۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

زموږ د ویرجن تاریخ په ناکامه لاره یوه بله ناولده ډله هم آزمون ته راووته !

 زموږ د ویرجن تاریخ په ناکامه لاره  یوه بله  ناولده  ډله  هم آزمون ته راووته !

لیکنه :  تنګیوال

په افغانستان  د کمونست رژیم له واکمن کیدو  او بیا د شوري اتحاد  له اشغال وروسته  له موږ ډیر په لویدیځ  او پاکستان د ویرې پیریان کښیناستل  او ژبه یې داسې وچه شوه  چې   د تم کولو په موخه  یې هر مټې رانغښتې  ته (ماما جان )ویل  او د مرستې سینه یې ورته ډبوله،    ،    د افغاني  او اسلامي احساس د راپارولو په نیت یې  (له کلیساګانو ) هم د حی علی الجهاد ناري وهل پیل کړل  ، خو دافغاني اسلامي جزبي په لیدو  دوی ته  د مکناټن  مړی او د ډاکتر برایډن نیم ژواندی عسکر هم ښه وریاد ؤ چې داسې نه دا افغانان بیا د بریا وروسته د کابو ن وي !  له امریکا زیات پاکستان ته دا تاریخ ښه معلوم ؤ  ، نو یې له همغه پیله  د وسلوالو مجاهدینو تر منځ د قیادت اورهبری درځ  جوړ کړ ، دوی یې  په داسې فکري ، ژبنیو او ایډیولوژیکې ډلو وویشل  چې په یوه خبره راټولیدل یې    د اخري زماني معجزه جوړه شي ، په دې سره یې د هغوی څخه د خلاصون او د دوی د ماتې پلان هم جوړ کړ .
افغانان چې اوبو اخیستي ، او د یوه لوی یرغل سره مخ شول ، د زړه له پاسه  یې ( ځینې له خلاصه ) دا ومنله  او په دې هم پوهیدل چې د دوی د لاس وسله  د امریکا سوغات دی ، خو مجبور ؤ دا سوغات   د یوه لوی فوځ د مقابلې او د وطن آزادي په بدل کې ومني  . له بل پلوه  دوی په دې باور ؤ چې  راغلی لښکر (ددوی  او مرسته کوونکو )ګډ دښمن دی نو زړه ته یې نه لویده چې ددې جګړې په دپای  کې به   (دوست هیوادونه)  ورسره  دومره لویه دوکه کوي ، مجاهدین  وتوانیدل  د شوروی اتحاد د لوی لښکر چې  د سپینې ماڼۍ د ننه   (ریګن ) ته خوب نه ورته ، په ګونډوکړي .
امریکا پرته له دې چې د افغانانو وینو او قربانیو ته درناوی وکړي ، دا ورځ له دوی سره په ګډه ولمانځې ،  هغه ښامار چې  د افغانانو په تورو مړ شو (امریکا ) یې د  ځان په ګټه د برې د ورځې د لمانځلو ناوي جوړه کړه  او دماتې امپراتوری په پاته شونو  یې د خپلې امپراتوری د جوړولو سوچونه پیل کړل  ، نو ،   نور  د امریکا په آند ، د مجاهدینو  دنده پای ته رسیدلې وه ، او ډیری ریښتنو مجاهدینو د امریکا سره په نویو سوچونو کې همکاري نه کوله   ، نو  امریکا د سیمې  د ( مشارکینو)هیوادونو  په مرسته  د  سرکشه  مجاهدینو د ختمولو پلان جوړ کړ ،  د مجاهدینو (مغروره)  او ( وعده شوی )قیادت او رهبری اوله( سیاسي لوبو او پوهې لیري)  قماندانان چې هر یوه د مومن خان د ښامار د وژلو  په وینو لړلې توره په اوږه ګرځوله  ، یو هم دې ته تیارنه ؤ چې د بلې ډلې حکومت ومني ، او یا په اقل شي راضي شي  ، امریکا او پاکستان  خپلو موخو ته د رسیدو په نیت لومړی  دا ډلې او تنظیمونه   د لوبي په دګر کې پاینل ته د راوتونکي ډلې د ملاتړ په وعده  ، په خپلو کې داسې سره وجنګول چې ( نن هم وروسته له (۲۴) کلونو یو بل ته ګوت څنډنې کوي او ( د لومړی درجه او دوهمه درجه ) دښمنان یې حسابوي.  ،  او د ډیرو مجاهدینو (غرور) ورسره داسې مات شو چې ځینو خو بیرته د همدې امریکا او پاکستان په لمن کې د پنا لټولو په نیت دامریکا هر امر ته لاسونه اوچت کړل  .او ځینو د پاینل ته د وتلو په نیت خپل ټول (اصول) تر پښو لاندې کړل.
  د لوبي په لومړی پایله کې : امن ، سوله او ډاډ کډه وکړه ، د یوې ډلې په نورو د بریا تمه هم وشکیده  ، وژني ، غلاوي ، لوټل  د وسلوالو ورځنی کار شو ، همدې ناورین  هیوادوال دې ته په تمه کړي ؤ چې یو څوک یې مرستې او خلاصون ته راودانګي ، او (بین المللی دوستانو) د خپلې نوی امپراتوری د بنسټ اوښودلو په موخه  باید پاته وسله او ډلې چې د راتلونکي خطر وریره ترې کیده   پاکې راټلولې کړې وای ،   چې ناڅاپه ، پرته له کومې لويی مقدمي ،  د ۱۳۷۳ کال د میزان په میاشت کې  د تنظیمي قماندانانو په وړاندي د طالبانو په نوم یوه ډله را ښکاره  شوه ، د طالب په سپینه جامه کې یې  په سپین بولدک کې د ټوبکیانو ( مجاهدینو ) د (مفسدو )  ډلو په خلاف جګړه پیل کړه ، دا ډیر مناسب وخت ؤ ، هر څوک د هیواد او هیوادوالو د نجات په تمه ؤ او په راتګ سره یې په ښکاره د ټولو افغانانو  تنده ماته شوه او دا لښکر یې د ګلو په ګیډیو بدرګه ګړ ، دی جنګیالیو  هم تر یوه نوی خوندور  شعار  لاندي ( اسلامي امارت) په  ډیره مینه ، او خوښۍ د (روان فساد د له منځه وړلو په نیت ) مقابله پیل کړه  او( خپل برحق توب یې د پټ سترګو علماءو د شوراکانو په فتواګانو) په خلکو داسې تحمیل کاوه چې سرغړونکي ته له مرګ پرته بله لاره نه پاتې کیده .
دا چې د طالبانو ډله څه ډول جوړه شوه ؟ چا یې په جوړلو کې رول درلود؟ راتلونکی تاریخ به یې ښه وشني   خو  دکار  پوهانو په   آند    د هیواد  په داسې شرائطو کې  پرته له بهرني ملاتړ څخه یوه داسې منظمه ، فوځې او سیاسې ډله جوړول او په تصادفی ډول   منظم فوځې او سیاسې فعالیت پیل کول نا ممکن کار ښکاری.

  د دوی د فعالیت په نتیجه کې افغانستان له وسلو پاک ، د امریکا خلاف  جنګي ډلې او تنظیمونه بي وسلې او کمزوري شوي  او  افغانستان راتلونکي امریکایی پلان ته  ښه آماده شو  ، په دې  هکله زما د  حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغه مهال دا خبره  را یاده شوه ، هغه  له یوې رسنی سره په خبرو کې ویل :( طالبان زموږ د له منځه وړلو په موخه تنظیم شوي ، هغه مهال به ددوی د ماتي ورځې پیل کیږي چې دوی په هیواد بشپړ واک ټینګ  کړي) د هغه دا خبري هغه مهال ماته هسې تبلیغات   ښکاره شول ، ځکه دا  مهال طالبان نیژدې د هیواد په (۹۰) سلنه خاوره واکمن ؤ ، نو ماته دا تعجب ښکاریده چې څه ډول به  له واک موندلو وروسته د طالبانو د ماتې ورځې پیل کیږي . خو همداسې وشول ، د طالبانو د ماتې ورځې هغه مهال پیل شوي چې د هیواد سیاسي فضا  د امریکا د یرغل لپاره مناسبه شوه ، او هغه شرائط یې ورته برابر شول  چې د امریکا د یرغل لپاره بهانه کول ، طالبانو هم د هیواد د ژغورلو په ځای له احساساتو کار واخیست  (ځان ) او هیواد یې د نوی تاریخ په داسې یوه ګردله کې وردننه کړل چې د راوتلو لپاره یې اوس له دوی هم لار ورکه ده .
د امریکایانو له یرغل وروسته په ښکاره خو د امریکا دعوه دا وه چې هیواد له طالبانو پاک او په هیواد کې د دیموکراسي په اساس نوی نظام  واکمن کړی ، هیواد ته سوله او امن راولی او خلک سوکاله ژوند وکړي ، خو رواني دیارلس کلنې جګړې او د امریکا سیاسي کارواییو داسې ښودله چې امریکا  په راتلونکي کې یو بل پلان هم  لری  ، دوی د جګړي په دې کلونو کې   نه یوازې د خپلو وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې له هیڅ ډول ترحم  او زړه سوي کار وانه خیست ، بلکه په لوی لاس یې د پاکستان په مرسته د روانې جګړې په دوام کې هم رول لوباوه ،  د هغه هیواد په شمالي سیمو کې   یی افغان او ځینې نورې د منځنی آسیا وسلوالې ډلې ژوندی او فعالې ساتلی ، تر څو د خپل راتلونکي  دوهم پلان لپاره تري په مناسب وخت کې کار واخلي ،
دوی دادې د خپلې نوې پروژي لومړی پړاو پیل کړی ، او د داعش په نوم یې  نوی او تازه دم ځواکونه  ۰ د پخوانیو په جزبه او ډیر کلک اسلامي تصور)صحنې ته را دننه شول ، دا چې په راتلونکې  به دا ډله  بیا هم په همغو پلونو او لارو را ورنه شي چې پخوانۍ یې  اوس هم  د راتلو په پلونو د افسوس او ندامت اوښکي تویوي  او ددوی  راتګ به زموږ هیواد او خلکو ته په کومه بیه تمام شي  ، دا به راتلونکی  تاریخ په خپلو پاڼو کې ولیکي خو  خو یوه خبره کره او ثابته ده ، هغه دا چې نور د طالبانو تحریک د پاکستان او( امریکا ) لپاره تر وخت تیره ډله ده  ، لکه څنګه چې مجاهدین ددوی لپاره تر وخت تیرې ډلې وي ،   او هغه څه له طالبانو نشي تر لاسه کولای کوم چې په راتلونکي کې دوی ورته اړتیا لری ،   دا ډله  د خپل راتلونکي پلان په وړاندې یوه مزاحمه او د وخت ضایع ده  ، نو په هر صورت باید ددې ډلې حساب یوه اړخ ته شي او په داسې چا عوض او وځپل شي چې د افغانستان او سیمې په کچه په مسلمانانو کې په ښه او د اعتبار وړ آدرس (  اسلامي خلافت)   را ولاړ  شوي  ، ( په خپل تصور او ایديولوژي کې تر بل هر مسلمان ځان ته هوښیار او خدای پرست وایی )او کولای شي ، په ټوله سیمه (خراسان) کې د امریکا د ګټو لپاره (اوبه خړي ) تر څو پکښې امریکا یان خپل ماهیان ونیسي.
په نتیجه کې ویلای شو:
·         استعمار تل زموږ د بی وسئ او احتیاج څخه په خپله ګټه کار اخیستی
·         افغانانو وینې تویی کړي خو د احساساتي  ، مغروره او په ځان مین قیادت له امله یې ثمره استعمار ته پاته شوې.
·         موږ داسې یو مدرک سیاسي قیادت ندی موندلی چې د استعماري لوبو په منځ کې  له خپل ګوندي او شخصی ګټو تیر شي او د خپل هیواد د نجات په موخه قرباني ورکړي،  
·         هر څوک چې غواړي په پردیو وسلو او پیسو د دښمن  مقابله وکړي ،  نو په بدله کې به مرسته کوونکي ته تر مرستې سل چنده زیات تاوان ورکوي.
·         هر څوک چې د خپل د ښمن د مقابلی لپاره له بل دښمن څخه مرسته غواړي  ، نو خپله خپلواکي نشي ساتلای..
·         موږ په ریښتیا هم (احمدخان او میرویس خان) غوندي په ازادی مین ،  ویښ قیادت  ته اړتیا لرو چې د لویو استعماري امپراتوریو په منځ کې خپل ملت ته د ژوند کولو مسیر وتاکي او په خپلو خلکو او ملت باور ولری  ، هیڅکله هم بل ته طامع ، پردې پال ، او وارداتي  قیادتونه زموږ د ملت سرنوشت نشي تاکلی



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر