۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د دوآب کلي تاریخي توره کلا


 

لیکنه محمدشفیق صادق

دا کلا  د سیداباد ولسوالي د تنګي د دوآب د لوی  کلي دجنوب لور ته د غره د پاسه   ودانه ده ، تیرو تاریخې او طبعې    پیښو ددې کلا جوړښت ته بدلون ورکړی له هغو لویواو پیاوړو   دیوالونو څخه  یې چې د احاطې بڼه لری یوازی یو لوی دیوال د جنوب لورته په لوړه  ودان پاته دی ،  د کلا د اوسیندې خونې ، معبدونه او نور ملحقات ځینې له منځه تللې او ځينې د خاورو تر انبارونو لاندې پاته دي ، د کلا اصلي خونې په دوو طبقو کې جوړې وي چې یوه یې لاندې او بله یې لږ لوړه ده ،زموږ مشران وایی چې په شاهي او د سردار داؤد خان په واکمنیو کې ځیني سیلانیان راتلل له دي سیمي یې لیدنه کوله ، خو هغه مهال چا جرئت نه درلود چې کیندني پکښې وکړې  ، خو د هیواد په څلویښت کلن ناورین کې ځینو هڅه کړې چې ددې کلا خونو ته ور دننه شی او ځینې کیندنې هم پکښې شویدي ، ویل کیږي ځينو په غلا اثار هم تری وړي دي  ، خو دا کلا دومره پیاوړې ده چې په اسانی څوک نشی کولای په بیل او کولنګ سره ورداخل شی ..


ددې کلا ځانګړتیا دا هم ده چې د کلا د ننه چینه وجود لری چې اوبه یې اوس لاندې د غره په ډډه کې راوزی ، که یې سمه پلټنه وشی نو کیدای شی معلومه شی چې دا اوبه له کومی بلې سیمې په پیپ کې را روانې دي ، یوه روځ دی کلا ته د اوسنئ چینې له خوا مخامخ په همدی سخته لاره ورختلم ، هغه مهال پسرلی ؤ او هری خواته د اوبو چینې روانې وي ، په همدي بغل کې می د اوبو شرار اوریده چې ځمکې لاندي  لکه کوم پیب کې چې راځې روانې  وی..  

دا چې زموږ د کلی د مشرانو او سپین ږیرو تر منځ ددې کلا د پخواني تاریخ په اړه مختلف روایتونه شته ځینې یې داسی ښار ګڼې چې د یوې سپئ د لوږي له امله غرق شوی ، او ځینې خو دلته د یوه ښامار د اوسیدلو خبری هم کوی ، دا کیسې په خپل ځای کې مهمې دي او باید ولیکل شی ، خو کوم تاریخې شواهد او اثار چې له نیژدی یې لیدلی شو دا ښیی چې دا د پخوانی بودایی او برهمی دین او دهغه وخت د مدنیت یو پاته شوی اثر او د اسلام د مخه زموږ د هیواد د هغه وخت د واکمنو د پاچاهی یو دیني او فوځې مرکز دی.

 دا چې ددې کلا څخه داسي اثار نه دی تر لاسه شوی چې د کلا تاریخ او د جوړښت وخت تری معلوم شي ، خو ددې کلا د جوړښت څرنګوالی د لوګر د سجاوند د تاریخي کلا او معبد سره تړاو لري،  داسې ښکاري چې دا  او هغه به د یوې زمانې او یوې پاچاهئ کلا ګانې وي  ، ما څو کلونه وړاندې د سجاوند له لویی کلا  څخه لیدنه وکړه ،د کلا په ټولو لوړو ژورو وګرځيدم ، د دواړو کلاګانو جوړښت او د معماری ډول کټ مټ یوډول  دی ، کومه معماري ، کومی خښتې او ډبری چې په کوم ډول په توره کلا کې کارول شویدي په  همغه ډول  د سجاوند په کلا کي هم کارول شويدي  ، (د یادولو وړ ده چې د توری کلا خښتې ډیري لویی جوړې شوې چې هره یوه یې زموږ له یو من څخه کمه نه ده ، طبعي خبره ده چې دا لويي خښتې لاندې په آباده ځمکه جوړې شویدې ، خو دا چې څه ډول هلته پورته شوی ، او تر اوسه څنګه کلکی پاته دی ، دا بله خبره ده ) ،هغه مهال د سجاوند د کلا ځینې سیمي لوټمارو کیندلې وي ، خونی یې په کمان ډول تر اوسه هم روغې وي او د یوې خونې اسمانې شین رنګ خو زه ډیر حیران کړم ،دا چې د سجاوند کلا په تاریخې اثارو کې ډیره ستایل شوي او ډیرې لرغوني لیکنې پري شوي ،ویل کیږي چې هغه کلا د بودایی، یا هندویی دین د پیروانو یو لوی معبد ؤ ، او ځينې خو یې اتش کده بولی چې د اوسني پاکستان او هند څخه به زیارت کوونکي ورته راتلل  ، کوم  څه چې د سجاوند د کلا په خاورو کې هري خواته ډیر تر سترګو کیږی سکاره او د خاورینو لوښو کودي دې چې هری خواته ښکاري ، د توری کلا هم همدا ډول داستان دی ، نو د اتش کدی خبره به درواغ نه وي،د توری کلا د موقعیت په هکله داسی تصور کیدای شی چې دا کلا د هغې زماني د واکدارانو له لوری یوه دفاعي چوڼې په ډول وانه شوې و چې  د لوګر او پکتیا په سیمه کې د اسلام له راتګ  وړاندې او وروسته  یې د دې سیمې ساتنه کوله ، د افغانستان او نړی تاریخ لیکونکي لیکي چې افغانستان ته  د اسلام له راتګ ډیر کلونه وروسته هم د کابل شاهانو بودایی حکومت په لوګر او پکتیا واکمن ؤ چې اصلی د عبادت ځای یې همدا سجاوند معبد ؤ  ،چې د تاریخې لیکنو په اساس  دامعبد د دريمې هجري پيړۍ تردوهم نيمايې پورې هم ودان ؤ چې د اسلامی لښکر د عمرو ليث صفارى  د کورنۍ له خوا د  استول شوى قوماندان "فردعان" په لاس  وران او بت خانه  یی د زابلستان ترفتحه کولو وروسته ونړوله ، نو کیدای شی توره کلا هم هغه مهال د همدی قماندان د لښکرو په واسطه ورانه شوی وي چې خپل ټول تاریخ یې په ګيډه کې د خاورو تر انبارونو لاندي پت ساتلی چې یوه ورځ به یې له سپړلو وروسته اصلی تاریخ معلوم شی .

دا چې دا کلا په اوسني عصر کې زموږ د سیمې خلکو ته څه ارزښت لری ، دومره لیکلی شم چې که زموږ خلک  ددي کلا ساتلو ، او ورسه څیرمه غره ونو او غوړښتیو ته ښه پاملرنه وکړي او په یوه کم مصرف سره دې کلا ته د موټر لاره جوړه شی نو ليری نه ده چې دا غر او کلا به زموږ د خلکو  لپاره د عایداتو لویه منبع شی او د سیمي څه چې د نړی سیلانیان به یې هم کتو ته راځې ، ددې غره د غوړښتیو ونې پخوا د نذر په شان خلکو ساتلې خو..په تاسف سره باید ووایم چې د غره دواړو خواوو ونې او غوړښتې د ځينو خلکو له خوا په ډیره بی پروایی د سون لپاره غلا کیږي ..

د پاکستان د سوات سیمه چې د پاکستان د سیاحت تر ټولو مهمه سیمه ده ، او د سیمي خلک د ټول کال عایدات د دوبی په څو میاشتو کې له سیلانیانو تر لاسه کوی ، یو وخت  زموږ د توری کلا له غره څخه ښکلې نه وه ، هلته اوس کټ مټ د توری کلا د غره په شان ، غره کي پاخه کورونه جوړی کړی ، او سیلانیان پکښې د رخصتی او میلی شپی ورځې تیروی ..

د همداسی ورځې په هیله چې د دواب نوم د سیاحت په کتاب کې ثبت شی

 

 

 

د تاریخ پوهانو ځینې لیکني دلته را اخلم ..

مسعودی سجاوند را از مربوطات تسوکویوتا یا غزنی میداند و یک از محلات ارزشمند تاریخی لوکرنا (لوگر) محسوب میګردد . بنابر گفته محمد عوفى يکى از دانشمندان دوره غورى این معبد را از قرن ششم تا قرن نهم میلادی با عظمت و جلال؛ پیروان خودرا داشته است و کابل شاهیان و رایان کابلی وبعدا یفتلی ها از پشتیبانان سرسخت این معبد بودند چنانچه در سکه های یفتلی نام سکاوند دیده میشود این سکه در حقیقت میرساند که شاهان یفتلی آتش پرست بوده و معبد زونا یا شونا را مورد تقدیس خویش قرار میدادند .محمد عوفى موقعيت لوگر را در لباب الالباب چنين مى نويسد: لهوکر موضعى به غزنين وسجاوند از مضافات لهوکر غزنين است.( 7) 

بنابر نوشته های مرحوم احمدعلی کهزاد معبد شونا سجاوند و معابد گندهارا به هم ارتباط نزدیک داشت و برهمنان هندویی این معبد را مورد احترام و نیایش خویش قرار میدادند . ناگزیز باید بنویسیم که آتش پرستان هندویی کشورمان ، روابط با آریایی هایی قلب افغانستان که سوریا و مهر و رودرا ، سوتری ومیترا را پرستش مینمودند و از آنها متاثر گردید ه بودند ؛ داشتند . 

بقرار ترتبیب البیرونی سومین پادشاه برهمن شاهی « کملـو» نام داشت که آنرا « کـلمو» هم تلفظ میکنند. از روی یکی از حکایات دلچسپ محمد عوفی در جوامع الحکایات معلوم میشود که مشارالیه معاصر زمان عمرو لیث صفاری (265-287 هجری) مساوی (879- 900 میلادی) میزیست و سلطنت میکرد. اگرچه مولف جوامع الحکایات او را درین وقت بصفت رای هندوستان یاد کرده ولی هنوز علاقه های ننگرهار و لغمان و تگو و نجرو پختیا (سمت جنوبی) تا حوالی نزدیک کابل جزء قلمرو او بود. این مساله از روی فتح « سکاوند» (لوگر) معلوم میشود زیرا محمد عوفی شرح میدهد که عمرولیث صفاری شخصی را بنام «فردعان» شحنهء زابلستان مقرر کرد و او با چهار هزار سوار آمده و سکاوند را گرفت و بتکدهء معروف آنرا که در اقصأ هند شهرت داشت ویران کرد. ( 8) 

سعید نفیسی در تعلیقات بر لباب الالباب می گوید: « سجاوند یا سگاوند اینک آبادی کوچکیست در ناحیۀ لوگر در خاک غزنین و در مشرق افغانستان ( 9) 

این معبد ، نیایش گران هندویی شونا را که به پرستش آفتاب معتقد بودند، به خود می کشاند . نکته ای دیگریکه این محل را مورد توجه جهانیان قرار داد کشف سکه های است که مربوط دوره کوشانی ویفتلی بوده که دربین دانشمندان به نام ( نگین شاهی یا تجین شاهی) شناخته شده است .واین عبارت از هیکل نیم تنه ای است که اسمای محلات افغانستان که به آن سکاوند گفته شده است اهمیت این معبد را برجسته میسازد.

ابوريحان البيرونی از سلسله برهمن شاهان کابل ياد کرده، و برهمن شاهان از روی عقيده برهمن يا هندو بودند و از هنددوان بومی و محلی کابل به شمار می رفتند. معابد زيادی در کابل و ماحول داشتند و معبد سکاوند يا سجاوند در لوگر يکی از آن معابد معروف آنها بود. آنان در اثر فتوحات غزنويان از کابل و لوگر و گرديز عقب نشستند و بالاخره در مجاورت اتک خود را استحکام بخشيده و مرکز جديدی به ميان آوردند. ( 10) 

 

 

.

 

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

کورنی ژوند کور باید څه ډول ځای وي ؟

لیکنه : محمدشفیق صادق


کورونه د انسانانو د اوسیدني او ژوند کولو ځایونه دي ، خلک هلته  آرام ژوند پکښې کوي، د ستړیا په مهال دمه پکښې کوي ،اطمنان او راحت پکښې کوي ، یوازینی ځای کور دی چې خلک پکښې د ارامي ، ازادئ  او خوندي توب احساس  کوي ، په خپل عورت او حرمت ډاډه وي ، هر هغه څه  کولای شي چې بل ځای یې نشي کولای ، خو کور هغه مهال همداسې ډاډمن حالت غوره کوي ، چې محرم او ممنوع الدخول وی ، هیڅوک ددې حق ونه لري چې د کور د خاوند له اجازې پرته ، هلته ورشي ، د کور څښتن د خپل کور په هکله پوره واک ولری ، دا حق ولری چې څه وخت وغواړي د چا سره وګوري او د چا سره ونه ګوري ، له همدې امله الله تعالی موږ ته امر کوي چې د چا کورته ورتلاست نو اجازه وغواړئ ، او خلک یې له اجازې پرته د بل چا کور ته له ننوتلو منع کړي دي ،هغه وخت موږ کولای شو چې د یو چا کور ته ورشو ، چې اجازه وغواړو ..

الله تعالی فرمایی : قال تعالى: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴾ [النور: 27،28، 29].

یعني : ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ ،هغو کورونو ته مه ننوزئ چې ستاسو نه دی ،تر هغه وخته چې( اجازه وغواړئ ) خبرې ورسره وکړئ او ددې کور په اهل  سلام واچوئ ( دغه اجازه غوښتل ) تاسو ته بهتره دي تر (بی اجازې ننوتلو ) ښايی چې تاسو پند واخلئ .

خو که څوک مو په کور کې ونه موندل ( چې اجازه درکړي ) بیا هم  مه ننوزئ ، تر هغه وخته چې اجازه درکول شی ، خو که درته وویل شول چې بیرته ولاړ شي ( د راتلو وخت نه لرم ) نو بیا بیرته راوګرځئ ، او دغه بیرته راګرځيدل ډیر غوره دي تاسو ته ، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ ښه عالم دی .

خو په تاسو ګناه  نشته که تاسو هغو کورونو ته ننوتلی چې له اوسیدونکو خالي وي ، ستاسو هلته کوم  منفعت( ضرورت) وي ، او الله تعالی په ټولو هغو کارونو ښه عالم دی چې تاسو یې ښکاره کوئ یا یې پټ کوئ .

ولي الله تعالی  په اجازه غوښتلو ټینګار کړی  ؟

دا چې کور د امن ځای دی او هر څوک پکښې په ډاډه زړه ژوند کوي ، نو کیدای شي یو څوک په کور کې په  داسي حالت  وي چې بل ځای نه وي . نو که څوک له اجازې پرته د چا کورته ورشی ، په داسي څیزونو به یې سترګې ولګیږي چې د کور د څښتن لپاره شرم وي ، د میلمه لپاره هم کیدای شي د بې لارئ لامل شي ، د بی اعتمادې لامل شي ، د تصادف په ځای قصدي کتنې پیل شي . او د کور امنیت له منځه ځې، د مینې او محبت فضا په خفګان او دښمني بدلیدالی شي ، له همدې امله الله تعالی مؤمنانو ته په دې ادب د مراعات کولو امر کوي ، او د ننوتلو په مهال ورته نور آداب ښيي .

ولي باید سلام پري واچوي ؟

کله چې یو څوک د چا کور ته ورځي او په هغوی سلام اچوي ،نابدیا ، وحشت ، او خفګان له منځه ځي ، مینه محبت ، ډاډ او سکون رامنځ ته کیږي .

کور کې یوازې د بدن عورت خبره نه ده چې خلک نه غواړي هغه بې پردې وویني . بلکه دلته د طعام ، لباس ، لوښو ،جامو عورت او عزت هم شامل دی ، ډیر ځله یو څوک  نه غواړي ،ددوی کور ، لوښې ، جامې ..د بل څوک په ناوړه حالت کې ووینی ...

همدا ډول د احساس ، رغبت ، خفګان او پریشانی عورت ..ډیر خلک نه غواړي یو څوک د هغه د ژړا ، خفګان ، غصې ،..په حالت کي وویني .. دا هغه مهم اجتماعي اداب او بنسټونه دي چې کورنی ژوند پرې ولاړ دی او الله تعالی موږ ته  دهغو په مراعات کولو امر کوي ..

د اسلام په لومړي سر کې به مسلمانانو د رسول اکرم (ص) ټولو خبرو او کړنو ته په غور سره کتل ،او هغه به بې عملي کول چې د بیلګي په توګه به زه څو نمونې ولیکم :

له قیس بن سعد څخه چې هغه د عباده زوی دی روایت شوی چې فرمایی : یوه ورځ رسول الله (ص) زموږ د کور د لیدنې لپاره راغی ،نو یې وفرمایل : اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، سعد د هغه ځواب په ټیټ آواز ورکړ ، ( قیس وایی) ما ورته وویل : ایا رسول الله ته اجازه نه ورکوي ؟ هغه راته وویل : پریږده چې رسول الله دری ځلې په موږ سلام ووايی ....دا عمل دری ځلی تکرار شوی ..له دریم ځل سلام ورسته رسول الله بیرته روان شو ، سعد ورپسې ورغئ او ورته ویی ویل : یا رسول الله موږ ستا سلام اوریده  ، موږ په ټیټ آواز ځواب درواوه ،.موږ غوښتل ته ډیر ځله په موږ سلام ووایی .. رسول الله ورسره راوګرځيد ...

حدیث ابوداؤد او نساېې روایت کړی دی .


ایا د اجازې غوښتلو لپاره حتما باید سلام واچول شي ؟

د سلام کلمه ښکلي د مینې محبت او ثواث ګټلو وسیله ده ، که ممکنه وي چې د سلام کلمه استعمال کړل شي دا تر ټولو ښه ده  ځکه رسول الله (ص) به همدا کلمه استعمالوله ، خو کولای شي یو څوک د الله اکبر ، لااله الا الله ، سبحان الله ... کلمي ووایی  ، همدا شان دروازه ټکول ، د یوچا نوم اخیستل ( فلانیه ) ..غاړه تازه کول ..دا ټولې د اجازې غوښتلو وسائل دي ، خو سلام تر ټولو بهتره دی .

د دروازې سره به څه ډول دریږي ؟

کله چې یو څوک د چا دروازې ته ورځي نو ادب دادی چې مخامخ به دروازې ته نه دریږي .بلکه د دروازې ښې یا کیڼ اړخ ته به دریږي ..

ابوداؤد په یوه بل حدیث کې له عبدالله بن بشر (رض) څخه روایت کړی چې :

رسول الله (ص) به چې د کوم قوم دروازې ته ورغی ، نو مخامخ به دروازې ته نه دریده ،د دروازې ښې او یا کیڼ اړخ ته به ودرید او دا به یې ویل : السلام علیکم ..اسلام علیکم ..ځکه هغه وخت به په کورونو ( دروازو) پردې پرتې وي .

بل حدیث شریف کې چې مسلم شریف روایت کړی ،فرمایی :

چاچې د د کوم قوم  د کور څخه د هغه کور د څښتن له اجازې پرته اطلاع حاصلوله نو د (کور څښتن ته ) جایز دی چې سترګې یې راوباسي .

ایا یو څوک به خپل کورته ننوتلو کې هم اجازه غواړي ؟

یوازې  د بل چا کورته ننوتلو په مهال اجازه غوښتل نه  ، بلکه کله چې څوک غواړې خپل کورته ننوزي هم اجازه به غواړي . په دې هکله عطاء بن یسار (رض) نه روایت شوی :

 رُوي أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم: أأستأذنُ على أمِّي؟ قال: ((نعم))، قال: إنها ليس لها خادمٌ غيري، أفأستأذن عليها كلما دخلتُ؟ قال: ((أتحب أن تراها عُريانة))؟ قال الرجل: لا، قال: ((فاستأذِن عليها))

یوه سړي رسول الله (ص) ته وویل : کله چې مې د مور ( کور، خوني ) ته ورځم هم اجازه وغواړم ؟ رسول الله ورته وویل . هو .بیا سړي ورته وویل : هغه پرته له ما بل خدمت کوونکی نه لری ،نو آیا هر ځل چې ورتلم  اجازه ترې غواړم ؟ هغه ورته وویل : ایا دا خوښوي چې هغه (مور ) دې بربنډه  وویني ؟سړي وویل نه . بیا رسول الله ورته وویل : نو اجازه غواړه .

عطاء بن رباح (رض) له ابن عباس (رض) څخه روایت کوی چې : ما رسول الله ته وویل : ایا زه د خپلو یتیمو خویندو څخه چې زما سره په یوه کور کې ژوند کوی هم ( کورته د ننوتلو په مهال) اجازه غواړم ؟ هغه راته وویل : هو . ...

بیا یې راته وویل : ایا ته خوښووي چې هغه لوڅې وویني ؟ ماورته وویل نه ، بیا یې راته وویل . نو اجازه غواړه ،هغه وایی ، ما بیا رسول الله ته مراجعه وکړه چې ( ما معاف کړی ) نو یې بیا راته وویل : ایا ته خوښوي چې د الله تعالی اطاعت وکړي ؟ وایی ماورته وویل : هو ، نو راته ویې ویل : اجازه واخله

کله چې کوربه میلمه ته وایی بیرته ولاړ شه نو میلمه باید همدا کار وکړي .
کله چې یو څوک ونه غواړي چې اجازه درکړي نو بیرته راوګرځه ، دا درته بهتره  دی ،او په دي خبره باید انسان خوابدی نه شي ،ځکه دا کار د اسلامي آدابو څخه یو ادب دی ،او پابندي پری لازمي ده ،خو ننی مسلمانان بیا دا ادآب نه مراعات کوي ، ډیر خلک به ګورې نه شپه کوري نه ورځ پرته له اجازه د خلکو کورته ورځي ،دروازې ورټکوي ،که هغه هر څومره په قصد چپ پاته وی بیا هم شل ځلي دروازي ورټکوي ..تر څو د مجبوریت څخه دوازه ورته خلاصه کړي ،په داسې حال کې چې زړه یې نه وی دا ملیمه یې کور ته ورشي .. ظروف یې ددي نه وی چې د چا سره وګوري .

میلمه خو د ځان سپکاوی ګڼې چې بیرته وګرځي ..او دا کار د ځان په حق کې شرم ګڼې . میلمه  په دی نه پوهیږی چې دا وخت ددی دی چې زه هلته ورشم ،دا چې د ډوډی خوړلو په وخت کې سلام اچول په چا لازم نه دی ، خو په دې وخت کې بیا دروازه ټکول به څه ډول مناسب وي ، که کور ته اجازه ورکړې بیا ډوډی نه ورکوي ، نو زړه کې یې د دښمنئ لمبې بلې شي ، یا د شپې لپاره پاته کیدو سات ورته ونه کړې نو سم د دښمنی فکر ورسره پیدا شي ،نه ددې کور شرائط په نظر کې نیسي او نه ، د کوربه حالت .دا ځکه چې موږ یوازې د غلط عرف او ړانده تقلید بنده ګان یو ، نه د شریعت تابعدار .

ایا د کور د ننه اجازه غوښتل لازم دي ؟

تر اوسه مو په دې خبره وکړه چې کوم کور ته له بهر څخه څوک راځې نو څه دول چلند به کوي ، اوس به راشو دې ته چې د کور د ننه ، به زموږ د ژوند لاره څه ډول وي ، ایا هر څوک به هرې کوټې ته ننوزي او که کوم اداب شته ؟

الله تعالی موږ دلته هم خپل سر ته  نه یو پریښې ، په سورة النور کې الله تعالی فرمایی :

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ۚ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (58)

یعني :ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړي ،لازمه ده چې له  تاسو اجازه وغواړي هغه وخت چې ( تاسو ته درځي ) ( کوم چې تاسو یې مالکان یاست )(لکه وینځي ، غلامان ، خادمان)  او هغوی چې تر اوسه  لا د  بلوغ حد  ته ندي رسیدلي ، ( دا اجازه به ) دری کرته ( وختونو کې ) غواړي ،د سهار له لمانځه د مخه ، او هغه وخت چې تاسو خپلې جامي له تن څخه لیری کوي ،د غرمې په مهال ، او د ماخوستن له لمانځه وروسته ، دغه ( دری وختونه ) تاسو د اخلال او ځورنې دی ، له دی دریو وختونو پرته په نورو وختونو کې په تاسو او (یادو خلکو) کومه ګناه نشته (چې ستاسو اطاقونو ) ته درشي (ځکه ) دوی د تاسو ترمنځ ګرځیدونکي دي ... الله تعالی تاسو ته خپل ایتونه په ښکاره بیانوي ،او الله تعالی ښه عالم او د حکمت څښتن دی .

إِذَا بَلَغَ ٱلْأَطْفَٰلُ مِنكُمُ ٱلْحُلُمَ فَلْيَسْتَـْٔذِنُواْ كَمَا ٱسْتَـْٔذَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

خو کله چې واړه ماشومان ( اصیلان) د بلوغ حد ته ورسیدل ،نو دوی به هم ( خونو ته د ننوتلو په مهال) اجازه غواړي ،داسې اجازه لکه له دي ماشومانو مخکې چې لویانو اجازه غوښته  ..الله تعالی همداسې ښکاره بیانوي تاسو ته خپل ایتونه ، او الله تعالی ښه عالم او د حکمت څښتن دی .

ددي ایت له تفصیل څخه داسې ښکاري چې وینځې ، او غلامان او هغه ماشومان چې د بلوغ مرحلې ته نه وي رسیدلي ، کولای شي پرته له اجازې غوښټلو په کور کې وګرځي ،خو په دریو وختونو کې ورته د ازاد ګرځيدو اجازه نشته ،او دوی باید اجازه وغواړي دا وختونه دری دی :

۱- د سهار له لمانځه د مخه چې خلک عادتا د خوب په جامو کې او د استراحت په حالت کې وي

۲- د غرمي وروسته چې خلک عادتا د په ګرمئ کې بیده کیږي ،او د خوب جامي اغوندي .

۳- د مازخوتن د لمانځه ورسته چې خلک د خوب جامي اغوندي، او استراحت کوي ، دا دری وختونه له دې امله په عوراتو ونومول شول چې عورتونه پکښې ښکاره کیدای شي ،همدا وختونه دی چې نومول شوي کسان د کور د ننه کوټې ته په ننوتلو کې اجازه وغواړي .

دا داسې یو ادب دی چې ډیرې کورني ورڅخه غافلې دي ، خلک فکر کوي چې دا خو ماشومان دی او یا دا چې دا خو خادمان دي ، په حالاتو نه پوهیږي  ، خو د روانشناسی د علم علماء وایی ، چې کله ماشومان په ماشومتوب کې د ادابو خلاف حالات وویني ، په ټول ژوند یې ناوړه اغیزي اچوي  ، له همدې ماشومتوب څخه یې فکر په همدې ناوړه کارونو کې مصروف کیږي . نو باید ماشومان له داسې صحنو ، لیدنو او اوریدنو لیرې وساتل شي .

 خو کله چې همدا ماشومان ، د بلوغ عمر ته ورسیږی ، نو دوی هم د لویانو حکم غوره کوی ، داسي اجازه به غواړي لکه لویان او پردي خلک ..

 دا چې اسلام د کور دننه  د ماشومانو لپاره داسي احکام لازم کړي  ، نو په کور د ننه د لویانو ، ګڼو کورنیو . څو فامیلونو لپاره به څه ډول وي .

متأسفانه ډیرې کورنی ،د کور د ننه د دې آدابو له مراعات کولو عاجز دي ، یا د اهمیت په سترګه نه ورته ګوري ، محرم او غیرمحرم ګډ ژوند سره کوي ، ستر او پردې له منځه تللې وي ، اجازه غوښتل خو د کور د ننه د کاکا زوی ، او ماما زوی ته شرم وي ، لیورونه او وریندارې په یوه کور او کوټه  کې ګډ ژوندونه کوي ..همدا کارونه  د عرف او رواج په نوم جاېز بولې ، که د الله احکام ورته بیان شي ، بیا پښتني غیرت راوړاندې کړي ، ځانونو ته د ملاېیکو فکر کوی ..خو د همدې ادابو د نه مراعات په صورت کې کورنی په لویو ستونزو او دښمنیو کې راګیر شي او د وژنو او قتلونو لامل ګرځي ...

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د حقیقت او ویری اچونې ترمنځ دایرانی واکمنو اخطارونه

 

لیکنه : محمدشفیق صادق

د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر د ایران ناندرئ د لسیزو کلونو خبره ده چې تل ایراني لوري په داسې وخت کې پیل کړې چې موږ ته نورې مهمې مسئلې را د غاړې وي ، دا چې په ۱۳۵۱ کال د یوه تړون  په اساس دا لانجه تر یوه بریده حل شوه ، خو د تړون سره مل ډیري داسې مسئلې شته  چې لا هم پرې لانجې رامنځ ته کیدای شي ، او اوس خو ترې یوه حقوقي مسئله جوړه شوې چې  تل پرې حقوق پوهان خپلې تبصري کوي ، او ټول پوهیږي چې ایراني لوري په تیر کې د اوبو غوښنه برخه په خپله ګټه داسې کارولې چې زموږ د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته یې هم بیرته په پیسو ورکړې ، نه یوازي دا چې د هلمند د اوبو ویش کې زموږ سره بدماشي کوي ، بلکه په تیر تاریخ کې یې زموږ د خاورې ډیرې برخې چې ځینې یې د همدې سیستان په سیمه کې موقعیت لری  د انګریزانو په مکاری تر ګونډو لاندې کړې ، چې هغه د اوس خبره نه ده .

تر کومه چې د اوبو خبره ده ،افغاني لوري تل ورسره د ښه ګاونډيتوب له امله ، د خپل ځان اوبه دوی ته ورکړيدي ، اوس یې هم ورکوي ،خو دا چې ولي  د ایران ولسمشر رئیسي په  دې وخت کې دومره تیزه او د بدماشئ ژبه وکاروله ؟ دا د تأمل خبره ده  . او پوښتنه داده چې ایران په څه نازیږی چې افغاني لورې ته اخطارونه ورکوی ؟ او ایا ددې توان لری چې د زور له لارې په سیند کې اوبه پورته تیرې کړي ؟ که نه لری نو کومې بدلې لارې لری؟


 ایرنیانو په تیر کې تل موږ تر خوږ ګوته نیولی یو، داسي مهال به دوی زموږ خاوري او ګریوان  ته لاس را اوږد کړ چې موږ به د بهرنیو یرغلګرو سره لاس او ګریوان ؤ ، یا به په داخلی لانجو اخته ؤ ،او زموږ له مجبوریته به یې استفاده کوله ، اوس هم  د ایراني لورې ژبه  په داسی حالت کې تیزه شوې چې له افغانستان څخه امریکایان وتلي او افغان حکومت تر لا اوسه په بین المللي ډګر کې په رسمیت ندی پیژندل شوي ، دوی فکر کوی چې افغان حکومت نه په بین المللی سطحه کوم ملاتړ لری او نه له کوم هیواد سره استراتیژیک تړون لری چې له افغان لوری ننګه وکړی ، په فوځې برخه کې هم هغه وسلې نه لري چې دوی یې په واک کې لري . له بل لوري د افغانستان نوی حکومت په اقتصادی برخه کې هم ګڼې ستونزې لري ، کینه کښ ، بخیل ، او په دسیسو کې ماهر ګاونډیان هم ور چاپیره دي چې هر یو په خپل نوبت سره د افغانانو په ګډوډی کې خپله روزي او ګټه ګوري ، د تیر نظام تښتیدلي مقاومت کوونکي هم د پولو آغاړې ته د یرغلونو ډنډورې غږوي ، نو  ایرانیان فکر کوي چې افغان لوری تر بل هر وخت ډیر په کمزوري موقف کې دی  ، که ایران خپلې ترانزیت لارې پرې وتړي او یا هلته مهاجر افغانان راوشړي  ستونزې  به یې نورې هم زیاتې شي .نو  فکر کوی چې همداسې سخت وخت کې به دوی  یو ځل بیا تر خوږ ګوته ونیسو او خپلې ناروا غوښتنې به پرې وتپو.  موږ منو چې افغان لوری له ګڼو ننګونو سره مخ دی ، او هڅه کوي چې په سیمه او نړیواله سطحه  له نورو هیوادونو سره نیکي اړیکي ولری ، او نه غواړي  په دې  سخت وخت کې د ایران غوندي  بدماش ګاونډې سره په شخړو کې راګیر شۍ.خو افغان لوری مجبور دی چې په هره بیه تمامیږي  دداسې ننګینو تړونونه مخه به نیسې  چې په بدماشی په هیواد تپل کیږي او یا یې ملي سرمایی څوک په زور تر ګونډو لاندې کوي  ،نو خامخا به د خپلو ملي ګټو او د هیواد ساتنه کوي .

خو د ایراني حکومت  په مغزو کوم ډول پیریان ناست دي  چې افغان لوری ته اخطارونه ورکوي او د زور لهجه کاروي ؟


ایراني أخندان  فکر کوی چې د خپل څلويښت کلن انقلاب په مسیر کې یې په هیواد د ننه او سیمه کې ډيرې ننګوني او چلنجونه په زور او بدماشي له منځه وړي ، د سوريی ، یمن  او عراق جګړې چې دوی پیل کړې  ، ددوی په ګټه تمامې شوې ،هلته سني حکومتونه په شیعه بدل شوي ، په دي ټولو  هیوادونو کې یې مقابل لوری (سني عربان) او ورسره لویدیځوال ملاتړي  په ظاهر مات کړي ،د همدې ماتو په پایله  کې یې له سعودي او اماراتو سره هم د اړیکو په اور اوبه تویی کړي ، تر ډیره بریده یې له دي اړخه ځان ډاډه کړی . په فوځې برخه کې یې هم ډیر پرمختګونه کړي ، ددوی بي پیلوټه الوتکو د یمن د جګړې لوری بدل کړ ، او هلته یې سعودی او امارات دي ته اړ کړل چې د هوسیانو غوښتنې ومني .

 بل پلو ته د اوکراین او سوريی په جګړو کې هم ایران  او روسانو یو بل  کلک په غیږ کې نیولي او یود بل ملاتړ کوي ، او دا ملاتړ لا روان دی ، په سیمه کې هم د چین او هند غوندې لویو هیوادونو سره استراتیژیک تړونونه لری ، نو فکر کوي چې په دي مرحله کې چې غرب،  له یوه لوری له افغانانو ښه خاطره او اړیکې نه لری ، او هم په اوکراین کې په جګړو لګیا دی ،او افغان لوری بل خواخوږی هم نه لري ، د دې وخت دی چې خپلې نامشروع غوښتنې د زور او اخطار په ورکولو په افغانانو وتپي  .

ایران له څه ویره لری ؟




 ایران په دی هم پوهیږي چې افغانان  که هر څومره په ستونزو کې راګیر دي ، خو اسانه  به ددوی غوښتنې و نه مني ، د امارت په تیر نظام کي هم ایرانیانو په ډیره بدماشي یو میلیون فوځونه  افغان پولي ته  راټول کړل ، تر څو طالبان د شمال او بامیانو له نیولو را وګرځوی ، خو ددوی نمایش هیڅ ګټه ونه کړه ، نه یې طالبان د شمال له نیولو را وګرځول او نه دوی وتوانیدل چې یرغل وکړی ..

بل پلو ته ایرانیان په دي هم پوهیږي چې په ایران د ننه ډیر ایرانی سنی مذهبه له طالبانو سره خواخوږي لری ، تیرو مظاهرو وښوده چې  نور ایراني اولس هم د دوی د نظام سره خواخوږي نه لري  ، دوی یې  د نیزې په څوکه کرار کښینولی ، که هغوی ته لږ فرصت په لاس ورشي نو ددوی نظام به د داخل څخه نسکور شي .

لویدیځوالو چې پخوا دایران سره د ګډې ګټې په اساس د درواغو دښمني پیل کړې وه ، تر څو لویدیځوال له عربانو خپل باج واخلي او ایرانیان د لویدیځ په مرسته خپل شیعه ایزم خپور کړي تر ډیر نور دا لوبه د اوکراین په جګړه کې په ریښتنې دښمنی بدلیږی ، او که د ایران مرسته د روسېې سره همداسې روانه وي نو لویدیځ مجبور دی  چې ایران هم وڅنډي او پخواني خوږې شيدي یې چې د امریکا او اسرائيلو سره په ملګرتیا کې رودلې دي پري استفراق کړي ، نو دوی پرته له تورو ترپو ، هیڅکله نه غواړي له افغانانو سره په مخامخ جګړه کې ښکیل شي  .

دوی کومي بديلې لارې لري ؟

کیدای شي د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره د مخامخ جګړې په ځای د نورو لارو څخه کار واخلي :

دوی ډیر هغه افغانان په لاس کې لري چې په څلویښتو کلونو کې یې روزلي ، او پاللي ،هغوی ته اوس د افغانانو تر ګټو د ایرانیانو ګټې مهمې ښکاري ، موږ د جمهوریت په مهال دا ډول خلک ډیر ولیدل چې د هیوا د ننه او بهر یې خپلې وینې د ایرانیانو څخه ونه سپمولې  او اوس هم په رسنیو کې د ایرانیانو سره خواخوږي ښکاروي .دوی کولای شي د کجکي يا کمال خان بندونو کې د تخریبکاری کوم عمل تر سره کړی،همدا شان دوی کولای شي د هغوی په ګمارلو افغاني حکومت ته ستونزې جوړې کړي  ، یا دا چې خپله ترانزیت لاره چې د افغانانو لپاره اوس  ډیره مهمه ده پرې وتړي ،او افغانستان یو ځل بیا بل مکار ګاونډې ته محتاج کړي .

دریم کار چې دوی کولای شي افغان حکومت ته سرخوږی جوړ کړي،هلته میلیونه افغان مهاجر دي چې په را شړلو به یې په افغانی لوري فشار ډیر کړي ، خو دا کار هم د خپلو ګټو په خاطر نه کوي .

والله اعلم

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

موږ ولې خپل ښوونځي سوځوو ..( پنځمه برخه ) زموږ په تعلیمي او کلتوري حالت د بلوچستان د ایالت (سوبې) اغیزې لیکنه : محمد شفیق صادق

 

پاکستان چې په څلورو ایالتونو ویشل شوی ، هر ایالت یې بیل حکومت او نظام لری ، د هر ایالت واکمنې ډلې او ګوندونه د خپل ایالت لپاره د پرمختک او ترقی  پرګرامونه او تګلارې لری نو بلوچستان ایالت چې زموږ د جنوبی غرب د حوزې زیاتره خلک ور مهاجر شول ،خپل خصوصیات درلودل .


دا ایالت چې د نورو ایالتونو په نسبت ، په اقتصادي ، عمراني او ترقیاتي برخو کې ، له نوروایالتونو چې  څومره وروسته پاته دی  ، همغه اندازه په تعلیمي ډګر کې هم وروسته پاته دی ، کله چې د پاکستان دری نور ( سند +پنجاب +سرحد) ایالتونه د بلوچستان سره پرتله کړي نو mداسی فکر کیږي چې  بلوچستان کوم بیل هیواد دی ، او په تأسف سره لکه نورو ایالتونو چې زموږ په خلکو اغیزې درلودې  ، دې ایالت هم  زموږ په مهاجرو او ټولنه هم خپلې اغیزې درلودې .


دا چې د دې ایالت د اصلي اوسیدونکو ( پښتنو او بلوڅانو) قومي او، توکمیزه سیالي چې دوی ته د انګریز له وخته په میراث پاته ده ، ددې لامل شوی چې واکمنې ډلې د ایالت د پرمختګ په ځای ، یوازې د واک په سرسیالي سره  وکړي ،او هره قومي ډله خپل ټول قوت د مخالفې ډلې په راپرځولو مصرفوي ، همدې اختلاف مرکزي حکومت ته هم موقع ورکړې چې دا اولس تل همداسې په خپلو کې اخته ، ویده او وروسته پاته وساتی .

همدا اقتصادي او عمراني وروسته والی ددې لامل شوي چې خلک د یوې ګولې ډوډی د پیدا کولو په فکر کې شي او له تعلیم سره یې لیوالتیا  کمه شي ، ددې سیمې زیاتره خلک اوس هم بی سواده او له تعلیم څخه  لیري پاته دي چې شل کاله مخکي (زموږ د هجرت په مهال ) خو یې حالت تر اوس هم بد تره ؤ په داسې حال کې چې نورو ایالتونو کې حالت بل ډول دی، هلته ښوونځي او پوهنتونونه د ګوتو په شمار ؤ ،عصري  تعلیم پکښي تر ډیره د پنجاب  او سند ایالتونو څخه راغلو خلکو ته پاته ؤ چې د پښتنو او بلوڅو ونډه ددوی د نفوسو په نظر کې نیولو سره ډیره کمه وه ، د نجونو تعلیم خو یوازي  د نورو سوبو څخه راغلو میلمنو ته ورپاته ؤ ، پښتون او بلوڅ خپله لور ښوونځی ته نه استوله. چې اوس کیدای شی دا حالت تر پخوا ښه شوی وي.


 د پښتنو تعلیم تر ډیره  یوازي په همغه پخوانیو کلیوالو کوچنیو دیني مدرسو کې محدود پاته ؤ  چې په کلیوالي بڼه جوړې وې ، له دې مدرسو خو حکومت مالي ملاتړ نه کاوه ،  خو خلکو هم د اقتصادی کمزورتیا له امله  (د نورو سوبو په پرتله) له دې مدرسو چندان اقتصادي ملاتړ نه کاوه ، یوازي کم شمیر مهاجر توانیدل چې په دي دیني مدرسو کې شامل شي ، سره ددې چې د مهاجرو په کمپونو کې  وروسته ،محلي مدرسي او د جوماتونو تدریس پیل شو خو ،دا تدریس په ټیټه سویه او محلی بڼه ترسره کیده .

د خواشیني خبره داده چې  په دې سیمه کې د مدرسو فضا تر ډیره د عصري تعليم په خلاف جوړه وه ، هلته هم  زموږ د پخواني ( جمهوري او خلقي نظامونو د وخت) د تصور په شان  تصور جوړ ؤ چې  ښوونځي  د کفر مرکز او معلم بد  ګڼل کیده.

هلته دا تصور په لویه کې د انګریزي استعمار د بی دینه سیاست او بیا  د دوو لویو  پښتني تنظیمي او فکري ډلو د سیاست زیږنده وه چې د بلوچستان په پښتنو یې واک درلود ، چې یوه ډله ملت پاله نشنلست پښتانه ؤ چې  دیني زده کړې او علماء  یې د پرمختګ په لار کې خنډ ګڼل ، د دوی په خلاف به یې غونډې جوړولې او د پردې ترشا یې علماء غندل .همدې  نشنلستو پارټیو عصری تعلیم  ته د بی دینه سیاست په فضاء کې د پرمختګ هلی ځلې کولې ، له همدې امله د خپلې رقیبې ډلې د تبلیغاتو په لړ کې ښوونځیو ته زیان رسیده .، بله لویه ډله چې په دې سوبه واکمنه وه ، د جمیعت علماء اسلام ډله ده چې د نشنلستو سیکولر ډلو په مقابل کې یې د واک سیالي روانه وه ، دوی بیا د نشنلستانو په خلاف عصري تعليم ته د شک په سترګه کتل ،  ښوونځي یې د سیکولرزم ځالې ګڼلې .او مطلق د دیني عنعنوي تعليم او مدرسو په جوړولو او پاللو یې خپل خلک تر خپل واک لاندې ساتل ، تر دې چې  د عصري تعلیم سره یې د نارینه ؤ لپاره هم دلچسپې نه درلوده  .همدې تضادونو زموږ په مهاجرو اغیزي درلودې ،دا چې زموږ خلک د کمونزم له یرغل څخه هلته کډه شوې ؤ او دلته یې هم ښوونځي په دې اساس سوځولې وو چې د کمونزم د خپریدو مرکزونه دي ، د پاکستاني تنظیمونو ترمنځ یې  په طبعي ډول د جمیعت علماء اسلام  پیروي کوله ،نو دوی هم همغه څه زده کول او اوریدل چې ، د جمعیت علماء په مدرسو کې به تدریس او خپریدل  ..

همدا علت ؤ چې بلوچستان ته مهاجر هیوادوال ، د عصري تعليم په برخه کې  وروسته پاته شول ، او همغه پخوانی د ښوونځی  په خلاف د کرکې  تصور ورسره پاته شول .

بل لوری افغاني جهادي ډلو هم په دې برخه کې  بې پروايی وکړه ،هغوی  باید د پیښور په څیر راوړاندې شوي وای ،او د افغاني کلتور او اسلامیت په چوکاټ کې یې تعلیمي ادارې  داسې جوړې کړې وای چې پخوانی کرکه په مینه بدله شوې وای ،خو دوی د خپلو تنظیمي او شخصي ګټو د ساتلو په خاطر دا خلک طبعي حالت ته پریښودل .

 د هجرت په لومړیو کلونو کې  د پاکستان د حکومت له خوا د سرحد د سوبې په شان د افغان کمشنری له لورې په کمپونو کې ځینې ابتدایه ښوونځي پرانستل شول  خو اغیزه یې د کلتوري ستونزه له امله کمه وه، وروسته چې په پیښور کې تنظیمونو د تعلیم په برخه کې کار پیل کړ ،په  کویټه  کې د حکمتیار حزب اسلامي  هم دمولوی حبیب الرحمن په نوم یوه لیسه د ګڼو تبیلغاتو په منځ کې پرانیسته ، چې وروسته بیا استاذ سیاف هم د شهید غلام محمد نیازي په نوم یوه لیسه جوړه کړه ، او د معهدالانصار په نوم یو معهد د عربی مؤسساتو په مالي ملاتړ جوړ شو ، او ځینې بین المللی مؤسساتو هم د ابتدایه ښوونځيو په سطحه تعلمي فعالیت پیل کړ ، خو دا  څو ښوونځي ،د لوی بلوچستان او د ټول جنوب غرب د اولس لپاره په هیڅ صورت کافی نه ؤ ،خو بیا هم یو نیک اقدام ؤ ،چې  د همدغو لیسو فارغان نن د کندهار ، هلمند ، زابل .. د شفاخانو ډاکتران او د پوهنتون استاذان دي ، نورو تنظیمونو چې د سیمې په اولس یې  پراخ نفوذ درلود ،په دې برخه کې کوم لازم کار ونه کړ، د استاذ برهان الدین ریانی ، پیرصاحب ګیلاني ، حضرت صاحب مجددي او مولوی صاحب محمد نبي تنظیمونو چې په دې سیمه  کې یې په خلکو  تر نورو زیات نفوذ درلود ،  نه کومه مدرسه یا لیسه جوړه نه کړه ، او نه یې د کورنی کوم بچی مدرسې ته وقف کړ ، برعکس  خپل  نارینه او ښځینه اولادونه یې د نړی په پرمختللو پوهنتونو کې روزل . او دلته یې د بزرګی تر څادر لاندې خلک همداسی له تعلیم څخه پټ وساتل .خو هغوی چې د عصری تعلیم په برخه کې کار کول غوښتل تر نن پورې ټکول کیدل او موقع نه ورکول کیده چې خلک د علم په ډیوه سنبال کړي .

همدا شان په دې ټوله سیمه کې هیچا هم جرئت ونه کړ چې د نجونو لپاره د تعلیم ضمینه برابره کړي ،د کوچنیو  نجونو تعلیم یوازې تر مسجد پورې منحصر پاته شو ،د یوه استاذ له قوله چې یو ځل یوه  چا غوښتل د نجونو ابتدایه ښوونځي جوړه کړي ، د کمپونو ټول خلک پري راپاڅیدل او هغو هم له ویرې خبره درواغ اعلان کړه . 

سره ددې چې په وروستیو کلونو کې د لیسو په سطحه عصری تعلیم د کوټې د ښار او چارپیره سیمې په سطحه وده وکړه ، خصوصي نهادونو او اشخاصو او د مؤسساتو له لوري ښوونځې جوړ شول چې زیاتره ښارې خلکو پکښې خپل اولادونه شامل کړی ؤ  خو په عام اولس یې اغیزې کمې وي .کله چې مهاجرین له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شول ،نو همدغه د مکتب او ښوونځي خلاف تصور ورسره بیرته ناسم کور ته راغی ،  چې  نن هم په جنوب غرب حوزه کې ښوونځي ته خلک په درنه سترګه نه ګوري او اوس هم په هغه ملا پسې چې د معلم په نوم پیژندل شوی ، د لمانځه اقتدا هم نه کوی .په تیر څو کلونو کې چې د جمهوریت کلونه او بیا امارت ته د اوښتون کلونه ؤ ، ګڼ ښوونځي په دې سیمه کې چور ، یا وسوځول شول .

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د تنګي دوآب د کلي بمبارد

 د تاریخ  هیره پاڼه 

لیکنه : محمدشفیق صادق

 خوب نه ؤ خو خوب ته ورته  حالت ؤ  ،  هیڅ تصور نه کېده چې نن دې زما په کلي داسې بدمرغه ناورین راشي، زه اوس هم نه پوهیږم چې زما کلیوال ولي او په کومه ګناه شین سترګو روسانو  او وطني کمونستانو په وینو کې ولمبول؟ ددې کلي د ماشومانو ګناه څه وه؟ زما خو دا تمه نه وه چې نن دې زما د کلي تورسرې، ماشومان، سپین ږیدې او بوډاګان په وینو کې ولمبول شي …


 هغه ورځ مې ښه په یاد ده ،  د ۱۳۶۱ کال د ثور د میاشتې نهمه  وه ،  سهار ؤ  د پسرلي ښکلي موسم  ؤ  د کلي چاپیره غرونو د شنو  مرغو شین بخمل اغوستی ؤ، د پسرلې توتکیو  او رنګارنګ مرغانو د ونو په شاخونو کې د خوښئ  ترانې غږولې، ځینو توتکیو  په پخوانیو خونو او کدانو کې  د ځالیو د جوړولو پلټنه کوله،  دمڼو ، ونو ګلانو  په باغونو  کې خنداوې کولې ، خوږ پسرلی، خوږ سهار، خوږه وږمه، خوږه هوا او ښکلی موسم ؤ.د کلي بزګران د خپلو ځمکو په لور روان ؤ،  تنکیو زلمو د غرو لمنو ته خپلې مېږې او وري روان کړې ؤ.  د خوښۍ او خوشحالۍ موسم ؤ، هیچا هم د کوم ناورین تمه نه درلوده   . لمر  هم خپلې مهربانه وړانګې د کلي په مخ خپرې کړې وې، غواګانې مې د کلا د باندې مال ځای کې وتړلې ،  د کلي په مخ کې د جومات سره  ولاړ وم ، چې ناڅاپه  دوې هلیکوپترې د کابل له لوري را ورسیدې ، او د کلي په سر را  و څرخیدې .. خلک وارخطا شول ، منډې رامنډې شوې ، هر چا اسمان ته کتل .. کور ته په منډه ولاړم، کور کې ماشومان او زنانه  ؤ لا  د چای دستخوان ته ناست ؤ  ، غږ مې پرې وکړ  : د کوره را ووځئ! چې د بمبارد طیاري راغلې ، نور بیرته په منډه راووتم . تر څو پوه شم څه خبر ده  ؟د کلي د لوېې کلا  په کورونو  کې  غوغا ګډه شوه، ښځو خپل  ماشومان په غیږو کې  نیولې  ځینې سرتورې او ځينې پښې لوڅې د کلا  لويې دروازې ته راووتې ،د محشر ورځ شوه ، هلیکوپتر الوتکو  لا د کلي د پاسه  په کرار پرواز کاوه ،  خلک حیران دي چې څه خبره ده ؟ د کلی بمبارد  نوبت دی او که د شورویانو  قوه راغله؟ هغه کلونو کې  روسانو د خپلو افغاني  کمونستو په ملاتړ د وردګو د سیداباد ولسوالئ  ټول  کلي ، تر پراخ بمبارد او یرغل لاندې نیولی ؤ  ، داسی فکر کیده چې روسانو د ټول شړلو پالیسي خپله کړې وه ،، هره ورځ به د یوه کلي د بمبارد نوبت ؤ ، نن نوبت موږ ته را رسیدلی ؤ او موږ له پخوا ورته په تمه ؤ ..

  ګوډ امرالدین کاکا د خدای  وبښې . د کلې په لویه دروازه کې ودرېد ، په کږه لکڼه  یې د کلي ماشومان او ښځې له  کلا څخه  له وتلو را وګرځول  .دده خو اجل پوره نه ؤ خو د کلي خلک یې د بلا خولې ته ودرول، زه یې هم راوګرځولم (او وړکیه!، مه وځه، کور ته ولاړ شه، تیارې نه وینې ؟) ما ، د ګوډ دده له واره  ځان خلاص او په یوه ترپ مې د جومات مخ ته ځان ورساوه،

 هغه خوارکي فکر کاوه  چې  کیدای شی د روسانو قوه راغلې وې او په سیمه به یرغل کوي ، او الوتکي د هغوی د پاسه  د کلي په سر راڅرخي .نو ماشومان او ښځې باید په کورونو کې پاته شي .

 هغه مهال زموږ  د کلي  ځینې کورنئ د کلي د باندې  په کوډې او  څیرمه کورونو کې اوسیدې ، خو ډیرې کورنی چې شمیر یې تر (۴۰) هم اوښتی ؤ   په یوه لویه  نهه برجه کلا کې  اوسیدل ، دا یوه تاریخي کلا وه چې څو سوه کاله تاریخي قدامت  یې درلود ، دې کلا تر دې دمه یوازې یوه دروازه درلوده .

 ځینو ځوان کلیوال په دې مشوره لګیا ؤ چې که د روسانو قوه یا یرغل وي ، څه باید  وکړي؟ او کوم ځای ته پنا یوسې ، خو نورو کليوالو په وارخطایی خوندي ځایونو ته ځانونه رسول ، زه چې لا (۱۴) کلن وم  ، د کلي د جومات ترڅنګ وياله کې  لږ وړاندې ولاړم ،  نور د کور خلک راڅخه هیر شول، ځینې ښځې او ماشومان بریالي شول چې د ګوډ ده ده څخه راتیر او ځان جومات ته ورسوي  او لسګونه په جومات کې را پنډ شوي ؤ ، (د خلکو عقیده داوه چې په جومات بم نه لګیږي سره ددې چې د جومات دروازه د هلیکوپترې په راکټ لګیدلې وه ، خو الحمد لله په جومات کې ټول خلک خوندي پاته شول .) چې ډیر زیات  لا په دروازه کې بند پاته ؤ ، زه په ویاله کې ولاړ وم ، هلیکوپتر ته مې کتل چې  د کلي په خوا را روان شول ، لومړی هلیکوپترې  د کلي د پاسه  دوه بمونه راخوشي کړل،بمونو ته مې کتل چې دواړه د کلي په دروازه او ددروازي د ښي څنګ د حاجې عبدالودود  په برج ولګیدل،  دوهمې هلیکوپتر هم دوه نور پری واچول ، نور نو د محشر ورځ پیل شوه ، غوغا شورماشور ، او چیغې شوې ،  کلی په دودونو او دوړو کې پت شو، شپږ نور ګن شیپ هلیکوپتر ګې د شیخ اباد په سیمه کې ګرځيدې ، راورسیدل او په کلي یې د راکټو او بمونو باران جوړ کړ،  نور نو د الوتکو له ماشیندارو، د بمونو له چاودنو، او د ماشومانواوښځو له فریادوو پرته  څه نه تر غوږو کیدل.

پوره نیم ساعت دې هلیکوپترو بمبارد وکړ، وروسته ، جیټ الوتکو ته وار ورسید ، جیټ الوتکو خپل مرګوني ناپالم بمونه په څو وارو  په کلي و ورول، د الوتکو د غږ په لږ کراریدو به د کلي د ماشومانو او ښځو چیغي او فریادونه اوریدل کیدل چې د کلي په آسمان کې یې انګازې کولې، خو جیټ الوتکو به په خپل زړه بوږنوونکي آواز سره دا چیغې خاموشه کړې نور نه لمر ښکاریده ، نه کلی، په رڼا ورځ توره تیاره خپره شوه.

زه چې په یوه ویاله کې پروت وم مور، خویندې، وروڼه مې په سترګو کې لیدل چې په وینو کې لیت پیت تر خاورو لاندې وي، سر به مې راپورته کړ چې کلی وګورم  ،خو توره تیاره وه له درده به مې ناري کړي: مورې! ……. د څنګ ملګري به مې تر جامو کش کړم څه کوي هغوی خو ولاړل .. اوس په تا هم ځان تاوان دی؟ تر 45 دقیقو بمبارد وروسته د الوتکو غږ ورک شو ، خو د دو آب آسمان لا تورو خاورو او د باروتو دودونو پوښلی ؤ، د کلي لور ته مې منډې کړي  ، لمر  هم راښکاره شو ددوآب کلی مې ولید چې نور هغه کلی نه دی چې ما لیدلی ؤ،  زما په سترګو کې زما  د مور  تر خاورو لاندې څیره ولاړه وه ، نور مې څوک نه لیدل ..هرې خوا ته د وژل شویو څارویو جسدونه، هر لورته د ټپیانو فریادونه او ترخاورو لاندې ماشومانو او ښځو ژړاګانې او نارې  وي.

دکلې لویه کلا چې نهه برجونه یې درلودل د خاورو سره خاورې وه، د کلې دروازي ښي اړخ برج لوټو دروازه بنده کړې وه ، دوه تنه ( شهید بهاؤ الدین او د شیخ اباد قیام الدین ) تر خاورو لاندې ؤ سرونه یې ښکاریدل ، له خلکو یې د مرستې غوښتلو نارې وهلی ..کله چې له دروازې تیر شوم ،  مور  مې ولیده، مخ یې په دودونو او دوړو پوښلی ؤ زما کشر ورور یې په غیږ کې او د هلکانو څخه يې زما پوښتنه کوله، په هغې خوارکۍ دا ټول بمبارد په کور کې تیرؤ، د کور د څنګ دریو خواوو ته په لویو بمونو ټول کورونه وران ؤ خو زما کورنۍ الحمد لله په یوه خونه کې د مور تر ټکري لاندې ژوندي پاته وه ، ځان مې ورورساوه، سترکې مو یو په بل خوږې شوي د نورو وروڼو او خویندو د ژوند ډاډ یې راکړ، بس همدومره راته بس ؤ  ، ښکلې غوا او خوسندره مو درلوده ، د کلا د باندې مو په مال ځای کې تړلی ؤ ، هغه را په یاد شول ، ورغلم ، غوا مو د دهشکې په مرمي په ملا کې لکیدلې  ، ملا یې ماته او ټپې پرته وه ، سترګې یې راواړولې اوښکې یې له سترګو روانې وې ، ورنیژدې شوم ، لاس مې پرې را تیر کړ ، خو څه مې په توان کې نه ؤ ،   هر مال ځای ته به چې ورغلم   د خلکو  غوایان او غواګانې به مړې یا زخمي پکښې پرتې وې ..خلک یوازي د انسانانو په غم کې ؤ ، نور په دې کې شوم چې څه ډول  ترخاورو لاندې ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړم چې لا تر دې دمه یې د ژوند فریادونه د خاورو له امبارونو راوتل …له نیژدې کلیو ګڼ خلک د مرستې لپاره راورسیدل ، هلی دلته خلک لاندې دې او هلته يې راوباسئ … د کلي له شا اوخوا د شهیدانو او ټپیانو جنازې د کلي مخ ته راروانې وې، نور نه پسرلی ؤ نه ګلونه، نه ښکلا وه، نه پسونه …. دا زما د کلي ناروین ؤ چې زما د ژوند په خاطرو کې لا هم انګازي کوي او د هغو ماشومانو فریادونه اوس هم اورم چې تر خاورو لاندې ؤ او له رسېدو وړاندې ټول په شهادت ورسېدل، هو د ۱۳۶۱ کال د ثور د میاشتې نهمه

دا د روسي ښکیلاک تر چتر لاندې زما د وطن  یوازې د یوې ورځې داستان ؤ ،خو د هرې ورځې داستانونه همداسي ؤ ..روسانو په (۱۰) کلونو کې پنځه میلیونه افغانان کډې کولو ته اړ ، او یو نیم میلیون  افغانان یې له خپلو جامو سره په هدیرو کې خښ کړل ،چې  د ډیرو قبرونه لا تر اوسه هم معلوم نه دي ..