ایا په اسلام کي د اوږد مهالی حبس (زندان) تعزیری جزاء شته ؟
لیکنه : دوکتور یوسف عبدالله د ریاض پوهنتون د شرعیاتو پوهنځې استادژباړه : محمدشفیق صادق
په پوهنتون کې به ډیر ځله محصلینو دا پوښتنه مطرح کوله چي په اسلام کي د اوږد مهالی
بند په هکله هم کوم جواز شته ؟ نو ما هم
په دي برخه کې پلټنه پیل کړه ، د پلټنې په مهال مې ولیدل چي په دي هکله وضاحت نشته
او یوڅه ګونګوالی وجود لری ، ،په تیره
بیا له هر چا چي په دي اړه پوښتنه وشي نو همدا
جواب ورکوی چې حضرت عمر (رض) لومړی سړی ؤ چي بندی خانه یې جوړه کړه ، او دوی ګمان کوی چې هغه
به په همدې بندې خانه کې خلک په تعزیری جزاګانو محکومول او جزایی کول ، خو کله چې ما پلټنه
پیل کړه ، په دې برخه کي مې هیڅ داسې اسناد ترګوتو نه شول چې عمر (رض) یا نورو صحابه کرامو او یا تابعینو
دی دا ډول (جزایی بند) سره داسې کوم کار
کړی وی . ددی لپاره چې موضوع روښانه شي د بندي خانې ډولونه او د بندی کیدو لاملونه
به یې شرحه کړم:
شرعی بند یاحبس
فقهاوو په خپلو لیکنو کې شرعي بند یا (حبس) په دریو معناګانو او دریو موخو کې کارولی دی
۱- یو انسان له شخصي تصرفاتو څخه راګرځول ، او بندول ، که دا په کور کې وي ، یا په
جومات کې او یا هم په کوم بل خاص او ټاکلي ځای کې .
۲- کوم چې اوس
ورته علماء د (ترسیم )نوم ورکړی ، هغه ته اوس د جبری اقامی نوم هم ورکوی که هغه په ښار کې وي ، چې سفر به نه کوي . یا
په کور کې چې دباندي به نه ځې ، او که دباندي ځې نو پیره دار به ورسره وي .۳- د پورد څښتن په لاس د پوروړي ساتل دی تر هغه چې پور یې ورکړی نه وي ، خو دا به د قاضی په حکم سره وي ، نو د شرعي حبس معنی د اوسني حبس(زندان) له معنی ډیره پراخه ده ، په داسې حال کې چې د رسول الله (ص) په زمانه کې د خلکو د بندي کولو لپاره هیڅ زندان وجود نه درلود ، همدا شان نه د ابوبکر صدیق (رض) په زمانه کي ؤ ، او هغه چې د عمر (رض) د خلافت په مهال د زندان د جوړولو خبره روایت شوې ، هغه ، هغه مهال ؤ چې اسلامی خلافت پراخ شو او خلک زیات شول ، ابن حزم ۰رح) په خپل کتاب (المحلی) کې لیکلی :(کوم چې بندی کیدل دی نو په دې برخه کې به دوه تنه هم اختلاف نه لری چې د رسول الله (ص) په عصر کې هیڅ بندي خانې وجود نه درلود ...)شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) فرمای: ( شرعی بندی هغه ندی چې په یوه کوچنی ځای کې بند کړل شي ، لکن بندي کیدل دا معنی لری چې یو شخص د خپلو شخصی تصرفاتو او کړنو څخه په کور ، جومات او یا بل ځای کې را وګرځول شي ، او یا خپله مدعي او یا یې وکیل د قاضي په امر یې ورسره وساتي ، چې دا ډول بندي ته رسول الله (ص) اسیر ویلی دی ، لکه چې ابوداؤد او ابن ماجه د هرباس بن حبیب هغه له خپل پلار څخه یو روایت را نقل کړیدی ، چې رسول الله (ص) ته مي یو پوروړی وروست ، هغه راته وویل : درسره ویې ساته ، بیا یې راته وویل : ته د خپل اسیر سره څه کوي ؟ په بل روایت د ابن ماجه کې راځي چې د ورځې په پای کې رسول الله (ص) راباندي را وګرځيد . راته ویې ویل : ستا اسیر څه وکړل ای د ابن تمیم وروره ! ) همدا د رسول الله (ص) د وخت حبس ؤ ، د رسول الله (ص) او ابوبکر (رض) د عصر په مهال د بندیانو لپاره ټاکلی ځای نه ؤ خو کله چې خلک ډیر شول عمر (رض) په مکه کې یو کور ورته واخیست ، په هغه ځای کې به یې خلک ساتل ..
خو د فقهاؤ تر منځ په دي اختلاف دی چې آیا امام حق لری چې بندي خانه ولری ، په دي اړوند دوه نظرونه دي :
۱- ځینې وایی دا
کار به نه کوي ، که اړتیا ورته وي نو په یوه بل ځای کې به یې ساتی او یا به پیره
دار پری دروی ،چې همدي ته ترسیم وایی ( الفتاوی ۳۵-۳۹۸) دوی وایی د حبس کولو څخه
موخه دا نده چي بندي په یوه زندان کې وساتل شي ، بلکه هدف تري دادی چې بندی به د
خپلو ورځنیو تصرفاتو څخه راګرځوي ، .. او نبې کریم (ص) کوم زندان نه درلود ، نه ابوبکر دا کار کړي
یوازي عمر (رض) دا کار کړیدی ، رسول الله (ص) به مدعی علیه مدعی ته سپارلو ، او ورته ویل به یې ( په اسیر
د څه کوي؟) هغه به یې تر هغه وخته ورسره
اسیر ساتلو تر څو به یې خپل حق نه ؤ تري اخیستۍ او له حبس څخه همدا خبره مطلوب او
مقصود ده (الفتاوی ۱۵-۱۳۶)
د شرعی حبس اسبابلومړی سبب
تر هغه د قرضدار ساتل دی تر څو یې خپل قرض اداء کړي چې فقهاء په دی هکله هم اختلاف لری او دوی په دي خبره ډیر بحثونه لری چې لنډیز یې په دي ډول دی چې مسکین سړی به هم په بند کې نه ساتل کیږي بلکه د غنی په هکله هم دا اختلاف دی او په اړوند یې ابن قیم (رح) وایی (حبس یو عقوبت دی او عقوبت هغه مهال له منځه ځي چي سبب یې تحقق ومومي ، او همدا د حدودو له جنس څخه دی ، چې په شبهاتو له منځه نه ځي ، ... همدا شان د مدعي علیه حالت څیړل کیږي ، او پوښتنه ورڅخه کیږي ، ... رسول الله (ص) په ټول عمر کې د قرض په اساس یو څوک بندي خانې ته ندی اچولی همدا ډول ابوبکر ، عمر عثمان او علی دا کار ندی کړی او ابن قیم (رح) د علی (رض) په هکله فرمایی : (یو انسان باید د قرض په ورکړه بندي نه کړل شي ...)حنفی علماؤ چې د قرضدار بندي کول روا کړیدي دوی هم پدي هکله اختلاف سره لری چې آیا تر هغه به بندي پاته کیږي تر څو یې قرض نه وي اداء کړي او که یو ه ټاکلي موده حبس ورته وټاکل شي خو هغو چې ټاکلي موده ورته ټاکلی ، د هغو ځینو یوه میاشت ، ځینو دوه میاشتی او ځینو لږ زیات وخت ورته ټاکلی دی ...(البته دا د جزا لپاره نده ټاکل شوې)
د شرعی حبس دوهم سبب :
که چیرې په کوم چا کوم تور او تهمت ولګول شي نو تر هغه به محبوس پاته کیږي تر څو يې سپیناوی وشي ، د تهمت څخه د فقهاو هدف هغه لوی تهمتوته دي چې د لوی جرم لامل ګرځي لکه قتل ، غلا ، او داسې نور ، نوکه په دي موده کې تبرئه شو خپله لار به وهي او که مجرم ثابت شو ، نو حد به پری جاري کیږي ، په دي هکله د بهر بن حکیم له پلار څخه يې هغه له نیکه څخه یې روایت شوی چې نبي کریم (ص) یو څوک د یوه اتهام له امله محبوس کړ ، چې علماؤ دا خبره تأیید کړیده ، خو حبس دلته مقید په ضرورت سره دی ، او ضرورت دا ایجابوي چې حالت معلوم شي ، امام احمد د همدي حدیث په هکله وایی : دا په هغه حالت کي چې حاکم ته حکم واضح شي (الطرق الحمکیه ۸۹)
د شرعی حبس دریم
سبب
دا چي حبس د ګنهګار لپاره له ګناهونو د توبي کولو وسیله شي او یا د حق ترک کوونکي بیرته حق ته رجوع وکړي تر هغه به شخص محبوس وي خو کله یې چې له ګناهونو توبه کړه ،او یا یې حق ته رجوع وکړه نو بیا به خلاصیږي او آزاد به ،ددوی په وینا ددی جملي څخه یو هم د لمانځه دایمي تارک دی ، دا شخص به تر هغه بندي کیږي تر څو چي د لمانځه کولو ته قانع شي که یې دا کار وکړ نو آزاد دی .دوام لری ....دوهمه برخه به بیا خپره شي..
دا چي حبس د ګنهګار لپاره له ګناهونو د توبي کولو وسیله شي او یا د حق ترک کوونکي بیرته حق ته رجوع وکړي تر هغه به شخص محبوس وي خو کله یې چې له ګناهونو توبه کړه ،او یا یې حق ته رجوع وکړه نو بیا به خلاصیږي او آزاد به ،ددوی په وینا ددی جملي څخه یو هم د لمانځه دایمي تارک دی ، دا شخص به تر هغه بندي کیږي تر څو چي د لمانځه کولو ته قانع شي که یې دا کار وکړ نو آزاد دی .دوام لری ....دوهمه برخه به بیا خپره شي..