نړیوال اسلام او یا اسلامي نړیوالتوب
دوهمه برخه
لیکنه داکتر یوسف قرضاوی ژباړه : محمدشفیق صادق
د اسلام د نړیوالتوب دلایل او برخې
عبدالقادر عیاض:
د اسلام د نړیوالتوب اساسي برخې او مهمې نقطې کومې دي؟
یوسف قرضاوي:
دا نړیوالتوب د ژوند په
ټولو برخو کې ثابت دی، اسلام عقیده ده او تشریع ،عبادت دی او معامله، اخلاق دي او
قوت، د ژوند دمختلفو برخو تشریعات دي، اسلام د فرد اصلاح غواړي، د کورنۍ اصلاح، د
ټول امت اصلاح، عامه نړیوال انساني تعلقات غواړي، د اسلام شمول په نړیواله برخه ښه
ښکاري، د اسلام نړیوالتوب یوازې په عقیده کې ندی، نه یوازې په تشریع کې، نه! بلکې
د ژوند په ټولو برخو کې، غواړي چې نړۍ د رحمت په جوړېدو سره جوړه کړي الله تعالی
فرمایي: {ومَا أَرْسَلْنَاكَ إلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ} ته موږ نه یې استولی
مګر رحمت لپاره د عالمیانو …هدایت د ټول عالم لپاره … » دې برخه کې د اسلام عدل یو
بل مثال دی ، دا عدل د ټول عالم لپاره برابر او یو شان دی، تر دې چې د النساء په
سورت کې نهه آیتونه د یوې یهودۍ ښځې په حق کې نازل شوي، چې په ناحقه په غلا متهمه
شوې وه… نو کوم عدل ؟ کومه ورورولي؟ او د ټولنیز تکافل پالنه چې په اسلام کې راغلې
دا د ټول عالم لپاره دي .
عبدالقادر عیاض:
ځینې په مسلمانانو دا
نیوکه کوي چې مسلمانان د سیاست په برخه کې خبرې کوي، د مؤمنانو او کافرو څخه خبرې
کو ي، په نورو داډول مسایلو کې هم، خو کله چې خبره د چارپیریال وي، تر آب هوا پورې
راځي، د ځمکې د کرې د تودوالي خبره رامنځ ته کېږي او یا د ځینو نباتاتو او ځینو
حیواناتو د له منځه تللو خبره راپورته کېږي، وینو چې مسلمانان په دې برخه کې بې
تفاوته دي او کوم غږ نه لري، نو آیا مسلمان د همدې نړۍ یو جزء ندی؟ او دا مسائل د
همدې نړیوال دین یوه برخه نشي جوړېدای؟
یوسف قرضاوي:
مسلمانان به طبعا دا ډول
مسایلو ته پام کوي، دوی به تر بل هرچا دې مسایلو ته پام کوي، ما په دې برخه کې
تقریبا (۳۰۰)
مخه کتاب لیکلی، چې نوم
یې (رعاية البيئة في شريعة الإسلام) (په اسلامي شریعت کې د چارپیریال پالنه ) دی،
دا په اصل کې یوه څېړنه وه چې ما یوه سیمینار ته چې په جده کې د چارپيریال په
اړوند جوړ شوی ؤ وړاندې کړه، نو مسلمانان په دې برخه کې ډېره لیوالتیا لري، څوک چې
قرآني آیتونه او نبوې احادیث لولې نودوی به وویني چې زموږ دین څومره د هوا، اوبو،
او چارپیریال په اړوند اهتمام لري، یوه ورځ یو چا راڅخه په همدې اړوند پوښتنه وکړه
چې آیا اسلام د چارپیریال په برخه کې هم پاملرنه لري؟ ما ورته وویل: هو، په حدیث
شریف کې راځي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي: که چېرې سپيان د
امتونو ( د الله تعالی د مخلوقاتو د ټولګیو ) څخه یو امت (ټولګی) نه وای نو مابه
یې د وژلو امر کړی وای، سپیو به په مدینه منوره کې خلک ځورول، په تېره بیا
لیونیانو او کوڅه ډبو سپیانو، نو ځینو خلکو فکر وکړ چې په توره به یې سرونه ورپرې
کړو او ځانونه به ترې خلاص کړو، خو رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل: که
چېرې دا سپیان د الله تعالی د امتونو ( مخلوقاتو ) څځه نه وای نو مابه یې د وژلو
امر کړی وای، په دې خبره کې دې آیت ته اشاره ده چې الله تعالی فرمایي: {ومَا مِن
دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ ولا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إلاَّ أُمَمٌ
أَمْثَالُكُم}. سورة الإنعام. یعنې ندي په ځمکه کې هېڅ دابه (حیوان) او نه په هوا
کوم مرغه چې په وزرونو الوتنه کوي مګر ستاسو په شان له امتونو څخه یو امت ( د الله
تعالی مخلوق چې پیدا کړي یې دي) موږ غوندې امت … همدا ډول د الله تعالی نور امتونه
(مخلوقات ) هم دی: د مېږیانو امت، د مچیو ملت، د سپیانو، او پیشوګانو …نو دا ( له
منځه وړل ) روا ندي، اسلام د هېڅ مخلوق د له منځه تللو پلوی ندی او دا عمل پکې روا
ندی، نو د هغو خلکو په هکله باید څه ووایو چې د بشر د ورکېدو په هڅه کې دي؟ تر دې
چې په اسلام کې (دا اصل دی )یو څوک چې یوه مرغۍ په ناحقه او بې ځایه مړه کړي، نو
دا مرغۍ به د قیامت په ورځ الله تعالی ته شکایت کوي چې دې سړي له ګټې اخیستنې پرته
بیهوده مړه کړم .همدا شان نباتات چې څوک بېهوده او بې مورده له منځه وړي، څوک چې
په وچه کې بي ځایه کومه ونه پرې کوي، په حقیقت کې هغه دا ظلم وکړ چې خلک یې د دې
ونې له سیوري او له میوي محروم کړل، دا د چارپیریال فاسدول دي، موږ په اسلام کې دا
نظر لرو چې څوک د ځمکې د ګرموالي لامل دي او یا هم په ځمکه د مضرو ګازونو د تولید
لامل ګرځېدلي، دا ددغو خلکو د سرکشۍ علامه ده، دې انسانانو د الله تعالی د کایناتو
هغه موازنه ونه ساتله کومه چې الله تعالی رامنځ ته کړېده، الله تعالی فرمایي :
{والسَّمَاءَ رَفَعَهَا ووَضَعَ المِيزَانَ} الله تعالی آسمان پورته کړی او میزان
یې قایم کړی، د کایناتو میزان، {أَلاَّ تَطْغَوْا فِي المِيزَانِ} په میزان کې
طغیان مه کوئ! په میزان کې طغیان او خسران ددې لامل شول چې د کایناتو په توازن کې
خلل وواقع شي، نو اسلام د دې هر څه په هکله ډېره پاملرنه لري.
عبد القادر عياض:
ښه نو د اسلام نړیوالتوب
یوازې تر عقیدوي او تشریعي برخو او مسایلو پورې منحصر دی او که سیاسي برخه هم پکې
شامله ده ؟
یوسف قرضاوي:
د اسلام په نړیوالتوب کې
سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي،او اخلاقي ټول اړخونه شامل دي، ځکه اسلام د
ژوندانه او د نورو برخو ترمنځ یې هېڅ بېلتون نه مني، ځکه اقتصاد په سیاست اغیزې
لري،او ثقافت په تشریع، تشریع په اخلاقو او اخلاق په …..یعنې ژوند یوه نه
بیلیدونکې کتله ده … داسې نه لکه لویدیځوالو چې اقتصاد له اخلاقو بېل کړی، او
اخلاق له سیاست او جګړې …نه! هر څه په اخلاقو پورې تړلي، همدا نظر ژوند ته د اسلام
د کتنې فلسفه ده .
عبدالقادر عیاض:
ډېر ښه! هغه اسلامي
تحریکونه چې نن ورځ د هېوادونو په دننه کې د ټولنې سره مدغم شوي، په یوه او بل ډول
یې ځان ته اکتفاء موندلې، او همدا اکتفاء یې د ژوند د ظروفو په اساس یوه وطني
پروژه جوړه شوې، نه پوهېږو چې د دوی دا عمل به په یوه او بل ډول د اسلام د نړیوالتوب
په مسئله څومره اغېزه لري؟
یوسف قرضاوي:
نه! د دوی دا عمل په دې
قضیه کومه اغېزه نه لري، کله ځینې کسان مجبور شي چې په خپل هېواد کې منحصر پاته
شي، ځکه بله چاره نه لري، اصل خو په اسلامي دعوت او اسلامي حرکتونو کې داده چې
خطاب یې نړیوال وي، له همدې امله هغه دعوتونه او حرکتونه چې نړیوال پرګرامونه لري
د هغوی خطاب هم نړیوال وي مثلا د اخوان حرکت له اویا څخه په زیاتو هېوادونو کې
فعالیت لري، د دوی خطاب ټولې نړۍ ته متوجه دی، د جماعت اسلامي ګوند چې امام مودودي
تأسیس کړی هم په ډېرو هېوادونو کې فعالیتونه لري، همدا شان حزب التحریر .. دا په
دې معنی نده چې دا حرکتونه دې د خپلو هېوادونو په برخه کې اهتمام نه لري، امام حسن
البناء نړیوال دعوت کولو، هغه به ویل، چې موږ د اسلامي خلافت اعاده کول غواړو، دوی
غوښتل دعوت یې په ټوله نړۍ کې خپور شي، هغه به ویل، چې د دې نړیوال امت دنده داده
چې د نړۍ استازیتوب وکړي، {وكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وسَطاً لِّتَكُونُوا
شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ{.ددې سره سره دوی دا هم ویل، چې موږ دا (نړیوال کار )
ددې څخه نه منعه کوي چې موږ د عربو د خیر لپاره کار وکړو، د عربو د وحدت لپاره، د
وطن د یوالي څخه مو نه راګرځوي . ګاونډیانو ته پاملرنه، اسلام د ګاونډي حق ته خاصه
پاملرنه لري … زکات لومړی ګاونډیانو ته ورکول کېږي، بیا وروسته نورو ته، مګر هغه
مهال چې په خپل هېواد یا ګاونډیانو کې چې څوک مستحق ونه موندل شي .
عبدالقادر عیاض :
محترم دوکتور صاحب ! ځینې
تنظیمونه لکه تاسو یې چې نوم واخیست سره ددې چې نړیواله څېره هم لري، خو په منځ کې
یې ډلې دي .ځینې لا داسې را څرګند شوي چې ځانونه الجزایرین يا مغربیان، او تونسیان
او په دې ډول ګڼې، ددې په ځای چې نړیواله خبره وکړي او د ټولې نړۍ لپاره خطاب
ولري، دا ډول څرګندونې کوي نو دا څرګندونې د دې تنظیمونو نړیوالتوب ته صدمه نه
رسوي او داسلام د نړیوالتوب خبره تر پوښتنې لاندې نه راولي؟
یوسف قرضاوي:
که د دې ډول اختلافاتو
نتیجه دا وي چې یوازې د خپل هېواد مسئله ورته داسې لومړیتوب ولري چې د نورو
هېوادنو مسایل ترې هېر شي او یا اصلا ورته پاملرنه نه کوي، ددوی څخه د فلسطین،
عراق، افغانستان، صومال، سودان … ستونزې اصلا اهمیت ونه لري .او په خپل هېواد کې
محصور پاته شي. نو لکه په دې حدیث کې چې راځي (“من لم يهتم لأمر المسلمين فليس
منهم”) یعنې: څوک چې د مسلمانانو په ستونزو اهتمام نه ساتي ، نو هغه د مسلمانانو
له ډلې ندی .
همدا شان الله تعالی
فرمایي :{الْمُؤْمِنُونَ والْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ} مؤمنان
سړي او مؤمنانې ښځې ځینې ددوی د ځینو نورو اولیاء او دوستان دي ) همدا شان رسول
الله( صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : “المؤمن للمؤمن كالبيان يشد بعضه بعضا” یعنې
: مؤمن د بل مؤمن لپاره د دیوال د (خښتو) په شان دی چې یوه بله سره ټینګوي . همدا
شان بل ځای فرمایي: “مثل المؤمنين في توادهم وتعاطفهم وتراحمهم كالجسد الواحد إذا
اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى” د مؤمنانو مثال په ورکړې، عاطفه
او ترحم کې داسي دی لکه د یوه جسد، کله چې د یوه جسد کوم اندام په درد شي نو نور
جسد هم ورسره په بې خوابۍ او په درد کېږي . دا د امت تر منځ د جسد یوالی دی، کله
چې د دوی هدف دا وي چې د خپل هېواد په هکله به اهتمام ساتم اود نورو هېوادو په
هکله اهتمام نه لرم، دا بیا غلطه خبره ده، خو که یې هدف دا وي چې زه د خپل وطن
مسایلو ته زیاته پاملرنه لرم، دا بیا مطلوب کار دی، او همدا لازمه ده چې یو انسان
دخپل هېواد مسایلو ته لومړیتوب ورکړي، اسلام په دې هکله کوم ممانعت نه لري، تر دې
چې د خیرات او صدقاتو په مسایلو کې هم ګاونډیان تر لږ لیري خلکو او لږ لیري تر
نورو لیرو لومړیتوب لري {يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم
مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ والأَقْرَبِينَ}.
عبد القادر عياض:
محترم دوکتور صاحب ! که
مو خوښه وي یو اوریدونکی به را واخلو، محترم منصور مقدسي له فلسطین څخه را سره د
خط په کرښه دی مهرباني وکړه، مقدسي صاحب !
منصور المقدسي:
محترمه وروه! ستاسو او د
محترم شیخ قرضاوي صاحب څخه ډېره مننه کوم چې ښه موضوع مو ټاکلې ده، محترم قرضاوي
صاحب! دا ټولې ستونزې شته، یو غربي عالم ګانګریچ وایي: نړۍ د امریکا له قیمو او
اخلاقو پرته یوه بربري نړۍ ده، او اولیبرایت د همدې مفکورې د تطبیق په لاره کې دا
وایي چې: ټول باید پوه شي چې امریکایی امت د نړۍ یو لازمي او ضروري امت دی، موږ خو
هلې ځلې کوو، خو نړیوال مو مخکې خنډونه راته جوړوي، په تېره بیا امریکا، نو محترم
قرضاوي صاحب ! ولې د اسلامي نړۍ علماء د نړیوال اسلام د منځته راتلو لپاره د
اسلامي خلافت د دروولو او د قایمولو لپاره لاسونه نه سره ورکوي ؟
يوسف قرضاوي:
نه پوهېږم دې ورور ته په
کومو ټکو ځواب ووایم، ورورجانه! موږ په همدې متهم یو چې دین اوسیاست سره خلط کوو،
زموږ ننی موضوع هم د اسلامي امت او د نړیوال اسلام په هکله ده، ددې مسئلې تړاو له
سیاست سره دی، ما په دې برخه کې یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی: دین او سیاست لاکن
کېدای شي دا ورور زموږ د حزب تحریر له وروڼو څخه وي ، زموږ د دې وروڼو نظر دادی چې
باید د خلافت د راوستلو لپاره دعوت وشي، موږ یو شخص باید خلیفه وټاکو او بیا کار
پیل کړو، خو موږ بیا فکر کوو چې دا کار څه مقدماتي کارونو ته اړتیا لري، د خلیفه
له راوستو د مخه اسلام ته بلنه، د اسلامي حکومت د راوستلو بلنه، په ټول ژوند کې د
اسلام د احکامو د پلې کولو بلنه، دا کارونه لومړیتوب لري، بیا چې کله ځینې سیمې په
همداسي حکومت سنبالې شوې، نو به دې ته لاره هواره شي چې اوس راځئ چې په ګډه یو
اسلامي خلافت را منځته کړو، تر دې چې د خلافت په همدې نوم سره مسمی کېدل هم حتمي
ندي، کېدای شي خلافت ته کوم بل نوم ورکړو، لکه فدرالي اتحاد او یا داسې بل نوم، هدف
دادی چې د اسلامي ځواک لپاره یوالی رامنځ ته شي.
عبد القادر عياض:
زموږ سره بل ورور له
الجزایر څخه په لین کې دی احمد تطراوي، مهرباني وکړه تطراوي صاحب !
أحمد تطراوي – الجزائر:
السلام عليكم. محترم
دوکتور صاحب! زما سره یوه پوښتنه ده، هغه دا چې د اسلام نړیوالتوب په خپلو ټولو
ښېګڼو سره یوه معلومه او ثابته خبره ده او هېڅوک ترې انکار نه کوي خو زما پوښتنه
داده: تاسو په دې برخه کې د هغو کسانو په برخه کې څه نظر لرۍ چې د انسانیت لپاره
دعوت کوي، په دې دعوت کې یوه ډله فلاسفه او مفکرین هم شته ، ددوی په سر کې طه حسين
او په دې برخه کې سیکولرزم هم کار کوي هغه فکر چې د یوې داسې مدني ټولنې د جوړولو
لپاره کار کوي چې د اسلام سره هېڅ تړاو ونه لري، محمد عبده هم په همدې فکر متهم
شوی دی، ځکه هغه هېواد پالنه او تعددیت قبول کړ او دیني حرکت یې ونه مانه، ستاسو
رأیه په دې برخه کې څه ده؟
يوسف قرضاوي:
د محمد عبده په اړوند ډا
ډول څرګندونې اساس نه لري چا چې د هغه کتابونه لوستي وي په تېره بیا د توحید
رساله، چاچې د هغه رد په مشهور فرانسوي لیکوال باندې لوستی وي، چا چې د هغه رد په
مجله د الجامعه کې په فرح أنطون باندې لوستی وي، د هغه کتاب اسلام او مسیحیت په
علم او مدنیت کې، چاچې د هغه مقالې په عروة الوثقی کې لوستې وي، هغه مجله چې سید
جمال الدین افغاني او محمد عبده به په پاریس کې خپروله، دهغې مجلې زیاتره لیکنې به
د محمد عبده په قلم لیکل کېدې، خپله سید جمال الدین ډېره لږ لیکنه کوله، او اصلي
لیکوال یې محمد عبده ؤ، نو هغوی به له وریه د نوموړي نظریات وګوري، او محمد عبده
په سیکولوزم متهم کول لویه اشتباه ده، هغه د المنار د تفسیر لیکوال دی.
محترم دوکتور صاحب ډېره مننه !
محترم دوکتور صاحب ډېره مننه !
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر