افراط او تفریط د
تعصب زیږنده ده ، ډیر کله د تعصب په بنسټ سیاسي
اختلاف د افراط او تفریط لامل شوی ، د مسلمانانو په دوو لویو برخو ویش د همدی سیاسي
اخلاف په نتیجه کې د تعصب تر بریده ورسیده ، چې ورسره مل د اهل
تشیع داستان هم را منځ ته شو ، هغوی بیا د
ځینو دینې مشرانو په محبت کي دومره افراط وکړ چې
د هغوی د غوښتنو په خلاف یې د عصمت درجې ته ورسول ، دوی اوس د اهل سنت د مذهب په
خلاف خپل امامان له هری خطاء معصوم ګڼې ،
په داسي حال کې چي نه الله (ج)دا مقام
ورکړی او نه هم پیغمبر (ص)او نه دي امامانو ځانونه ته دا مقام ورکړی ؤ .. په داسې حال کې چې اهل سنت دا مقام یوازي پیغمبر ته ورکوي خو په اهل تشیع کې بیا امامیه لا ښه دي د امامت سیر یې په دوولسم امام
ودراوه ، خو اسماعلییه اهل تشیع بیا د امامت په هکله دومره وړاندې ولاړل چې اوس یې
پوله له دوی هم ورکه شوې او د امامیه اهل
تشیع په عقیده هم د (غلاة) درجې ته رسیدلي... نو اعتدال او حق ته تسلیمیدل د اسلام
یو مهم اصل دی ، موږ هغه مهال اعتدال مراعات کولای شو چې د خپل پیغمبر (ص) په
اصولو پابند و اوسو او هغه تګلاره تعقیب کړو کومه چي هغه او اصحابو یې راته ترسیم
کړي....
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر