موږ یو احساساتي ملت یو....
زموږ احساسات تل
په عقلانیت او معلوماتو غالب وي ، ، ډیر
وخت په آوازو پسې روان ؤ ، مطالعه او کتاب
لوستنه مو هستي هم عادت نده ، له همدی امله
د سرچوک اوازي راته معتبری وي ....
اسلام مو منلی خو
له لارښوونو یې بی خبره یو ، ډیر وخت مو
عادی انسانان د معصومیت درجې ته رسولې ، د هغه په ملاتړ او محبت مو خپل خلک وژلې ،
ځورولې او په عزت مو روته تیری کړی ، په داسې حال کې چې موږ( مسلمانان ) زیاتره د
حنفی مذهب پیروان یو ، د هغه مذهب تګلاره داده چي په انسانانو کې یوازې او یوازې
پیغمبران معصوم ؤ دوی له خطاء او سهوي څخه پاک ؤ ،نور ټول انسانان په سهوه او خطاء کي لویدلی شي ..که هغه صحابی دی
، که تابعی ، که امام ، که پیر که فقیر ، نو په لوی لاس یو عادی انسان د عصمت درجي
ته رسول او بیا یې په ملاتړ وینې تویول ، تهمت لګول ، درواغ ویل ، ښکنځل کول ..دا
هر څه د اسلام او حنفی مذهب له لارښوونو سرغړونه ده خو کاشکي موږ ځانونه د خپل
مذهب په اصولو پوه کړی وای نو تل به مو په ړندو سترګو تر هر بیرغ لاندي ژوند نه تیراوه ...
د نړی خلک چي څه
واوري نو بیا پری څیړنه اومطالعه کوي خو موږ بیا د خپل فکر په اساس پریکړه کوو ..
زموږ سره په لیسه کې یو استاذ ؤ کله به چي
د استاذانو تر منځ په کومه خبره بحث پیل شو نو هغه به ویل : زه خو کوم کتاب هم نه
لرم او نه مي مطالعه کړي خو زما په آند چي دا مسئله به داسې وي .. نو نورو به ورته
ويل : هو ستا په ګیډ بیان کي همدا ډول راغلي دي....
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر