۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

ایا په اسلام کي د اوږد مهالی حبس (زندان) تعزیری جزاء شته ؟ دریمه برخه

 



لیکنه : دوکتور یوسف عبدالله د ریاض پوهنتون د شرعیاتو پوهنځې استاد
   ژباړه : محمدشفیق صادق


نو کله چې د رسول الله (ص) او صحابه کرامو په قضایی پریکړو کې دا ډول سزا نده لیدل شوې ، او دا خلک بیا را ولاړیږي څوک یو کال ، څوک دوه څوک پنځه ، لس او یا شل کاله او لازیات مجرمینو ته حبس او زندان سزا ټاکي ، او کله چې وګورو دا ډول اوږد مهاله حبسونه د (تیرې یادونې سره سم)  (متعدی او لازمي) ضرورونه او مفاسد هم له ځانه سره لری ، نو دا ډول سزا خپله د حرمت پولې ته رسیږي او د حرمت حالت غوره کوي .

زه د دې تعزیر حرمت ددې له کبله نه بیانوم چې ګواکي دا عمل په اوسنی قضا کې نوی عمل دی چې پخواني اساس نه لری ، او نه هم ددې کبله چې موږ ته د وضعې قوانیونو د رواج په اساس را رسیدلی دی ، بلکه دا ډول (اوږد مهاله حبس) د خپلو اضرارو او مفاسدو له امله حرامه ګڼم  .. او دا خبره  مي د ابن حزم د وینا سره مخالفه هم ده چې هغه مطلق بندي کول او حبس  څخه انکار کړیدی ..نو لوستونکو ته باید زما د لیکني لومړی برخه یاده وي چې ما د مشروع حبسونو ډیر ډولونه ذکر کړل ...


خو کله چې د یوې پیښې او واقعې د حرمت علتونه له منځه ولاړ شي چې هغه یې (مفاسد او اضرار دي)  کوم چې مخکي یې ما یادونه وکړه ، نو حکم یې هم له علت سره یو ځای له وجود او عدم سره بدلون او تغیر مومي.

 دا هم کیدای شي چې ذکر شوي (مفاسد او ضرورنه ) د هغو زندانونو په حالت له منځه ولاړ شي چې په ځینو لویدیځو ټولنو کې د (مفتوح محبس) په نوم او يا په جزېې حبس سره یې شهرت موندلی ، په یادو زندانونو کې بندیان کولای شي هره ورځ یا په اونی کې یو ځل له زندانه ووزي او بیا بیرته خپل زندان ته راځي ، ددوی دا عمل د یوې رسمي دندي شکل غوره کوي چې یو څوک د ورځې باید (۸ یا  ۱۰) ساعته رسمي دنده ولری ، همدا شان  نوموړي زندانونه په خپل څنګ کې ډیر تربیوي ، تعلیمي او سپورتي پرګرامونه هم د بندیانو د اصلاح په موخه لری ...

د همدي مفتوح یا جزيی زندان ډیرې نورې بیلګي هم شته چې ما یې یوازي یوه بیلګه دلته یاده کړه ، چې ددې بند اساسې موخه د بندي اصلاح کول دي ، او دا چې په بند کې د نورو مجرمینو او جنایت کارانو سره شناخت پیدا کوي ، دا  ديوې ستونزي په ډول پاته کیږي خو هغه هم یوه د حل لاره لری ..

 له همدي حبسونو څخه چې لږ ضرر لری ، په یوه هیواد ، ښار ، کلي او کور کې د یوه چا اجباري کښینول او پاته کول دي چې یوازي یوه ورځ  په اونې کې او یا د سختې اړتیا په صورت کې لکه د طبی معایناتو او مهمو ټولنیزو چارو په موخه د وتلو اجازه ورکول کیږي ، په دې سره به هغه ضرر چې د محبوس کورني او یا ماشومانو ته متوجه کیږې هم له منځه ځی ...


د حبس له ډولونو څخه چې فقهاؤ پري په خپلو لیکنو کې بحث او څرګندونې کړي یو هم حبس غیر محدد دی چې د محبوس په توبه ایستلو پای ته رسیږي او یا هم په داسې یو ه کار ګمارل دی چې په توان کې یې وي او یا د یوه عمل په ترک کولو مجبورل دي چې هغه یي عادت وي ، کله چې یاد شرطونه تر سره شي نو بیا بندي له بند څخه خلاصیږي او همدا ډول یې زموږ د فقهاو په څرګندونو کې ښکاري ..خو دا ډول حبس زموږ د اوسنیو قضايی احکامو په لړ کې ډیر په ندرت تر سترګو کیږي ...

ځینې پوهان او ددې برخې مسلکې کسان بیا (پرته له شددي اړتیا څخه )  د بندي خانو  یو مخ بندول او د تعزیر نورو هغو وسائلو ته چې په نبوي سنتو او د صحابه کرامو په کړنو ثابت وي ، او هغو وسائیلو ته انتقال غواړې چې نه پکښې نهي شته او ضرر ، او همدې ټکي ته د خلکو را وستل زموږ موخه ده .

 کوم تعزیرات چې په نبوي احایثو او د صحابه کرامو په کړنو ثابت دي زیاتره يې په مالي تعزیراتو را څرخي ، چې له هغو څخه د مجرم د مال تلف کول ، بل چاته ورکول ، او داسې نور دي و يو له دي مالي تعزیراتو څخه چې د رسول الله (ص) څخه را روایت شوي دادي چې رسول الله (ص) عبدالله بن عمرو ته امر وکړ چې خپلې دوه جوړي ژیړي جامي په اور وسوځوي ..( روایت مسلم کړیدی) د تملیک په برخه کې مثال دادی چې : د هغه غله په برخه کې چې لاس یې نه پرې کیږي د مال خاوند ته دوه برابره تاوان ورکول دي ...( احمد او ابوداؤد) .

په همدې ډول اوس اوس ځینو قاضیانو همدا ډول پریکړو ته مخه کړي الله تعالی د ورته اجر په نصیب کړي ..خو غرامت ورکول باید داسې وي چې په فقراوو وویشل شي ، نه دا چې دا تاوان او غرامت بیت المال ته حواله شي او یا فئ وګڼل شي  ځکه په سنتو کې ما په دي هکله هیڅ هم ونه موندل او نه مې د صحابه کرامو په کړنو کې لیدلي او نه پخوانیو علماؤ په دی هکله کوم نظر ورکړیدی ، په تیره بیا دا چې پیت المال غیر منظم وي .


نو کله چې دا ثابته شوه چې  د اوږد مهاله تعزیری حبس  مثال  نه په نبوي دور  کې شته او نه هم د صحابه کرامو په عصر کې موجود ؤ او همدا حبس ډیر مفاسد او اضرار هم  لری ،  همدا شان ددې اضرارو او تاوانونو د جبران ضمانت یې هم څوک نه کوي ،  په داسې حال کې چې د تعزیر لپاره نورې لارې چاري هم شته چې په سنتو د د صحابه کرامو په کړنو   ثابتی دی او دا چې مفاسد یې کم دي  ، نو د اوږد مهاله تعزیری بند په تطبیق ولی اصرار کیږي ؟؟

په پای کې دا وایم چې ددي مقالي څخه زما موخه داده تر څو  په دې برخه کې څیړونکي او پوهان  تشویق کړم تر څو په دي هکله پلټنه وکړي او بحث پري وکړي ...

له الله تعالی څخه هیله لرم چې دا لیکنه راته ګټوره کړي

د .یوسف بن عبدالله الأحمد

د ریاض د امام د پوهنتون د  شرعیاتو د پوهنځې د فقهي د څانګي د تدریسي  دیپارتمنت غړی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر