که دا جوړ شي نو څه ژوند به یې وي ؟
محمدشفیق صادق
زه چې د بمبارد څخه را تښتیدلی وم، په خپله کوچنی خور او ورور پسې روان روان وم، تر څو هغوی ولټوم مړی ژوندی یې معلوم کړم ، هغوی تر اوسه لا نه ؤ معلوم لومړي د ټپيانو او شهیدانو جنازو ته چې خلکو راوړي و ورغلم ، خبر شوم ، ظابط قاسم خان شهید شوی ، او جنازه یې کورته یوړه ، له هلکانو مې پوشتنه وکړه ،زما خور او ورور چې هلته یې غواګانې د څرولو لپاره بیولې وي ومو نه لیدي؟ چا راته ځواب نه راکاوه ، یوه هلک راته وویل : ستاسو هغه توره غوا د فلاني په پټې کې ګرځیده ، نور مو په ورور او خور خبر نه یم .. ځان ته مې ښکنځل کول ، خو تا ورته وویل چې نن غواګانې خندق ته بوزی ، دا دواړه ستا له لاسه ... کوم هلک راته وویل ، را ځه دلته یې هم یو څوک راوړي دا وګوره بیا پسې ګرځه .. ورغلم ...د هغه ګټ د نورو جنازو سره په کمکې رود کې تر ونو لاندې ایښې ؤ ، خلک پرې راټول ؤ ، زه هم سره ددي چې لا هلک وم ، ورغلم ، مخ مې یې پرې وکوت و خو زما ...نه ؤ نو زما خپل ورور او خور هیر شول ، همدې ټپې ته حیران ودریدم ، هریوه حیران کتل ، هرچا به د راتلو سره د مخ وکوت او دهوسیلي په اوښکلو به روان شو ، پلار یې هم د فکرونو په ټال کې د کټ خواته ناست ؤ ، نه پوهیده څه پرې وکړي ، نه ډاکتر ؤ او نه یې چاته د علاج درک معلومیده ، شهیدان خو یې خپلو کورنو ته یوړل ، خو اوس په دې ټپې څه وکړي؟ هغه په لاس ایشاره وکړه ، کوم بل چا ناري کړي ،اوبه غواړي ،خو اوبه څه ډول ورکړي ،د عبدالعلیم د خولې کوزنۍ زامه د بم ټوټې ورسره وړې وه ، ژبه یې په ستونې کې کښته پرته وه ، د کوزې څښکوری یې د هغه په ستونې کې د ننه کړ ، او اوبه یې ورکړي!! چا ویل ډاکتر پیدا کړئ ، هغه مهال د جنګونو له امله ډاکتر هم نه ؤ ، ځینو مجاهدینو به له پاکستان څخه د ټپونو د تړلو لپاره طبې دواوې راوړلې ، او د ټپیانو ټپونه به یې پرې تړل ، ،خوارکي د مظلومیت خړې خړې سترګې اړولې ، چا د وهم و بیرې نه ورته کتل ... مرحوم محمدناصر چې هغه مهال به یې څه بندراجونه او دیتول ورسره ګرځول ، راغی ، عبدالعلیم یې وکوت ، په وحشت کې ودرید، چا ورته غږ کړ، او ناصره ! ورشه له تاسره خو به دوا وي لږ راوړه چې .... ناصر د خلکو له منځه را په شا شو ، زموږ هلکانو خواته ودرید ، له ځانه سره وبونګیده ، ( ددې په کوم ځای دوا وکړو ، دا چې جوړ شي ، څه به شي .... یره ! زه خو وایم خدای یې دې زر مړ کړي ... له همدي سره یې خلکو ته د هو کې سر وخوزاوه ، د کور په لور روان شو ...
زما رایاد شول چې خور او ورور مې ..د بمبارد ځای ته چې زه هم ترې تښتیدلی وم ، ورغلم ، ډیر خلک هلته د بمونو د لویو کندو سره ګرځیدل ، و بمونو لویو کندو وویرولم ، د باروتو بوی نا طاقته کړم ، خلکو له یو بله پوښتل چې دا ځای یې ولې بمبارد کړ، دلته خو نن ټول خلک د غنمو د ریبدلو لپاره راغلي ، چا د شولو خوي کول ، ولې یې دا خلک په وینو کې ولمبول ..اي خوا دي خوا مې ډیر وکتل نه مې خپلې غواکانې ولیدي او خور او ورور ، په ځغاسته بیرته راوګرځیدم ، ګورم چې خور او ورور مې ویریدلي په یوه لښتې کې پټ ناست دي ، زه یې چې ولیدم ... نو د ژړا غږونه یې اوچت کړل ، پوه شوم چې په بدن سم دی ، یوازي سخت بیربدلی ،له هر څه مخکې ورسره د غواګانو غم ؤ ، لا لا زموږ غواګانې وتښتیدي ، اوس به مړې وي... ما ترې وپوښتل تاسو دلته څه کوئ؟ موږ په هغه خندق کې (چې بمونه پرې واوریدل) غواګانې څرولې ، نا څاپه یوه غوا راوتښتیده ، موږ چې دلته پسې راغلو نو طیاري راغلې ډیر بمونه یې واچول ، غواګانې مو وتښتیدې ، موږ دلته پت شو ، اوس بیا طیاري راځې ...زړه مې ډاډه شو .. ځه چې تاسو ښه یاست غواګانې د هسې مړې شي ... خو ددوي هرې خوا په غواګانو پسې سترګې اړولې ..له ما یې وپوښتل ته خو هم همدلته وي ، ته چیرته ولاړی ؟ ما غوښتل په شولو کې خوی وکړم ، خو چې جټ طیارې راغلې او لومړي دوره یې ووهله پوه شوم چې بمبارد کوي ، په ځغاسته رود غاړې ته ولاړم ، هلته تر یوې ونې لاندې مې په یوه ژور کې ځان پټ کړ ، ټول بمبارد هلته راباندې تیر شو ، چې کله بمبارد خلاص شو ، لومړي مې د کور پوښتنه وکړه ، هغوی ښه ؤ ستاسو پوښتنه ټولو کوله ، اوس په تاسو پسې ګرځیدم .. خدای خیر پیښ کړ ، چې غوا مو له هغه ځایه راتښتیدلې که نه تاسو به اوس هم ... دا د ۱۳۶۲ کال د اسد د میاشتې اتمه وه ... زما د کلي د ناورین داستان
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر