۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

آیا مقتدي په امام پسې د فاتحې سورت او قرائت ولولی او که چپ پاته شي؟

آیا مقتدي په امام پسې د فاتحې سورت او قرائت ولولی او که چپ پاته شي؟



ژباړه له عربی انترنیتي منابعوڅځه .
ضروري یادونه :
 په امام  پسې د قرائت په برخه کې علماء کرامو ډیر بحثونه کړیدی ، او هر  عالم  د خپل علم ،  پوهې او احادیثو  ته د لاس رسی په رڼا کې استدلال کړیدي   او موږ ته یې موضوع ښه روښانه کړیده  خو دا موضوع باید د جدي بحثونو او اختلافاتو سبب نشي ، ځکه د مسلمانانو اتفاق او اتحاد د فرعي مسایلو تر عملی کولو  مهم او ضروری دي.او  د ټولو  مذاهبو  د لمونځ کوونکو لمونځ صحي او سم دی ، هیچا هم تر اوسه دا ندي ویلي چې د فلاني مذهب  لمونځ کوونکو لمونځ صحې او د هغه بل باطل دی ، البته په مسایلو باندې ځان پوهول او پلټنه کول  او د علماؤ تحقیقات مطالعه کول د هر مسلمان دنده ده تر څو  ځان ددین په ټولو اصلی او فرعي مسائلو پوه او خبر کړي
پاسني  پوښتنه  هغه پوښتنه ده چي  له پخوا  څخه تر اوسه یې  مسلمانان له علماء کرامو  دا پوښتي  چي آیا مقتدي به په امام پسې د جماعت په لمانځه کې د فاتحې (الحمد لله ) سورت او قرائت ( بل سورت) هم وایی او که چپ (پټه خوله ) به ولاړ وي ؟  
ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې په اسلامي نړی کې په پخوا  او اوس  کې د مذاهبو د علماؤ تر منځ  لوی  بحثونه روان دی ، هر امام او هر عالم خپل خپل دلائل لری ، چې دا بحثونه په دریو ګروپونو او محورونو راڅرخي :
۱-لومړي ډله هغه علماء دي چې وایی په مقتدي لازمه ده چي په جهري او خفیه دواړو لمونځونو کې چپ پاته شي او په امام پسې فاتحه او بل سورت ونه وایی .
۲- دوهمه ډله علماء په دې نظر دي چي په مقتدي واجب دي چي په امام پسې په جهری لمونځونو کې چپ پاته شي خو په خفیه لمونځونو کې لکه د (نمازپښین او نمازدیګر) کې په امام پسې الحمد لله سورت   ولولی .
۳- دریمه ډله علماء په دې نظر دي چې هم په جهري او هم په خفیه  دواړو  لمونځونو کي په مقتدي واجب دي چي په امام پسې فاتحه سورت او بل سورت ووایی ..
نو ددې لپاره چي  موږ  ددې دریو واړو ډلو علماؤ  په نظریاتو پوه شي ، د هرې ډلي علماؤ دلائل به په لنډه توګه ذکر کړو :
۱- لومړی  نظر : دا ډله علماء په امام پسې قرائت لوستل واجب نه ګڼې ، تر دې چي ځینې خو یې مکروه تحریمي  هم ګڼې  په دې ډله علماؤ کې د حنفی مذهب علماء تر نورو زیات په همدې نظر دي او ځینې شاذ شافعې علماء او ځینې مالکیان هم ورسره هم نظره دي .
د حنفی مذهب د فقهې زیاترو معتبرو کتابونو دا قول را اخیستی چې مقتدې به په امام پسې قرائت او الحمد لله سورت نه وایی ، لکه الاختیار لتعلیل المختار ، فتح القدیر ، هدایه او داسی نورو..
 جاء في [البناية شرح الهداية 2 /313] من كتب الحنفية: "ولا يقرأ المؤتم خلف الإمام".  وفي [مراقي الفلاح ص86]: "ولا يقرأ المؤتم، بل يستمع وينصت، وإن قرأ كُره تحريما".
دوی تر هر څه د مخه په دې آیت استدلال کوي چي فرمایی : ﴿َوإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾ . یعنې کله چي د قرآن کریم تلاوت کیده ، تاسو غوږ ورته ونیسي او چپ پاته شي تر څو په تاسو رحم وشي .. همدا شان په دي حدیث  شریف استناد کوي چي فرمایی : ولقوله صلى الله عليه وسلم: "من كان له إمام فقراءته له قراءة" [رواه الإمام أحمد في مسنده]‏‏
یعنې څوک چي امام لری ( په امام پسې لمونځ کوي) نو د امام قرائت د هغه لپاره هم قرائت دی .
همدا ډول په بل حدیث شریف کې هم راغلی چي فرمایی: "الإمام ضامن والمؤذن مؤتمن" [رواه الإمام أحمد في مسنده]‏‏.امام ضامن دی
همدا شان دا حدیث شریف :  عن جابر بن عبد الله رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ((من صلى خلف الإمام فإن قراءة الإمام له قراءة) السنن الكبرى (2/159) برقم (3011) البيهقي
 دوهم نظر :
دا ډله علماء بیا په دې نظر دي چي په خفیه لمونځونو کې  د قرائت (الحمد لله) ویل واجب دي ، او په جهري لمونځونو کې چپ دریدل لازم دی .
دوی هم د جهري لمونځونو لپاره چي امام باید قرائت ووایی او مقتدیان چپ و اوسي په همدې آیت استدلال کوي چي فرمایی: َوإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾ . نو دوی وایی چې په جهري لمونځونو کې چې کله امام قرائت وایی په مقتدیانو یې اوریدل او چپ کیدل واجب دي ، خو په خفیه لمونځونو کې د قرائت لوستلو په هکله په دي حدیث شریف استدلال کوي چي فرماي: : (لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ) متفق عليه  هیڅ لمونځ نشته (نه صحې کیږې) مګر د الحمد لله په ویلو سره ..
همدا شان بل حدیث شریف هم استدلال کوي چي فرمایی: وجاء حديث أبي هريرة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (مَنْ صَلَّى صَلَاةً لَمْ يَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْقُرْآنِ فَهِيَ خِدَاجٌ، ثَلَاثًا، غَيْرُ تَمَامٍ. فَقِيلَ لِأَبِي هُرَيْرَةَ: إِنَّا نَكُونُ وَرَاءَ الْإِمَامِ؟ فَقَالَ –يعني أبو هريرة رضي الله عنه-: اقْرَأْ بِهَا فِي نَفْسِكَ) رواه مسلم
په دې حدیث شریف کې چې ابوهریره (رض) روایت کړي ،رسول الله (ص) فرمایلی چي چا لمونځ پرته له الحمد لله اداء کړ ، نو لمونځ یې نیمګړی دی ..
دې ډلې علماؤ منځني لاره غوره کړي ، دوی وایی موږ په هغه آیت هم عمل کوو چي د قرائت په مهال موږ ته د چپ کیدو امر کوي او په هغه حدیث هم چي وایی پرته له الحمد لله لمونځ نه صحې کیږي ، نو په جهری لمونځو کې  باید مقتدیان چپ  ودریږي  او په خفیه لمونځونو کې الحمد لله ووایی.
همدا شان دوی په هغو علمای کرامو چي په جهری او خفیه دواړو لمونځونو  کې په چپ دریدو امر کوی ، اعتراض کوي چې کوم احادیث چې دوی پری استدلال کوي ، هغه ټول د جهری لمونځونو په برخه کې لارښوونه لری ، نه د خفیه لمونځونو په برخه کې .
 او ددې حدیث شریف يه هکله چې فرمایی: وحديث أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم انصرف من صلاة جهر فيها بالقراءة فقال: ((هل قرأ معي أحد منكم آنفاً))؟ فقال رجل: نعم يا رسول الله، قال: ((إني أقول ما لي أنازع القرآن)
یعنې  ابوهریره (رض) فرمایی: رسول الله (ص) هغه مهال لموځ پریښود چي کله په لمانځه کې نورو خلکو قرائت پیل کړ ..  نو د وی په دي هکله فرمایی چي دا حدیث شریف د جهری لمانځه په برخه کې لارښوونه کوي ، ځکه هغه مهال رسول الله (ص)  د مقتدیانو په کړنه اعراض وکړه چي کله مقتدیانو د رسول الله (ص) له قرائت سره په جهری لمانځه کې قرائت لوستل پیل کړل نو یې خلک له قرائت ویلو منع کړل ، او دا په هیڅ صورت په دې دلالت نه کوي چې په خفیه لمانځه کې هم باید چپ پاته شی.
دریم نظر
دریم نظر د هغو علماؤ دي چي په هر حالت کې (خفیه او جهری کې ) په مقتدیانو قرائت لوستل لازم او واجب ګڼې  ددې ډلي علماؤ څخه د شافعې مذهب علماء ، امام نووي ، او امام بخاری یادیږي ،  دوي په ځینو لاندې  احادیثو استدلال کوي چي فرمایی:
عن عبادة بن الصامت رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب)) رواه البخاري (723) ومسلم (394)
 روى ابن ماجه (843) عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما قَالَ : ( كُنَّا نَقْرَأُ فِي الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ خَلْفَ الإِمَامِ فِي الرَّكْعَتَيْنِ الأُولَيَيْنِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ , وَفِي الأُخْرَيَيْنِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ ) والحديث صححه الألباني في صحيح ابن ماجه
دوی وایی چې  په هر حالت کې په امام پسې باید مقتدیان قراېت او الحمد لله ووایی ، ځکه ددوي په مذهب ، له الحمد لله ویلو پرته لمونځ صحت نه لری ، خو ددوی سره علماؤ د هغه آیت په متن استدلال کړی دی چي فرمایی: َوإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾  او دوی ددې ایت په  نه عملی کولو ملامتوي .دوی بیا په دي هکله په امام لازم ګرځوې چي  مقتدي باید د امام د قرائت له پیل وړاندې الحمد لله ووایی ، او امام باید د قرائت او الحمد لله په منځ کې وقفه وکړې تر څو چې مقتدیان خپل قرائت تکمیل کړي.
 .

: http://iswy.co/e3ji1





۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

د نړی لومړی او نامتو جغرافیه پوه (شریف الادریسی)

د نړی لومړی او نامتو جغرافیه پوه
شریف الادریسی

ژباړه او راټولونه : محمد شفیق صادق
شریف الادریسی  د محمد زوي  ؤ چي په  (۱۱۰۰- ۱۱۶۶) میلادی کلونو کې یې ژوند درلود ،   بشپړ نوم  یې : ( ابوعبدالله محمد بن عبدالله بن ادریسی الحمودی الحسنی الادریسی ) مشهور په شریف ادریسي دی.
نوموړی په  (۴۰۳) هجري او(۱۱۰۰) میلادي کال د اسپانیا  هیواد د ښارونو څخه د سبتې په ښار کې تولد شو  ، داچې د المغرب د ادراسیانو د حکومت د مؤسس سره یې کورني اړیکې درلودې له دې امله په شریف سره ونومول شو . د هغه وخت د اندلس ( اوسنی اسپانیا ) د قرطبې (کورتوبا) په ښار کې  یی چې هغه مهال د علم او فرهنګ تر ټولو لوی مرکز ؤ  ، د فلسفې ، طب ، نجوم  زده کړې پای ته ورسولې ، او په ریاضیاتو کې یې ښه مهارت تر لاسه کړ. هغه په ځوانۍ کې د سفر کولو او (نړی ګرځیدو) سره ډیره مینه درلوده ،نو یې د عمر په (۱۶) کلني  سفرونو ته ملا وتړله ، او د هغې سیمې په څیرمه  تقریبا  ټولو ښارونو وګرځېد ، تر دې چې د هغې زمانې د صیقلې (سیسل) جزیري ته چې د مدیتراني په شمال کې پرته ده ورسید ، د هغې جزیرې د پادشاه (دوهم راجر) سره یې ملاقات وشو او هلته یې د خپلو سفرونو د انجام په اړوند یو کتاب د (ننزهة المشتاق فی اختراق الآفاق) په نوم ولیکه ، نوموړی کتاب د هغه پاچا د خوښئ او توجه وړ وګرځيد .

نوموړی د نړی په سطحه یو له مهمو جغرافیه پیژندونکو څخه دی ،او له هغو خلکو  ډیر مشهور دی چي  دنړی نقشه یې ښکلې ده ، دا د (قرون وسطی ) د تاریخ تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه چي د جغرافیی په برخه کې دي مسلمان عالم تر سره کړې ، ،هغه په دي کار (۱۵) کلونه تیر کړل ،  ول دیورانت  د ادریسی د نقشې په اړوند وایی : دا د  قرون وسطي د زمانې  د نقشو به رسامي کي  تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه ،تر دي وړاندي   دا  ډول علمي  ، پراخه ، لویه  او دقیقه نقشه نه وه رسم شوي ،ادریسي به د نورو مسلمانو علماؤ په شان د ځمکي په کروي والی ټینګار کاوه ، او دا یوه څرګند حقیقت دی ) (قصة الحضارة 13/ 358).

منځنې پیړي د تاریخ  د هغې (۱۰۰۰) کلنې دورې یوه  برخه ده چي اروپا پکښې د تیارو شپې صبا کولې ، سره ددې چې د تاریخ دا پړاو یوازي تر اروپا پورې محدود دی او نوره نړي ددې تاریخ څخه مستثني ده ، په تیره اسلامي نړی ، خو اروپایان د خپلی استعماري برتری له امله توانیدلی چي زموږ روښانه تاریخ ته هم  ، د خپلو تیارو  د تاریخ پوښ ورکړي او د قرون وسطا تاریخ چي هیڅکله هم په مسلمانانو ندی تیر شوي په مسلمانانو  هم ومني ، اروپا د قرون وسطی په تیارو کې ډوبه وه ، خو د اسلامي نړی یوه ځوان د دې تیارو په سهارنې برخه کي د ځمکې هغه کره جوړه کړه چي کلیسا یې یوازې په نظر ورکولو لسګونه اروپایی عالمان ژوندي وسوځول . د ادریسي د سفرونو کتاب سره ددې چې د هغې زماني په تر ټولو علمي ژبه (عربي) لیکل شوی ؤ خو وروسته لومړی فرانسوي او بیا نورو ډیرو ژبو ته هم وژباړل شو  ، دا داسي یوه لیکنه وه چي   په هغه زمانه کې یې خلکو ته نړی وښوده او خلک یې له نورې نړي د نقشې په واسطه خبر کړل ، په دې هکله (کراچوفیسکې) په خپل کتاب (د عربی جغرافیایی ادب تاریخ ) (ج1, ص 280) کې د ادریسي په هکله  وایی : د ادریسی پلرونه په مالقه کې کوچنې امیران ؤ ، چې ونه توانیدل تر ډیره وخته په خپله سیمه واکمنې وکړي ، نو له ناچاری په یوولسمه میلادي بیړي کې  سبتې ته راغلل  او هلته په (۴۹۳ هه) (۱۱۰۰) میلادی کې ادریسي تولد شو ، د اندلس څخه د بیلتون سره سره بیا هم د هغه د کورني اړیکې له اندلس پرې نه شوې ، او ادرسي خپلې زده کړې په (قرطبه ) کې تر سره کړې .


ادریسي د هغه وخت   د صیقلې د جزیرې د پاچا ( دوهم راجر)  په غوښتنه د ځمکې کره له سپینو زرو  ( نقري)  څخه جوړه کړه ،  او یوه نقشه یې پرې رسم کړه ، هغه ، په نقشه کې د طول البلد او عرض البلد د کرښو څخه هم استفاده وکړه او دا کرښې یې عملا د نقشې په مخ تر سیم کړې ، په نقشه کې یې د سودان د سیمې مهمې برخې ، د نیل د سیند او ددې سیند د سرچینې په اړوند ، ډیر دقیق معلومات ولیکل .. همدا شان د نومړي کتاب ( نزهة المشتاق ) په اروپا کې د (کتاب راجز) په نوم چې د هغه وخت د سیمې پاچا  ؤ ، مشهور دی ، شریف ادریسی د اندلس څخه چې هغه مهال د ناورین سره لاس او ګریوان ؤ د خپل نبوغ سره یوه مسیحې هیواد ته چې مشر یې داسي یو څوک ؤ چي علماء او پوهان یې خوښیدل ، او د هغوی عزت یې کاوه هجرت وکړ، هغه د نوموړي سره د علومو په تجربو کې مرسته وکړه ، د هغه لپاره یې د سفر وسایل برابر کړل او د عملي تجاربو لپاره یې د فلکیاتو او نجومو په علم کې هم ډیره همکاری وکړه ، نوموړي د قطب نما په جوړولو او د لارو او سیمو په نقشه کولو کې د بحری سفرونو لپاره لاره اسانه کړه ،
 نوموړي د خپلو سفرونو په لړ کې د هغه په وینا چي د اندلس له لیشبونه (لسبون) له ښار څخه  د  مراکش په لور سفر پیل کړ ، د شمالی افرایقا د ښارونو او سیمو له لیدو وروسته قسطنطنیه ولیده ، بیا د فرانسي جنوب ته د کښتي په واسطه سفر وکړ ، او انګلستان ته هم ولاړ ،د اقیانوس د سمندر په څپو او  لوړو ژورو یی مطالعه وکړه ، په (۵۱۰) ه ق کال یې آسیای صغیر ته سفر وکړ ، او د مدیتراني له سمندر څخه  د مراکش په لور ستون شو د هغه دریم او تر ټولو مهم سفر د افریقا د وچي هغو جهیلونو ته ؤ چي د نیل د رود سرچینې شمیرل کیږي .  همدا شان نوموړي  د افریقا له  ډیرو مسافرو سره  د بالرمو  په بندرکې مرکې کولې او دهغو سیمو له حالاتو به یې معلومات راټولول ، نوموړي د فرانسی ، آلمان او انګلستان  تر دې چې د اسکاندیناوي ټاپوګانو په اړه هم ډیر ګټور معلومات راټول او ولیکل . چي تر دي مهاله هیڅ مسلمان عالم نه ؤ پري بریالی شوی ، ادریسې خپله نقشه د هغې زمانې د علم په اساس داسې ولیکله چې شمال خوایې کښته ولور ته او جنوب کې د نقشې پورته خواته لیکلی ؤ ، ددې نقشي لیکلي بڼه په (۷۰) پاڼو کې وه چې هره پاڼه یې ((33 × 21   ) سانتي متره وه ،  یعنې نیژدې (۵) متره مربع  ته رسیده ، چې یوه آلمانې عالم (کونراد میلر) یې یوه رنګه  کاپې په (۱۹۲۸) کال وروسته له دې چې د هغې نقشې مختلفې ټوټې یې راټولې کړې ،او مهمې سیمې او نومونه یې په المانې وژباړل  ، چاپ او خپره کړه
په 510 هـ  1116 کال سره ددې چې د عمر شپاړس کلون یې لا نه ؤ پروه شوي د آسیاي صغیر څخه یې لیدنه وکړه ، خو د نورو سفرونو سره سره نوموړي نوره افریقا او آسیا ونه لیده ، نوموړي سره ددې چې تقریبا (۴۰)  کلونه د سیسل په ټاپو کې تیر کړل خوهلته د حالاتو د خرابیدو له امله  د عمر په وروستیو کي بیرته خپل اصلي ټاټویې(سبته ) ته ولاړ او هلته په  (۵۶۱) هجري  او (۱۱۶۵ )  میلادي  کال  وفات شو . نوموړي د جغرافیی د کتاب تر څنګ ډیرې نورې لیکنې هم درلودې ، د هغو له جملې څخه د نباتاتو په علم کې د "الجامع لصفات أشتات النبات) کتاب ؤ چي د مختلفو بوټو او ونو خواص او صفات یې پکښې راټول کړی ؤ همدا شان یې د میوو ، دانو ، ګلانو تر څنګ په حیواناتو او د هغو په اړوند د ضرورت وړ مساېلو تر څنک د معادنو په اړه هم لیکنې درلودي همدا شان نوموړي د دې کتابونو تر ځنګ نورې لیکې هم په شعر ، ادب ، نبات ، کې درلودي
د هغه مشهورې لیکنې

    

 1  نزهة المشتاق في اختراق الأفاق

 2  روضة الأنس و نزهة النفس، أو بإسم أخر (المسالك والممالك)

 3  الجامع لصفات أشتات النبات

 4  الأدوية المفردة

 5  روض الفرج و نزهة المهجو هو مُختصر صغير للمسالك و الممالك






۱۳۹۶ اسفند ۳, پنجشنبه

زما د وطن سرګردانه میندي


هغه اسلام چي موږ ورته بلنه كوو


هغه اسلام چي موږ ورته بلنه كوو
لیکنه : ډاکتر یوسف قرضاوی
ژباړه : محمدشفیق صادق
لومړی برخه :
        
 ۱- هغه اسلام چې سيكولرستان يی غواړي               
په اسلامي او عربي هيوادو كې د مسلمانو دعوتګرو او سيكولر ډلو تر منځ  لويه شخړه روانه ده  چې له بده مرغه دا دهغو  نيوا كګرو او ښكيلاكګرو ديرغل نتيجه ده چې ډير كلونه يې دمسلمانانو په ځمكه واك موندلی وو، هغوی ډيرې هڅې وكړي ترڅو ددې امت اصلي هويت اوځانګړتيا  له بيخه راوباسي ، خپل وارداتي او راوړي رواجونه،آداب،پرګرامونه،نقشې او عقايد په موږ  په زور وتپي.خو كله چې دښكيلاك كرغيړن سيوری زموږ له سره اوچت شو،او زموږ له هيوادونو  ولاړل ، نو ئې موږ ته  داسي كسان په موږ  واكمن پريښودل ،چې دښكيلاك په ټاكلې  لار روان ؤ،  دهغوی لاره ئې وهله،  دوی بيا د مسلمانانو له زامنو داسي شاګردان وروزل چې يوازې په ميراثي توګه مسلمانان ؤ،  چې موږ ورته جغرا فيائي مسلمانان وايو ،  دوی په اسلامي هيوادونو كې زږيدلي  او لوی شوي ،  خو اسلامي فكر او عقيده نه لري؛غواړي مسلمانان پاته وي خو له اسلام پرته ژوند وكړي؛  كه له اسلامه څه ورسره  وي ،نو يوازې به تر فرد پورې شخصي مسائل وي. يعنې دوی غواړي اسلام يواځې دانسان او پروردګار ترمنځ په شخصي تړاو بدل كړي. دسينې له قفصه تيری ونه كړي ،كه دسينې له قفصه راووځي  بيا دجومات په ديوالونو كې  ايسار شي ؛(له بده مرغه)دجومات  آزادي هم نه مني تر څو پكښې دحق آواز او چت شي، دوی خو يوازې تر كنترول او څارنې لاندې جوماتونو او ممبرونو ته دفعاليت اجازه وركوي ،دوی هغه اسلام غواړي چې آزادي ونه لري، هرڅه بايد دواكمن نظام په خوښه ترسره شي، هرډول چې دوی وغواړي هسې ورته چوكات جوړ شي.دا هغه واكمن دي چې د استعماري تړونونو تر سيوري لاندې را لوی شوي ، په همدې فكر روزل شوي .
له همدې امله په هغو مسلمانو بلونكو چې كامل او جامع اسلام ته بلنه كوي نيوكې كوي، او دلارې خنډ يې ګرځي.
 پخوا به دوى په ښكاره په اسلام نيوكې او حملې كولې ،  دوی به ویل:  هغه اسلام نه غواړو چې موږ وتړي ، په خپلو ويناؤ به يې فخر كاوه ، هيڅ شرم او ويره يې  نه درلوده ، ډير په لوړ آواز به يې ويل:موږ غواړو گام په ګام په لويديځ پسې حركت وكړو ، د لويد يځ دتمدن خواږه او ترخه  ، ښه او بد .... هر څه ومنو ،تر ډيره وخته ددوی همدا شعار ؤ . خو اوس مها ل چې كله  دوى داسلامي بنسټ پال يون په وړاندې، ددْې سرتيري لښكر په وړاندې،، چې بنـسټ يې په ټولو اسلامي هيوادو كې  په ځوانو مسلمانو هلكانو او مسلمانو نجونو او اسلامي اصيل فرهنگ  ولاړ دى ، ماته خوړلې ،نو اوس بيا نه وايي چې موږ اسلام نه منو ، اوس يې ځانونه د خپلو بې بنسټه او دروغو غوښتنو او پلمو تر شا پټ كړي او وايي: تاسو موږ اسلام ته رابولئ ، خو دا كوم اسلام دی ؟ اسلام خو ډير ډولونه لري . دوى دا ويناوې له خپلو يهودي او مستشرقو  ښوونكو اوريدلې ، هغه خلك چې گمان كوي مسلمانان په يوه فكر راټول ندي ،فكر كوي  اسلام ډير ډولونه لري ،اسلام دمكان  ، زمان او مذاهبو له مخې ډير ډولونه لري ؛ آسيايي اسلام ، افريقايي اسلام، عربي اسلام ،تركي اسلام ، هندي ، اموي اسلام ، عباسي اسلام ،عثماني اسلام ، صوفي اسلام ،سلفي اسلام، سني اسلام، شيعه اسلام ...دوى دا راز ويناوې له خپلو  يهودي او مستشرقو استاذانو، ليډرانو، څيړونكو او پلان جوړوونكو اوريدلي .  دوي وايې موږ كوم اسلام ته را بولئ ؟ ددوى يوه وياند تير اوړى (دوبی) هم  د سيكولر ډلو په نمايندګئ  دقاهرې په كانفرنس كې وويل (۱) : موږ كوم اسلام ته را بولئ ؟ دسودان اسلام، دايران اسلام اوكه د پاكستان اسلام ته؟
كله كله خو بيا اسلام خلكو ته منصوبوي او وايي : د نميري اسلام ، دخميني اسلام، دضيا الحق اسلام  دروحانيونو اسلام ،د نظاميانو اسلام او دپاچاهانو اسلام.   ،خو زموږ ځوا ب ْدا دی: هغه اسلا م چې موږ ورته بلنه كوو ، په كوم ښار،هيواد،لاره،توكم،زمان او مذهب پورې تړلی ندی،  زموږ اسلام همغه دقرآن او سنتو اسلام دی،همغه د حضرت محمد( ص) اسلام .كه څوك غواړي  زموږ هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو وپيژني نو قرآن دپرانيسي، صحيحو سنتو او صحاح كتابونو ته د مراجعه وكړي ،تر څو پوه شي چې موږ څه ته بلنه كوؤ ؟
دوی غواړي په موږ ددوی د خوښې اسلام وتپي ،تر څو د پردې تر شاه ورته د تخريب او تور لګولو لاره ومومي، ددې كسانو څخه يوه کس وويل:آياغوړ  موږ دپاچاهۍ هغې دورې ته وروګرځوئ چي ويل به ئې: (هرڅوك چې راته ووائي له خدايه ويره وكړه! ورميږ به ئې وركټ كړم.)،آيا غواړ  موږ داسې  او هسې دورې ته وروګرځوئ ......؟ دوى په تاريخي بې لاريو او سرغړونو پسې ګرځي ، غواړي اسلام نيمګړی وښيي ، دا څومره دتعجب ځای دی ؟ ولي اسلام د حجاج بن يوسف ثقفي او دهغو په شان نورو بې لارې او ظالمو واكمنو په نيمګړتياؤ تورن كوي؟ دتعجب ځای دادی: كله چې دوى ته دحضرت ابوبكرصديق ، عمربن خطاب، عثمان،على ، عمر بن عبدالعزيز(رضی الله عنهم)......(دحكومتونو او عدالت)خبره كوو نو وائي: هغه وختونه بيا راتلای نشي . دوی دخلكو بې لارۍ او سرغړوني په اسلام ورتپي ،خو داسلام حقانيت او ا ستقامت نه مني ، دا څه ډول منطق دی؟
كله وائي : غواړئ موږ هغې پادشاهۍ  ته راوغواړﺉ  چې ويل به ئې :(كه څوك راته ووائي له خدايه ويره وكړه، ورميږ به ئې وركټ كړم) . دوی  ددې  دوْرې يادونه كوي،خو نه وايي : موږ دهغه امير دورې ته ورګرځيدل غواړو چې كله به هغه ته وويل شول، له خدايه ويره وكړه !داسي ځواب به يي وركړ: ( كه همدا خبره ونه كړئ نو په تاسو كې خير او بركت نشته ، او كه دا ډول خبرې زموږ غوږونو  ته ونه رسيږ ي ، په موږ كې هيڅ خير او بركت نشته . او هغه حضرت عمر(رض ) ؤ . ولې نه وايي : موږ د هغه امير دورې ته وركرځيدل  غواړو  چې ويل به يې : ( تر څو مې ستاسو په منځ كې دالله تعالى اطاعت كاوه، زما اطاعت وكړئ  ،او كله چې دګناه او معصيت په لاره روان شوم ، بيا زما اطاعت په تاسو واجب ندى.... كه مې ښه عمل كاوه زما مرسته وكړئ اوكه مې ګناه وكړه نو سمې لارې ته مې را وګرځوئ ) او دا حضرت ابو بكر صديق (  رض) ؤ .
يوه بل امير به ويل :له تاسو څخه چې هر يوه زما (له سمې لارې ) كوږوالئ وليد نو ما د راسم كړي . چې داد عمر (رض  ) وينا وه.  او كله چې په ځواب كې ورته وويل شول: كه مو په تاسو كې له سمې لارې كوږوالی ، وليد نو د تورو  په تيغ به دې  را سم كړو.نوهغه  ويل :( د الله تعالى شكر ادا كوم چې د عمر په رعيت كې داسې كسان هم شته چې د عمر كوږوالی د تورې په تيغ راسموي ).
دوى  ولې هغه اسلام غواړي چې ددوى د غوښتنې او مزاج دروازه جوړه شي ؟ نو هغه اسلام چې موږ ورته  بلنه  كوو هغه كوم اسلام دی؟