په بازارونو یې خرڅول .. خپلې ځمکې یې برې آبادولې .. ډیر قومونه او اولسونه یې د خپلو مینو وشړل ، د هغوی ځمکې یې په خپلو کې وویشلې ...خلک ترې تری تم کړل او د تاریخ کندو ته یې ورټيل وهل .. نن یې امریکا  ترې جوړه کړه ، استرالیا ،نیوزیلند  ، جنوبي او لاتین امریکا .. او کاناډا یې جوړ کړل .. د ځمکې او واک د نیولو په موخه یې دوې لويی نړیوالې جکړې جوړې کړي .. سلکونه میلیونه انسانان یې د خپل واک او قدرت په موخه د ځمکې تل ته کوز کړل ..د همدې برتری او پیسو په موخه یې اتومي وسلې جوړې کړې ،اتومې توغندي .. نن هر یو ددی متمدنو هیوادوو دومره اتوم بمونه لری چې دا نړي څو ځله له منځه وړلای شي .. د توغندیو خو شمار نشته .. دا هر څه د څه لپاره ؟ ددې لپاره چې دوی د نړی په واک پاته وي ، یا به په واک پاته وي او یا باید ټوله نړی په اتومي وسلو له منځه  یوسې ...د پیسو او قدرت په موخه یې کرار کرار دا نړی په لوی لاس د تودوخې په لور روانه کړې ،ټول ښه پوهیږي چې که همدا روانه تودوخه دوام ومومي نو ډیر ملتونه او انسانان به له منځه ولاړ شي او کیدای شي دا ټوله نړي د یوه تناره په شان توده شی چې بیا به ځوک پکښې ژوند نشي کولای .. خو ددوی یې پرې څه ؟ دوی خو به مریخ ته وتښتې ،، دوی خو د ځان لپاره وسایل موندلای شي .. خوکه د تودوخې مخنوی وکړی نو به پیسې نشي موندلای ...هلته یې په لوی لاس زموږ غوندي بدبخته انسانانو په ځمکو د خپلو ګټو په موخه د مخدره موادو کښت پیل کړی .. په موږ یې کړي په موږ یې خوري خو پیسې دوی پری اخلې .. د انسان ژوند ورته مهم ندی خو چې پیسې ومومي پیسې..بلې خوا یې دومره د وسلو کارخانې جوړې کړې چې درول یې د ځان هلاکت کڼې ..هر یو ددې (متمدنو ) هیوادونو څخه هر کال په میلیونونه ټنه وسلې او چاودیدونکي توکې تولیدوي  دا کارخانی هله پیسې کټلای شي چې په نړی کې وکارول شي.. هسې خو نه کارول کیږي ، مجبور دی  موږ غوندي بدبخته هیوادونه سره وجنکوي ، ملت له حکومت سره وجنکوي ، حکومت له ملت سره .. هر یوه ته شاباش دوی ووایی .. د هره یوه لپاره وسلې ورکوی تر څو یې وسلې وپلورل شي .. او د خرڅو شو وسلو څخه دوی د ځان لپاره پیسې ومومۍ او ټکس تري واخلی .. نړی یې د بدبختی په لور روان کړی .. دا متمدن هیوادونه دی ...د همدي سیاست له مخې یې کڼ هیوادونه د اور په لمبو وسوځول ..د مهاجرت لړی یې یوه بله بدبختي ده چې زموږ غوندې خلکو په نصیب شوې ، په ښکاره خو خلکو ته دا وایی چې موږ پناه ورکوو خو  کاشکې دومره خواخوږې یې درلودای ، یوه لور ته یې په لوی لاس د جکړو اور بل کړی بل لوری ته یې د مهاجرو لپاره د ورتلولاره برابره کړی ، تر څو پرې له یوه لوری خپل له منځه تلونکی نسل پوره کړی ، له بل لوري پرې خپلې کارخانې وچلوي .. ..


کورنی نظام یې له منځه یوړ ، هلته اوس واده کول عیب او مجرد ژوند کول بیا تمدن دی ، اولاد زیږول خو تر ټولو لویه کناه ده ، په میلیونونه انسانان مجرد ژوند کوي ، دا هم نا ممکنه ده چې یو انسان دی په مجرد حالت کې (د جنسي غریزو له اشباع) پرته ژوند وکړي ، خو ددي اشباع په موخه  ټولې روا او ناروا لارې ورته پرانیستلې ، تر څو وکولای شي پرته له ازدواج هم خپل غرایز پوره کړي  په رضا او خپله خوښه د هر چا څخه خپل غرایض اشباع کول  روا دي ، هر څوک باید یو دوه دری ملکري او انډوالان ولری ، او یو له بله جنسی خوند واخلی ...دا خبره دوی ته لا اسانه ده چي واده کولو ته هم اړتیا نشته ، یوازي د یو چا رضا کول کفایت کوي تر دي چې اوس خو یی  د همجنسو تر منځ  هم د واده کولو جواز ورکړ ... انسانیت یې و داسې مرحلې ته ورساوه ...اوس انسان بیچاره نه پوهیږي کوم لوری ونیسي ... که د شرم ، حیا او انسانی وجدان خبره را پورته کړي .. هغه بیا ترورست ، افراطی او وروسته پاته دی ...


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر