په
افغانستان کې د شوروي او ناټو پرتله
ليکنه: Jonathan Steele
په داسې حال کې چې د بري
ډېر لږ چانس پکې ليدل کيږي، د شوروي له وتلو دوه لسيزې وروسته، لا هم زياتې منابع
په جګړه لګول کيږي.
23 کاله وړاندې وروستيو
شوروي ځواکونو له نهه کلنې مداخلې وروسته د ۱۵۰۰۰ سرتېرو په قيمت له
افغانستانه ووتل. هغوی چې د آمو پر سيند پورېوتل، زه يې د يوازيني بهرني خبريال په
توګه په هماغه ورځ د کابل په لور په هوا را تېر شوم.
په مسکو کې، چې زه پکې د
دې ورځپاڼې خبريال وم، زما روسي ملګرو زما په خلاف نظر درلود او ويل يې چې د
روسانو له وتلو وروسته به هلته وينې وبهيږي. مګر زه يې مخالف وم، ځکه چې هلته
کريملين تر شا د نجيب الله يو پياوړی سيکولر حکومت پرې ايښی وو. چې ډېرو بهرنیانو
نه شو درک کولای. په دغه پياوړتیا کې کابليانو هم ونډه درلوده چې د مجاهدینو د
بريالي کېدو په صورت کې د وينې بهېدنې له ويرې يې د هغه د حکومت ملاتړ کاوو.
دوه لسيزې وروسته په
افغانستان کې د امريکا د جنګ ببولالې غږيږي. د دغې سيمې له پاره د امريکا استاځي
دا اونۍ له افغانستان څخه ليدنه وکړه، خو ښايي هغه په دې نه وي پوه شوی چې د ده
سفر د روسانو د وتلو د کليزې پر وخت تر سره شو. د امريکا تر مشرۍ لاندې مداخلې هم
اوږده موده وشوه. هغه وخت چې د روسانو جګړه په دې پړاو کې وه، هغوی د وتلو له پاره
چمتووالی نيوو. مګر امريکا او ناټو غواړي چې نور عسکر هم راولي. د اوباما نوې دېرش
زره عسکر او هغه عسکر به چې ناټو يې زياتولو ته هڅول کيږي په افغانستان کې د
ائتلافي ځواکونو شمېر هماغه د روسي عسکرو شمېر (۱۱۵۰۰۰) ته لوړ کړي.
لويديز تلفات لږ دي، مګر
ناټو بريالۍ نه ده. د روسانو په څېر لويديز ائتلاف هم يوازې په کابل او ولايتي
مرکزونو واکمن دی. اطراف ټول د مقاومت له حملو سره مخ يا يې په لاس کې دي. دغه
مقاومت لکه د هغو په څېر چې د روسيې په وړاندې جنګېدل، له اسلامي بنسټګرو، پښتنو
ملتپالو، ځايي قومي مشرانو او ملايانو، او عرب مجاهدينو څخه جوړ دی. توپير يوازې
دومره دی چې هغوی ته په ۱۹۸۰مو کلونو کې لويديځ او پاکستان مرستې او وسلې ورکولې، او دوی د
هيروينو له برکته په خپلو پښو ولاړ دي او له همدې امله يې کابو کول هم ستونزمن دي.
ناټو ته له هغې زياتې ننګونې په وړاندې پرتې دي چې روسان ور سره مخ ول. شل کاله وړاندې طالبان نه ول، ځانمرګي؟ بريدونه په دې بڼه نه وو، او افغان اردو او پوليس ډېر ماهر وو. د شورويانو په واکمنۍ کې کابل يو خوندي ځای وو چې نجونې پکې ښوونځيو ته تللې او بې پوړني پېغلې پکې پوهنتونونو ته. مجاهدينو به وخت نا وخت پر ښار توغندي توغول، مګر ډېره لږه ويجاړتيا يې را مينځته کوله او عام ژوند يې نه مختل کاوو. دغه توپير ته ځير شئ، د دوی د خطر زنګ لرونکې زرهي قافلې وګورئ، لويديزو دفترونو ته پام وکړئ چې د دنګو دنګو دېوالونو او شګلنو بوجيو تر شا پټ پراته دي، خو له دې سره سره هم څو ورځې وړاندې طالبانو وکولای شول په درېوو حکومتي ودانيو حمله وکړي.
ناټو ته له هغې زياتې ننګونې په وړاندې پرتې دي چې روسان ور سره مخ ول. شل کاله وړاندې طالبان نه ول، ځانمرګي؟ بريدونه په دې بڼه نه وو، او افغان اردو او پوليس ډېر ماهر وو. د شورويانو په واکمنۍ کې کابل يو خوندي ځای وو چې نجونې پکې ښوونځيو ته تللې او بې پوړني پېغلې پکې پوهنتونونو ته. مجاهدينو به وخت نا وخت پر ښار توغندي توغول، مګر ډېره لږه ويجاړتيا يې را مينځته کوله او عام ژوند يې نه مختل کاوو. دغه توپير ته ځير شئ، د دوی د خطر زنګ لرونکې زرهي قافلې وګورئ، لويديزو دفترونو ته پام وکړئ چې د دنګو دنګو دېوالونو او شګلنو بوجيو تر شا پټ پراته دي، خو له دې سره سره هم څو ورځې وړاندې طالبانو وکولای شول په درېوو حکومتي ودانيو حمله وکړي.
شوروي يرغل نړيوال قانون
مات کړ او د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو. مګر هدف يې د امريکا د ۲۰۰۱م کال د هدف په پرتله ډېر
نرم وو. مسکو د رژيم د بدلون په لټه کې نه وو، بلکې غوښتل يې د را پورته کېدونکې
کورنۍ جګړې په وړاندې هغه د ګواښ لاندې رژيم ملا وتړي. که څه هم چې د لويديځ
بالکيانو دعوه کوله چې کريملين د افغانستان له لارې د خليج تودو اوبو ته د پرمختګ
هڅه کوي، مګر اصلي هدف محدود وو. مسکو غوښتل له خپل دوست حکومت څخه دفاع وکړي، له
مجاهدينو څخه چې له شوروي يرغل څخه وړاندې يې له سي آی اې څخه مرستې تر لاسه کولې،
کرښه تاو کړي، او د دې مخه ونيسي چې له افغانستان څخه يوه لويديځپاله هډه جوړه شي.
دا وروسته له هغې وو چې امريکا له ايران څخه وشړل شوه، او کريملين وېريده چې
واشنګټن به يې پر ځای افغانستان ته راشي.
مسکو ته له افغانستان څخه
وتل د هغې په پرتله چې امريکا ته به وي، اسانه وو. په جنيو کې نړيوالو خبرو
کريملين ته د توازن د وړو پوزه کېښوده. د سولې شرايط دا وو چې روسان به په دې شرط
وځي چې مجاهدينو ته مرسته بنده شي، او بين الافغاني خبرې پيل شي. له دې کبله د
هغوی د ماتې هر ډول څېره وپوښل شوه. سربېره پر دې يې افغان دولت ته د شوروي
ځواکونو له وتنې وروسته هم د پاتې کېدو ښه فُرصت په لاس ورکړ او دولت وکولای شول
درې کاله نور هم پاتې شي.
د شوروي ځواکونو د وتلو
او په پای کې د نجيب الله د حکومت د راپرځېدلو لاملونو او پايلو د سړې جګړې ځينې
غولوونکو افسانو ته لاره هواره کړه. هغه دعوې چې وايي د امريکا له خوا ورکړل شويو
سټينګر توغنديو روسان وتنې ته اړ کړل او له همدې ځايه د شوروي اتحاد زوال پيل شو،
بې معنی دي. د مسکو دوست نجيب الله د شوروي اتحاد له مړينې څلور مياشتې وروسته هغه
وخت را وپرځېد چې د کريملين نوي واکمن بوريس يلتسن افغان اردو ته د تېلو اکمالات
بند کړل، او وتلی اُزبک قوماندان عبدالرشید دوستم مجاهدينو ته ور واوښت. تر هغې
شيبې، مجاهدينو يو ښار هم نه وو نيولی.
بله افسانه دا ده چې د
روسانو له وتلو وروسته لويديځ هم لاړ. د دې پر ځای چې دا کار وکړي، واشنګټن او
پاکستان مجاهدينو ته د وسلو د برابرولو د ادامې په وسيله د جنيو تړون مات کړ. هغوی
يې دې ته وهڅول چې د نجيب الله له خوا د ملي پخلاينې په وار وار غوښتنې رد کړي.
مجاهدينو سل په سلو کې سوبه غوښته، چې وروسته يې بيا تر لاسه کړه، يوازې د دې له
پاره چې وروسته يې د وسلو د باران په نشه تالا ترغۍ کړي. کابل يې کنډواله کړ او
هغه غوسه يې وپنځوله چې د طالبانو راتګ ته يې لاره هواره کړه. نن که لويديز
حکومتونه په افغانستان کې لوړه بيه پرې کوي، دا آفت يې له خپله لاسه پر ځان
راوستی.
طالبان به له پوځي پلوه ناټو و نه شي ايستلای. هغه عقيده چې افغانانو تل پرديو ته ماتې ورکړې ناسمه ده. د شوروي د جګړې اصلي درس دا دی چې د افغانستان سياسي او فرهنګي بيلتون په يوه ستر او اوږده تاو تريخوالي اوښتلای شي. بهرنيان د ځان په تاوان مداخله کوي.
طالبان به له پوځي پلوه ناټو و نه شي ايستلای. هغه عقيده چې افغانانو تل پرديو ته ماتې ورکړې ناسمه ده. د شوروي د جګړې اصلي درس دا دی چې د افغانستان سياسي او فرهنګي بيلتون په يوه ستر او اوږده تاو تريخوالي اوښتلای شي. بهرنيان د ځان په تاوان مداخله کوي.
ناټو په يوه چاوده لښته
کې نښتې او هغه نظريه چې وايي، د عراق پر خلاف، د افغانستان جګړه پر ځای جګړه ده،
يوه ځان غولوونکې لومه ده. د عسکرو زياتوالی، د اوباما د زړه تګلاره، به کيدای شي
د لنډې مودې ځايي پرمختګونه تر لاسه کړي، مګر د تلپاتې ښه والي لامل نه شي کېدای،
او امريکا او برتانيې ته به په ستره بيه پريوزي. د مرستو په بڼه لګښت به د زړونو
او فکرونو د ګټلو له پاره اوږد وخت ونيسي، او که همدا حال وي، روپۍ به اصلاً د
بهرنيو سلاکارانو او درغلو چارواکو جيبونو ته ځي. له طالبانو سره خبرې هغه د نجيب
الله د ملي پخلاينې په بڼه منطقي ښکاري. مګر طالبان پخپله هم د ځايي مشرانو او د
پخوانيو او اوسنيو طالبانو په نوم د توپيرونو له کبله په يوه خوله نه دي. او له دې
څخه هم بدتر، هغه دا چې جګړې اوس د پاکستان د سرحدي سيمو په لور هم څانګه بېله
کړې، او پاکستاني طالبان هم پيدا شوي.
ښه ټاکنه کومه ده؟ په
پړاويز ډول د ناټو وتل؟ دا کار به هم هغسې چټکه او څرګنده ګټه و نه لري لکه له
عراق څخه د امريکا وتل يې چې لري. زياترو عراقيانو امريکايان له هماغه لومړۍ ورځې
نه غوښتل. هغوی پوهيږي هغه ويجاړتيا چې يرغل د توکميزې جګړې په بڼه له ځان سره
راوړه، په کمېدو ده، او د داسې يوه حکومت څښتنان دي چې پر واشنګټن يې د وتلو له
پاره د مهال وېش ټاکلو فشار راوړی. مګر په افغانستان کې د مرکزي واکمنۍ او يوې
اوږدې کورنۍ جګړې ستر ګواښ موجود دی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر