لیکنه : محمدشفیق صادق
الف: د دین او عقیدې له
مخې :
اول : سرمایه داري نظام:
دا نظام د آدم سمیټ په لاس
د یو کتاب په بڼه را منځ ته شو، په دې نظام کې حکومت او دین سره بیل دي او موخه یې
د یوې سیکولر ټولنې جوړول او دا نظام پکښې پلې کول دی.
دوهم: سوسیالیستي نظام:
دا نظام د الحاد د عقیدې
سره تړلی دی، په دې نظام کې دا اصل دی چې (خدای نشته او ژوند یوه ماده ده)دین په
اقتصادي نظام کې هیڅ رول نه لري، مارکس د دې نظام بنسټ ایښووندونکی دی او په خپل
کتاب کې یې تر ې ننګه کړيده .
دریم: اسلامي اقتصادي
نظام:
د اسلام دین د اقتصاد لارښوود دی او اقتصاد د
اسلام په دین پورې تړلی دی.
ب: د فردي ملکیت پر اساس:
اول : سرمایه داري نظام : فرد د تملیک او تولید په برخه کې پرته له هیڅ قید څخه آزادي لري.
دوهم : سوسیالیستي نظام: ملکیت یوازې د دولت حق دی فردي ملکیت ته پکښې حق نشته او فرد یوزاې د دولت
اجیر او کارګردی.
دریم: اسلامي نظام: د شرعي قوانینو او اصولو په رڼا کې او د عامه مصلحت په نظر کې نیولو سره
فرد د ملکیت او تولید حق لري، چې چاته به ضرر نه متوجه کوي.
ج: په آزاد بازار کې د
دولت مداخله:
اول: سرمایه داري: د تولید او اقتصاد په برخه کې دولت د مداخلې حق نه لري او فرد مطلق آزاد
دی.
دوهم: سوسیالیستي: دولت او حکومت د ټولو اقتصادي چارو کنترول په لاس کې لري او دا چاري د
مرکزي حکومت د پلان پر آساس تنظیمیږي، فرد په دې هکله هیڅ اختیار نه لري.
دریم : اسلامي : په اصل کې حکومت باید په اقتصادي فعالیتونو کې مداخله ونه لري ، خو که
لازمه و ګڼل شوه د عامه مصلحت په آساس بیا حکومت په بازار کې مداخله کوي، دا په دې
آساس چې رسول الله (ص) فرمایي: خلک پریږدی چې یو د بل څخه روزي وګټي .
په دې نظام کې ملکیت مطلق
نه دی بلکه ملکیت د ګټې پر آساس دی، که چیرته څوک د کوم شي څخه ګټه وا نه خلي نو
ملکیت یې له منځه ځي، همدا شان یوازې فرد په خپل ژوند کې د یو شي مالک دی او له
مرګ څخه وروسته یې مال د میراث پر آساس ویشل کیږي.
په دې نظام کې توازن یو
اصل دی په لګښت ، استهلاک او مصرف کې به د عام مصلحت او د خاص مصلحت پر اساس توازن
مرعات کوي، همدا رنګه د خاص او عام ملکیت له مخې به خپل مسؤلیت او حقوق هم ادا
کوي.
دولت یوازې په مباحاتو کې
مداخله کولای شي خو په واجباتو او محضوراتو کې د مداخلې حق نه لري. همدا شان د
احتکار په صورت کي هم دولت حق لری چې د اجناسو مالکین مجبور کړی تر ځو خپل اجناس
بازار ته وباسي .
همدا شان د یوه کس د خرید
په مهال بل څوک حق نه لری چې د لومړی کس په بیعه کې ددی کس تر معاملی پوری مداخله وکړی او یا بير
پورته قیمت وټاکي
د مارکیټ څخه مخکي د
مالونو د اخیستلو لپاره مخکي په لاره دریدل جواز نه لری .
د: ګټه: اول : سرمایه داري: ګټه ددې نظام آساسي موخه ده ، د همدې نظام د بقا او دوام مهم هدف دی او د
همدې موخې لپاره اقتصادي فعالیتونه کوي.
دوهم : اشتراکي یا
کمونیستي نظام: ګټه هدف او موخه نه ده د
اقتصادي فعالیتونو کارول یو ټولنیز هدف دی ، چې دخلکو د اړتیاوو د رفعه کولو په
موخه کار کوي کله کله به اقتصادي تصدۍ په زیان کې هم لګیاه وي ، د عام مصلحت پر
آساس به کار کوي.
دریم : اسلامي نظام: ګټه یو اقتصادي هدف دی خو وروستی یا نهايي هدف نه دی . هر ځوک به د خپلې
کټې او سرمایی څخه د الله تعالی حق (زکات او صدقه ) ورکوي او حکومت کولای شي له
خلکو په زور زکات واخلی او په خوارانو یې وویشي
هـ: د بازار کنترول: اول : سرمایه داري: په دې نظام کې د بازار قیمتونه یوازې د عرضې او تقاضا پر آساس ټاکل کیږي
او قیمتونه ټاکل اصلاْ جواز نه لري، بازار په خپله قیمتونه ټاکي .
دوهم : سوسیالیستي: حکومت د انتاج یا تولید ضیمه وار دی ، دولت تولید کوي او نرخونه ټاکي.
دریم : اسلامي نظام:
نرخونه د تقاضا او عرضې پر آساس ټاکل کیږي، دولت یوازې د اړتیا په صورت کې قیمتونه
کنترول کوي، بازار او کار به د شرعي لارښوونو پر آساس او د اخلاقي معیارونو له مخې
فعالیت کوي چې بیلګه یې د سود ، خیاتن ، قمار
، احتکار ، فحشاء . او داسن نورو
مضرو کارونو مخنیوی دی چې خلکو او ټولني
ته زیان رسوي که دا شیان ولیدل شي نو حکومت به مداخله کوي.
د پورته نظامونو وروستۍ
موخې
اول: سرمایه داري: مادیت او د ټولنې اړتیاوې په نظر کې نیول او د خپلو خواهشاتو پوره کول که په هره ممکنه وسیله سره وروستی هدف دی.
دوهم : کمونیستي: مادي هدف لري چې د ټولنې اړتیا پوره کول یې هم هدف دی.
دریم : اسلامي : د ټولنې او فرد اقتصادي اړتیاوې پوره کول یې لومړی هدف دی، خو د اقتصادي
موخې څخه د الله تعالی حق ادا کول او د الله تعالی رضا ترلاسه کول یې هم موخه ده،
له همدې امله د دنیوي او دیني موخو د ترلاسه کولو لپاره یو ځای کار کوي.
دا هغه اهداف دي چې یو له
بل سره ټکر نه لري بلکه یو د بل تکمیل
کوونکي دي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر