۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه

دسیدآباد ولسوالي


         دسیدآباد  ولسوالي                          
                                             لیکنه محمدشفیق صادق
دا ولسوالي  د وردګو ولایت دوهمه درجه  لویه ولسوالي ده ( ۱۰۳۳) کیلو متره مربع  مساحت لري، د بحر له سطحې په منځني  ډول  (۲۱۰۰) متره جګوالی لري ، د (۴۳-۶۸) طول البلد او (۴۸-۳۴) درجو عرض البلد تر منځ پرته ده [1] ،   د کابل قندهار لویه لاره یې په سینه تېره شوې ، دا ولسوالي د ختیځ او جنوب لورته د لوګر د ولایت د محمد آغې، برکي او خروار له ولسوالیو ، د شمال لور ته د نرخ او چک له ولسوالیو ، د لویدیځ لورته د جغتو له ولسوالۍ او د جنوب لورته د غزني ولایت له ځینو  سیمو سره ګډې پولې لري
قوم او ژبه :

ددې ولسوالۍ  اوسیدونکي  په  قوم وردګ دي چې د وردګو دریو قبیلو ، نوري، مایار او میر خیل ته منسوب دي ، ددې څخه پرته  ځینې نور قومونه هم د لږکیو په بڼه  دلته د وردګو سره یوځای پرته له کوم توپیره  ګډ ژوند لري ، چې په اسانۍ نه پیژندل کیږي ، ځکه ټول د وردګو ګډه لهجه کوي ، ددې قومونو څخه  ناصر ، ملاخیل، سادات ، سلیمانخیل ، اندړ.دولتزیې، الوزیې،ګدایې خیل،..دلته ژوند لري، ددې ولسوالۍ ټول اوسیدونکې په پښتو ژبه خبرې کوي او وردګې  لهجه کاروي.

 طبعي جوړښت :
دا ولسوالي  د څو شنو او ښکلیو درو  څخه  جوړه ده   چې ځینو درو ته  یې د سیند  پیمانه اوبو ډیره ښکلا ورکړې    خو ځینې یې بیا د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي . دا ولسوالي په څو حوزو ویشل شوې چې د شیخ آباد ، سید آباد ، تنګي ، اونخي ، کوز او بر شنیز څخه عبارت دي .
۱- د شیخ آباد حوزه :دا سیمه چې دبحر له سطحې  ۲۱۰۰  متره لوړالی لري د ټوپ له کلي پیل بیا د تنګي تر دوه لارې  اوږده غزیدلې ، ددې سیمې مهم کلي  ټوپ    چې  ۲۲۳۳متره لوړالی لری ، زرنی ، چوجان ، هاشم خیل ، خړیان ، زین خانخیل، ګدړ خیل، ډاګبغرۍ چې   ۲۰۸۰ متره لوړالی لری ،  قاضی قلعه او شیردادخیل دي ، د شیخ آباد  بازار په همدې سیمه کې جوړ شوی ، د چوجان ، زرني او ټوپ د کلیو پرته چې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په واسطه خړوبیږي ، دنورو کلیو ځمکې د چک د سیند په اوبو اوبه کیږي .  د احمد شاه  بابا د فوځ مشهور قماندا ن  ( زین خان بابا)[2] ،  ریس تنظیمه او د شوری ریس عبدالاحد خان مایار وردګ، مدیر محمد فاروق ، مدیر محمد زاده ، مدیر محمد سلیمان ، استاد مبادک، استاد عبدالرحمن ، استاذ قباد خان،سر معلم سید خان (  ټول د معارف خدمت کوونکي) ، د تیر  پارلمان غړې مشهوره خدمتګاره ډاکتره روشنک ، قماندان  معلم اختر محمد، پخوانی وزیر مرحوم عمر ، مخور مشران حاجی  اختر محمد طاهري، حاجی سلیمان او ملک عزیز الله…                  د همدې سیمې اوسیدونکي دي .
1- د تنګي حوزه : دا سیمه چې د بحر له سطحې  (۲۰۰۰) متره لوړالی لري  دا سیمه  ددې ولسوالی ترټولو ټیټه سیمه ده ، دا   ښکلې او زرغونه دره ده چې د شمال څخه جنوب لورته د تقریباٌ (۱۵) کیلو مترو په اوږدو  غزیدلې د چک ( لوګر)  د  سیند د برکته د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه اوبه لري ، ددې سیمې د مڼو ، توتو او زردالو باغونه په سیمه کې خاص شهرت لري .  د لوګر وردګو د ولایتونو تر منځ یواځینۍ نښلونکې لاره په نیمه پاخه ډول د همدې درې تیریږي ،چې د کابل قندهار او کابل ګردیز دوه لویې لارې سره تړي . ددې درې مهم کلي  دوآب، ګلی خیل، جوی زرین ، حسن خیل ،سپین ورسک ،ملاخیل، علم خیل ، زموچ ، ګلاب خیل ، کامران خیل، بابو خیل ، امیر ښاره ، نوبرجه ، دوراني  ، لاچی خیل ، ښادي بوچ  دي .
د نومیالي عالم  اسماعیل شیزي زیارت هم د تنګي په قلعه امیر کې  دی   ، همدا شان د سوبۍ مشهور زیارت په همدې سیمه کې دی   په تنګي کې  د مرمرو لوی معدن وجود لري چې  تیږې یې په قانوني او بې قانونه توګه  وړل کیږي. همداشان د تورې کلا تاریخي کلا چې د اسلام د مخه تاریخ لري د همدې درې د دوآب په کلي کې د غره په سر پرته ده  چې لوټمارو پکښې ډیرې سوړې کړیدي ..
 ،د روسانو سره دجهاد، جهادی مشران لکه شهید مولوی احمد جان  (۱۳۵۹)، مرحوم حاجی عبد الحمید (۱۳۸۸)،قماندان استاد سمیع خان ناصري  ،  شهید سورګل خان (۱۳۷۰)، شهید فضل ربی اخند زاده (۱۳۸۷)،شهید معلم محمدنور(۱۳۶۵) ، شهید الله نور(۱۳۶۱) ،  شهید معلم رحیم ګل  ( ۱۳۷۰)   شهید سید محمد چمتو(۶۵ ۱۳ )  ،د شاهې نظام  د معارف  وزیر مرحوم پوهاند عبد القیوم ، د امان الله خان د  وخت  مشهور ولسي قماندان کریم خان    چې د لوګر  په التمور کې یې   د احمدزیو په خلاف  د وردګو   قومي لښکر رهبري کاو ه  ،او  د سقاو  دحکومت په خلاف یې هم دا لښکر رهبري کاوه او له همدې  حکومت وروسته  ووژ ل شو ، مخورمشران مرحو م ملک محمدحسن (۱۳۸۷)، حاکم ګل محمد، مرحوم آمرغفورخان(۱۳۸۶).....  او نورسلګونه مشران او پوهان  د همدې سیمې اوسیدونکي دي

                   ددې سیمې ځینې مهم  پخواني جهادي مشران
۱-مولوی احمد جان ، د وآب د کلی اوسیدونکی ؤ  د ثور د کودتا د مخه د لیبیا هیواد ته تللی ؤ ، د ترکې د کودتا نه وروسته یې په جهاد لاس پورې کړ ، کله چې مجاهدین په حزب اسلامي او حرکت انقلاب اسلامي  د مولوی محمد نبی په مشرۍ وویشل شول ، نوموړی د حرکت د ګروپ په سیدآباد ولسوالۍ کې  قماندان شو ، او مرکز یې د ابدرې په غره کې جوړ کړ ، ، د۱۳۵۹ کال د جوزا په میاشت کې روسانو په آبدره حمله وکړه او نوموړی د څو تنو مجاهدینو سره تقریبا د ۴۰ کلونو په عمر  شهید شو ، د دوآب کلی په هدیره کې خښ شو .
۲-الله نور : نوموړی  ددوآب کلی اوسیدونکی ؤ ،  د ۱۳۵۷ کال په وروستیو کې پاکستان ته ولاړ ، او په ۱۳۵۸ کال په جوزا کې د چک ولسوالی د قیام سره هلته مجاهد پاته شو ،  په ۱۳۵۹ کال په تنګې کې د جمعیت د ګروپ  مشر و ټاکل شو ، ۱۳۶۱ کال د روسانو سره په مخامخ نښته کې د سیسۍ د غونډیو د هندوې په خوړ کې ولګید ، وروسته یې ساه ورکړه او د  ۲۸ کلونو په عمر شهید شو ، ددوآب په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو . پاته د نه وي چې د نوموړي پلار د امان الله خان د حکومت په مهال په بخارا کې د روسانو په خلاف  جنګیدلی ؤ .
۳- معلم رحیم ګل د ګلې خیلو اوسیدونکی ؤ ، د انقلاب له پیل څخه یې د چک په ولسوالۍ کې جهاد کاوه ،  په ۱۳۵۸ کال تنګې ته راغی ، هلته د حزب اسلامې قماندان شو ،  له څه وخت وروسته پیښور ته مهاجر  او د حزب اسلامي په دفتر کې یې کار کاره ، په ۱۳۶۷  کال وطن ته راغی ، خو په ۱۳۷۰ کال  دنا معلومه کسانو له لوري  د ۳۵ کلونو په عمر شهید شو ، نوموړی ریښتنی مجاهد    ، ډیر پرهیزکاره او متقی سړی ؤ  .
۴- سید محمد چمتو  ، نوموړی د تنګي د امر کلا اوسیدونکی ؤ ، د ثور د کودتا په مهال  عسکري صاحب منصب ؤ، د ۱۳۵۹  کال په پسرلي کې د تورن غلام محی الدین سره یوځای له غزنې څخه  تنګې ته د دری میلیه اسلحې سره راوتښتید ، او د حزب اسلامي سره یو ځای شو، دوه کاله وروسته د ځینو مصلحتونو په آساس د حرکت انقلاب اسامې ډلې ته ورغی ،  هلته هم ډیر پاته نشو ، د ۱۳۶۴ کال وروسته د جمعیت له ډلې سره یو ځای شو ، هلته د یوې ډلې  قماندان وټاکل شو ، په دې سره حرکت ورسره دښمني پیل ګړه ،    ددواړو ډلو ترمنځ بدې پیښې وشوې  چې د ځینو د مرګ لامل وګرځیدې ، بلآخره د ۱۳۶۷ کال د یوه نا معلوم ګروپ له لوري ، د څو تنو سره یو ځای د ۳۵ کلونو په عمر شهید  شو .
۵- معلم محمد نور : د تنګي د سپین ورسک اوسیدونکی ؤ ، نوموړی د انقلاب تر مخه معلم ؤ ، د انقلاب په لومړیو کې یې د حزب اسلامي په ګروپ کې جهاد پیل کړ ، د پخې عقیدې او کلک دریځ خاوند ؤ  ،  د روسانو سره په ډیرو جګړو کې یې برخه درلوده ، په     ۱۳۶۴ کال د حزب د قماندان معاون وټاکل شو ، په ۱۳۶۵ کال د روسانو په مینونو د ۴۰ کالو په عمر شهید شو .
۶- سور ګل خان : نوموړی د قلعه شامحمد اوسیدونی ؤ د انقلاب تر مخه ډریور ؤ ، د جهاد په لومړیو کې یې  د حزب اسلامې سره جهاد پیل کړ ، په جهاد ، مبارزه ، تواضع ، تقوی ،او پرهیز ګاری کې بې مثاله شخص ؤ ، د اولس خادم ، او د خلکو ډیر دوست ؤ ، په لسګونو جګړو کې یې برخه درلوده ، ګڼ روسان یې تباه کړل ، 
د محمد نور خان له شهادت وروسته د جبهې معاون و ټاکل شو ، بلآخره په ۱۳۶۸ کال د ګلم جم ملیشو سره په جګړه کې د لوګر په آببازک کې په یوه جګړه کې په  ۴۰ کلنی  شهید شو ، د شهادت په ورڅ په ټول تنګې کې ویر او ماتم ؤ  د خپل کلي د پاسه د غوندۍ په سر خاورو ته وسپارل شږ ، او زیارت پرې جوړ دی .
-فضل ربې آخند زاده :د جهاد په پیل کې د ښوونڅۍ شاګرد ؤ ، د روسانو سره د جهاد په مهال لومړی د حرکت د تنْظیم د الحاج عبدالحمید د ګروپ مجاهد شو ، څو کاله وروسته د لوګر ولایت د جمعیت د ګروپ سره ملګری شو ، ورسره یې د حرکت سره مناسبات خراب شول ، ورسته په تنګې کې د جمعیت سر ګروپ جوړ شو ،د طالبانو د راتګ سره د نوموړې ډلې سره یو ځای شو ، په پکتیا کې ولسوال هم ؤ ، د طالبانو د راپرځیدو وروسته په لومړیو کې د ننګیالي په خلاف د داکتر مسلم سره ملګری او وتوانید د ننګیالي ډله له شا څخه ماته کړي ، وروسته یې د یوه قومې مشر بڼه غوره کړه ، او په کور کښیناست ، په ۱۳۸۵ کال حج ته ولاړ ، ورسره یې د تفسیر شریف دوره وکړه ، او د امریکایانو په خلاف یې مسلحانه مبارزه پیل کړه ، د پخوانیو مجاهدینو څخه په استفادې وتوانید د امریکایانو په خلاف ډیر بریالي عملیات وکړي، چې په یوه مهمه پیښه کې یې د امریکتیانو یو ټپي او دوه مړه غسکر ترلاسه کړل ، په سیمه کې د امریکایانو  او ولسي خلکو د ډیرې توجه وړ وګرځید ، بلآخره په ۱۳۸۷ کال د امریکایانو سره په جګړه کې په جومات کې د بمبارد په واسطه  د ۴۵ کالو په عمر د مولوي بابا د زوی مزمل سره یو ځای شهید شو اوس یې زیارتونه د امیر کلا د صوبۍ د زیارت د پاسه د غونډۍ په سر دي  نوموړی ډیر پرهیزګاره ، د کلکې عقیدې ، او پاخه عزم  څښتن ؤ ، د شهادت په ورځ په ټوله سیمه کې ویر او ماتم ؤ ، نوموړی په دي هم د ټولو خوښ ؤ چې له امریکایانو پرته یې د بل چا سره جګړه نه کوله او له همدې امله د امریکایانو د توجه وړ وګرځید .
۸-الحاج عبد الحمید : نوموړی د تنګي د زموچ د کلي اوسیدونکی ؤ ، د ثور د کودتا د مخه طالب او سعودي ته د حج لپاره تللی ؤ ، د جهاد په پیل کې د مولوي احمد جان تر مشری لاندې د حرکت د تنظیم مجاهد شو ، د هغه له شهادت وروسته د تنګي د جبهې قماندان وټاکل شو ، د تنګي ا شیخ آباد د سیمو په زیاتره کلیو یې واک درلو د ، د نوموړي د ګروپ کسانو له روسانو سره هم جګړې وکړي ، په ۱۳۶۶ کال د لوګر د جمعیت د ډاکتر فضل الله سره دری ورځې جګړه وکړه ، د طالبانو د راتلو سره خلع قدرت ، ځینې اسلحې یې طالبانو ته تسلیم او زیاتره کسان یې له طالبانو سره یو ځای شول ، له څه مودې وروسته د   د تنګي د ابوحنیفه د لیسي استاذ او بیا د طالبانو په خوښه مدیر وټاکل شو ، د کرزي د حکومت په راتګ سره په لیسه کې استاذ پاته شو ، په ۱۲۸۶ کال یې په پټه د امریکایانو په خلاف د مسلح فعلیتونو تشویقی کار پیل کړ ، بلآخره د ۱۳۸۸ کال په لومړیو کې وفات شو ، نوموړی سره ددې چې یو تکړه دیني علم ، ښه واعظ، او مخور سړي ؤ ، ډیر مدبر هم ؤ ، ټول کارونه به یې د منظم پلان په اساس په مخ بیول ،  
۹-محمد سمیع ناصري :نوموړی د تنګي د سپین ورسک د ناصرو د کلی اوسیدونکی دی ، په قوم ناصر دی ، د انقلاب په پیل کې د پوهنتون محصل ؤ ، د جهاد په پیل سره تنګي ته راغی او د حزب اسلامي په ګروپ کې یې جهاد پیل کړ، د معلم رحیم ګل له هجرت ورسته آمر وټاکل شو ، د روسانو  او د هغوی له ملګرو سره یې سختې جګړې وکړي ، سره ددې چې ملګري یې  ډیر نه ؤ خو ډیر زړور کسان ورسره ؤ ، د سیاسي واک تر پراختیا یې نظامی جګړو ته اهمیت ورکاوه ، ډیر قوي مخالفین یې درلودل خو ونه توانیدل نوموړی له پښو وغوړځوي ،  هڅه یې کوله ترڅو  عام خلک خوشاله وساتي ، د زورورو قماندانانو سره یې له جګړو  او بې ځایه وژنو ډده کوله ، له همدې لامله به زیاتره وخت د هغوی له خوا  د ده په افرادو  ظلم کیده ، او د هغوی څخه به په دفاع کې هم پاته راته ،   په سیمه کې په صابر مشهورؤ  ،      د طالبانو د  حکومت په مهال   سعودی عربستان ته ولاړ ، د کرزی د حکومت په څلورم کال هیواد ته راغی او  اوس په ښوونه او تعلیم کې کار کوي .  
 ۳- د سید آباد حوزه :دا سیمه د تنګي له دوراهي د حیدر خیلو تر کلی د سرک په   اوږدو غزیدلي د بحر له سطحې  2094 m   لوړوالی لري
 ددې درې ځمکې د شنیز د سیند له چینو خړوبیږي ، دولسوالۍ مرکز او د سیدآباد بازار په همدې سیمه کې پروت دی.
 ددې درې مهم کلي د سیسۍ ،سیا چوب، کډلک، شاطر، پایندي خیل، عرب خیل ، امان خیل او تاج بیکي څخه عبارت دي
مرحوم مدیر معراج الدین (۱۳۸۷)، مرحوم انجنیر محمد الدین (۱۳۷۸)،انجنیر محمد آصف ، داکتر شاه ولي ، جهادي مشر مرحوم جنرال عبد الله خان وردګ (۱۳۸۷)،  د رادارو  پخوانی عمومي قماندان  مرحوم الحاج جنرال عبد الحق(۱۳۷۹)........ او نور د همدې سیمې اوسیدونکي دي .
د شیرازي بابا مشهور زیارت هم په همدې سیمه کې پروت دی
۴- د اونخي دره : داسیمه د سید آباد د ولسوالۍ د مرکز څخه لویدیځ لورته د ګربت د غرونو تر لمنو  د تقریبا (۲۰) کیلو مترو په اوږدو پرته ده ، داسیمه ددې ولسوالۍ ترټولو لوړه سیمه ده چې   ژمي پکښې ډیره واوره اوریږي .  ددې سیمې  کوزه برخه (2339 متره لوړوالی لری او بره برخه یې  2600 متره لوړه ده) دا سیمه د کرني ډیرې کمې ځمکې لري چې د چینو په اوبو خړوبیږي ،
 دا دره بیا  په دریو درو ویشل شوي : د حسن بیک ، بادام او چینار  درې .
.له دې درو څخه د چک ولسوالۍ ته د بادام له  غاښي چې : 2900  متره لوړوالی لري او د حسن بیک له غاښي :چې 3078 متره لوړوالی لري تګ راتک کیږي  چې   د حسن بیک له غاښي په دوبي  د موټرو تګ راتګ هم کیږي .
ددې درې مهم کلي د حکیم خیل، حسن بیک ، فرونګ ، یاویز،بړګي،جوګي خیل، باریک آب،ژنګوره، موسی خیل، الم خیل ، ګدایې ، هوسي خیل ، بانډه ، محبت خیل ، بادام او چینار ....... څخه عبارت دي.
د کرزي  د حکومت د دوهمې دورې   د معارف اوسنی وزیر  داکتر فاروق وردګ ، په پارلمان کي د کابل څخه د وردګو ولایت د خلکو استاذی  شیرولی وردګ  د سیدآباد  ولسوال او پخوانی د حزب اسلامي  جهادي قماندان داکتر مسلم ، وتلی عالم اوپه وردګو کې د جهاد مخکښ  شخصیت  مولوی فیضان ، انجنیر سید رحیم  ، مشهور شخصیت سراج الدین ،مرحوم مولوي قانع (۱۳۸۷). په  اونخي کې د  جهاد د پیل ځوان  قماندان شهید انجنیر متین (۱۳۵۹) ... او داسې نور په سلګونو پوهان او مشران د همدې سیمې اوسیدونکي دي.
۶-۵: د شنیز بره او کوزه حوزه :د شنیز لویه او اوږده دره چې د سید آباد له مرکز څخه بیا د غزني تر پولو د سرک په اوږدو  تقریبا د (۳۰) کیلومترو په اوږده پرته ده چې  په دوو حوزو ویشل شوي: کوزه سیمه چې ( 2343- 2163 )m لوړوالی لري ،او بره سیمه  چې  (2382 )m    لوړالی لري.
 ددې  درې ځمکې هم د کاریزونو او چینو په اوبو خړوبیږي
 ددې درې مهم کلي  حیدرخیل ، لړم ، حسن خیل، سالار ، ملی خیل، سلطان خیل، باغک ، پټان خیل ، یوسف خیل سنډور، ډونډوکۍ ، ولبدین ، هفت آسیاب، لوړه ،اوتړي، چاردهي،آبدره ، مورو ، جنګ جای، شش قلعې او ګیدړخیل  ،او مست خیل ..... دی.
مرحوم یوسف خیل آخند زاده (۱۳۷۸)،مرحوم الحاج مفتش کلیم الله خان ( ۱۳۸۶) مولوي رحیم جان اغا ،عبد القدیم آخند زاده ، محقق او څیړونکی  حبیب الله رفیع، جهادی مشران  هریو چارګل نثارد حزب اسلامې  قماندان، مرحوم مولوی محمود د حرکت قماندان ،شهید ظابط جمعه ګل (۱۳۷۰) د اتحاد قماندان، مرحوم رفیع الله ( مؤذن) د حرکت انقلاب اسلامي رهبر( ۲۰۰۶) ، شهید سید نجیب آغا (۱۳۷۷)، شهید سید مالک آغا(۱۳۸۵)، مرحوم ډګروال بسم الله خان د محاذ ملي قماندان، په پارلمان کي د وردګو وکیل  ډاکتر عبید الله کلیمزي ، استاذ قاضی محمد کریم خان  ، انجنیر محمد نعیم سلیمي، ډاکتر ښادی خان ، مرحوم نایب الحکومه عبدالله خان ، مرحوم حاکم اعلی سعادت خان  ، انجنیر رحیم وردګ، استاد زرجان ، مدیر عبدالغفور خان ، استاد ګل انور خان ، د کرزی  حکومت د لومړۍ دورې  د اطلاعات او کلتور  وزیرمحترم  عبدالکریم خرم ، ډاکتر عبد الولي وردګ ،لیکوال زمرک عابد ، ډاکتر هدایت الله آخند زاده،د کرزی په لومړۍ دوره کې د ولایتي شوری غړی ډاکترمخلص  ، د جمعیت  د تنظیم قماندان مرحوم جګړن همیشه ګل ، لیکوال احسان الله آرین زوی،  ډاکتر موسی وردګ ، ډاکتر سعادت خان....  او نور بی شمیره مشران او پوهان د همدې سیمې اوسیدونکي دي .
د شنیز روغتون چې اوس د غازی محمد جان خان په نوم شهرت لري په همدې سیمه کی فعال دی .همداشان د ګربت  مشهور غر د دایمي سنګر په شان  ددې درې په لویدیځ کې د هر یرغلګر په وړاندې هسک او په غرور ولاړ دی .
ښوونه او زده کړه :
په دې ولسوالۍ کې د ښوونې چارې هغه مهال په ډیره ښه بڼه  وځلیدې  کله چې د لجنة الدعوه الاسلامیه موسسې په کال (۱۳۶۸) د لومړي ځل لپاره ددې ولسوالۍ د تنګې په دره کې د استاذ محمد شفیق په هڅو  یوه لیسه فعاله کړه ، وروسته په (۱۳۶۹) کال د خالد بن ولید لیسه  د شنیز په دره کې د چارګل نثار او مدیر زرجان په هڅو د همدې موسسې له خوا پرانیستل شوه ، او په (۱۳۷۰) کال د ډاکتر مسلم او انجنیر محمد الدین په هڅو  د سید آباد لیسه فعاله شوه ،د شیخ آباد لیسه د مدیر غلام فاروق په هڅو فعاله شوه  تر دې وروسته نورې لیسې د نورو کسانو په هڅو فعالې شوي چې دقیق معلومات یې له ماسره نشته  .د نجونو د تعلیم لړۍ د (۱۳۷۰) کال څخه د مدیر معراج الدین او ځینو نورو  په هڅو  پیل شوه ، وروسته دا لړۍ ټولو کلیو او سیمو ته پراخه شوه ، د کال ( ۱۳۸۵) تر پایه ددی ولسوالۍ (۶۰٪) نجونې ښوونځیو ته تللې ، چې له دې نیټې وروسته د نا امنیو له امله دا سلسله ضعیفه او اوس ډیرۍ  ښځینه  ښوونځي تړل شوي دي.
  لوړې زده کړي :
په (۱۳۸۱)کال د   ځینو ځوانانو     په هڅو په سید آباد کې د ژورنالیزم انستتیوت فعال شو چې تر یو کال فعالیت وروسته د نامعلومو دلایلو له امله وتړل شو .
په(۱۳۸۸)کال د سید آباد په ځینو لیسو کې د داخل خدمت ښوونکو لپاره  د دارالمعلمین ځینې څانګې پرانیستل شوې  ،  چې اوس  ښوونکي  په ډیره مینه پکښې زده کړي کوي.[3]
همدا شان اوس په سیدآباد ولسوالی کې د حسابداری انستتیوت ، د تخنیک انستتیوت او د زراعت لیسې   په کار پیل کړیدی
 ددې ولسوالی مشهور غرونه :
۱- دګربت غر : داغر دسیدآباد ولسوالی په  لویدیځ او دجغتو دولسوالی په ختیځ کی پ
https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEiN4IrMXXTo6gmw_lBeV-YzXLl1hAyt8ouRWhthZOhrLOMquASzFsVzPdnqyZDYJ_GxPRhnRpkj5E11OK7AsxtCnnA4weguAIN9eVjBM_M_7grf9cSgjMRVQNDrVjRcUMTzNXHcy2gfcWnD/s1600/10154515_386579124817817_3534321613389755961_n.jpg
روت دی دا غر د بحر له سطحې ،3641  متره لوړوالی لري  دروسانو په خلاف دجهاد په مهال دمجاهیدینو مهم مرکز ګڼل کیده . چی دسیدآباد اوجغتو دسیمو دمجاهیدینو سربیره دغزنی  د تورګن د جبهې مجاهیدینو هم همدلته مرکزونه درلو دل .
ددې غره په لمنو کې ګڼې کوچنی درې پرتې دي چې د دې  غره داوبو له برکته ګڼ کلي  پکښې میشت او ګټه ترې اخلي ، په اوړي دڅړ او دمیلو ښکلې ورشو ګانې او دسیل ځایونه اوچمنونه لري ، خو ژمی یی ډیر سوړ او په واورو پټ وی .
۲- دسپیلنګ او چوجان غر : داغر دشیخ آباد په لویدیځ او دچک په ختیځ کی پروت او ددواړو ولسوالیو تر منځ  دپولی حیثیت لری. 3319 متره لوړوالی لري
۳-داله سنګ او علیشی غر: د دی غره ختیځ او شمال ته دنرخ ولسوالۍ ساحه پرته ده،د جنوب او لویدیځ لورته یې د چک ولسوالي موقعیت لري.  ، د توکرک ، ده مسلم ، شاکابل. اندړو. بادام، علیشي اوبیکسمند درې د همدې غره په لمنو کې پرتې دي  .د بحر له سطحې4020 متره لوړوالی لري


[1]
-[2] -
[3] - د

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر