۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

اهل سنت والجماعت چاته ویل کیږي؟

اهل سنت والجماعت چاته ویل کیږي؟
لیکنه : دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه . محمدشفیق صادق

الله تعالی دا امت د بهترین کتاب  په نازلولو ، او د غوره نبی په رااستولو ځانګړی کړیدی ، او د وروستي امت په توګه یی په پخوانیو خلکو د شاهد په ډول  غوره کړ ،الله تعالی فرمایی : وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً  ژباړه تاسو مي یو وسط او منځلاری امت  غوره کړي تر څو په نورو خلکو  شاهد  و اوسی او رسول په تاسو شاهد واوسی .
رسول الله (ص) خپل صحابه په یوه سپینه لاره پریښودل ، داسی لاره چي شپه یې لکه روځ داسی  رڼا ده چې یوازې هلاک کیدونکي به تري بې لارې کیږي.
 مسلمانان او دا اسلامي امت   د ابوبکر صدیق ، عمر فاروق او د عثمان(رضی الله تعالی عنهم ) د خلافت تر مهاله په همدې رڼه اسلامي عقیده  سره  راټول ؤ ، خو د حضرت عثمان (رض) له شهادت وروسته په لویو فتنو کي راګیر شول ، او  یو د بل په وړاندي د جمل او صفین په دوو لویو جګړو کي ښکیل شول ، په نتیجه کي زرګونه مسلمانان ووژل شول ،   کیدای شي په دی دو جګړو  دریمه جګړه د (نهروان) جګړه هم وراضافه کړو ، چي د خوارجو په ماته تمامه شوه ، دا هغه خلک ؤ چي د علی (رض) د وژلو پلان یې درلود او هغه یې  شهید کړ .
 سره ددې چې اسلامي امت له دې فتنو روغ  راووت  خو  د خوارجو ، قدریه ؤ  ، لومړنيو شیعیه ګانو د ډلو ټپلو لپاره یې بنسټونه او اصول وټاکل
  ددې ډلو او اختلافاتو په امتداد  د معتزله ډله را څرګنده شوه ، چې ورسره هرې  ډلې  د خپلو مشرانو ، عقایدو او تصوراتو په هکله  تعصب او افراط پیل کړ.
د امام علی (رض) له شهادت وروسته  امام حسن (رض)  د تقوی او دیانت له مخي مناسبه وګڼله چي د وینو تویلو مخه ونیسي او د امت د یوالی په موخه له خلافت څخه تیر شو ، ..تر څو د رسول الله (ص) هغه خبره تحقق ومومي چې فرمایلي یی ؤ : زما دا زوی محترم او سردار دی ، کیدای شي الله تعالی د هغه په واسطه د مسلمانانو د دوو لویو ډلو تر منځ اتفاق راولي ،  مسلمانانو  هم دا کال د (جماعت د کال) په نوم یاد کړ ، خو متأسفانه چي دې یوالي ډیر دوام ونه موند ، ورپسي د حسین (رض)  او زبیر (رض) د وتلو او جګړو ستونزه رامنځ ته شوه .
په دې لانجمنه فضا کې اغلب اسلامي امت او اکثریت مسلمانان  ، هغوی چي په سمه او صحیحه عقیده ولاړ ؤ پرته له دې چي د  نفسانی غوښتنو او بدعتونو ښکار شي  د اهل سنت او جماعت په نوم راټول شول ، دوی ځانونه پرته له دي چي (خلکو او ډلو ته منسوب کړي ) نبوي سنتو ته او جماعت (لوی یوالی) ته منسوب کړل یعني دوی په ځانونو لازمه کړه چي موږ یوازی د پیغمبر (ص) د سنتو ، لارښوونو او طریقې پیروی کوو .نه د اشخاصو او ډلو ..همدې مسلمانانو ځانونو ته د جماعة المسلمین ( د مسلمانانو د جماعت ) نوم غوره کړ ، ( دا د مسلمانانو اکثریت په همغه پخوانی نبوي طریقه پاته شول) ..
  دا جماعت د مسلمانانو جماعت دی ، داسي نه لکه ځینې  اوسني سطحي پامه خلک چي وایی  دا هم د اوسنیو ډلو څخه یوه ډله ده  .
 ځکه  اهل سنت اوجماعت د اسلامي امت  په یوالي عقیده لری ، د مسلمانانو ترمنځ بیلتون او تفرقه  ددي ایت کریمه مطابق چي فرمایی: (   وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ) د الله تعالی په رسي سره راټول او ټینګ شی او تفرقه مه غوره کوئ. او دا ایت چي فرمایی : (نَّ هٰذِهِ أُمَّتُكُم أُمَّةً واحِدَةً وَأَنا رَبُّكُم فَاعبُدونِ..
نه مني ، او نه ځانونه اشخاصو ته منصوبوي ،  
ددي اصطلاح د راڅرګندیدو لاملونه
دا د ( اهل السنة والجماعة) اصطلاح لومړی ځل د ابن عباس (رض)  له وینا څخه  ددي آیت په تفسیر کې چې فرمایی :(یوم تبیض وجوه و تسود وجوه ..، را ښکاره شویده ،  هغه  ددې آیت په تفسیر کې فرمایی  : د اهل سنت والجماعت مخونه به د قیامت په ورځ سپین وي او د اهل بدعت او ګمراهانو مخونه به تور وي . له هغه وروسته  امام محمد بن سیرین  هم په همدي معنی وینا کوي او ویې فرمایل : پخوا به خلکو د احادیثو د سند پوښتنه نه کوله ، خو کله چي فتني را ولاړې شوې ، (نو محدثینو به د سند پوښتنه کوله چي )ددې حدیث سند راته بیان کړه ، نو دوی به یې په سند کې کتل ، کوم چا به چي د اهل سنتو څخه روایت کړی ؤ هغه به یې مانه او کومو به چې د اهل بدعت څخه حدیث روایت کړی ؤ هغه به یې نه مانه .
 نو د (سنت ) کلمه دلته د د عقیدوي ، عملي او عبادتي بدعت په مقابل کې کارول شویده .
 په همدې معنی سره الفضیل بن عیاض د اهل السنة والجماعة لفظ د اهل بدع په وړاندې کارولی دی هغه وایی : اهل الرجاء  وایی : ایمان له  عمل پرته یوازي قول دی ، او جهمیه بیا وایی : ایمان له قول او عمل پرته یوازی معرفت دی ، خو اهل سنت بیا وایی چې : ایمان  قول ، عمل او معرفت  دی .
همدا ډول امام ابی جعفر الطحاوي الحنفی د عقیدي د خپل مشهور کتاب  په مقدمه کي د اهل سنت او جماعت د عقیدې په هکله فرمایی: دا د اهل سنت والجماعت د عقیدي بیان دي.
زه په دي تعجب  کوم  چي ابن عبدالبر هم  د دارالهجرت له امام ، امام مالک (رح) څخه روایت کړی چې یوه سړي له امام مالک څخه پوښتنه وکړه ، چي اهل سنت  څوک دي ؟هغه ورته وفرمایل: اهل سنت  هغه خلک دي چي د نورو ډلو په شان  لقب او  د ډلې نوم نه لری . لکه رافضی ، جهمی ، قدری او داسی نور
نو اهل سنت والجماعت  د اسلامي  امت لپاره یو اسم  علم دی  او دوی ته  ښایی چې  په همدې  لوی  اوعظیم اسلام او په کتاب الله ، په نبوې سنتو ، او په هغو چې د رسول الله (ص) صحابه کرام او تابعیین  راټول ؤ  ، راټول او یو ځای شي
داسی هم ویلای شو چې اهل سنت د صحابه کرامو ، تابعینو ، او د تبع تابعینو د دریو لومړنیو پیړیو تبعي امتداد دی ، او دوی هغه اصلی ونه او بیخ دی چي نوري ډلې ورڅخه بیلې شویدي .
د اهل سنت او جماعت دری مهم بنسټونه
 ( فقهې مذاهب ، عقیدوي تګلاره ، او متکلمین )
لکه څنګه چې  اهل سنت او جماعت  په څلورو لویو مشهورو فقهي  مذهبونو او مدرسو  ویشل شویدی ، همدا ډول په عقیدوي مدرسو کې ( ځینې ځان ته ) اهل حدیث  وایی  چې  زیاتره  حنبلي علماء  پری یادیږي  . همدا ډول د متکلمینو مدرسه ده  چي په اشعریه او ماتریدیه سره ویشل شویدي ، چې ځینې حنفی ، شافعې او مالکي علماء ورسره د نظر یوالی لری ، دا ټول علماء( په دریو واړو بنسټونو کې ) له پیړیو راپدي خوا  په دی موضوعاتو بحثونه کوي  ، چې یوې ډلې هم بله ډله د  اهل سنت  له دې پراخې دایرې نده ایستلې .
دوهم  دا چي له دي دریو واړو مدرسو څخه یوه  هم له هرې  خطاء څخه معصومه نده  ، په دي امت کې له نبي کریم (ص)  پرته  نور څوک معصوم ندی ( په خلاف د اهل تشیع چي هغوی خپل ټول امامان په ټولو ډلو کې معصوم ګڼي ) دې ټولو علماؤ اجتهاد کړیدی او هر یو د مجتهد درجې ته رسیدلي دی ، دوی   خپلې دینداری ، تقوی ، د الله تعالی څخه ویرې ، او عبادت  دې لوړو درجو ته رسولي او د اجتهاد  اهلیت ورته حاصل شویدی  ..څوک چې په دي اجتهاد کې حق ته رسیدلی د هغوی لپاره دوه اجرونه دي او څوک چې خطاء شوی د هغوی یو اجر دی ، په حقیقت کې ټولو د حق غوښتنه کوله .
  همدا ډول  السفاریني الحنبلی د السفاریني د عقیدی د کتاب لیکونکي  د اهل سنت د تعریف په لړ کې  داسې ویلي دي :اهل سنت والجماعت دری ډلي خلک دی : الاثریه چي امام او لارښود یې احمد بن حنبل (رح) دی . دوهمه ډله اشعریه ده چي امام او مشر یې ابو الحسن الاشعری (رح) دی  ، او دریمه ډله یې ماتریدیه ده چي مشر او امام یې ابو منصور الماتریدي دی.
عبدالقادر البغدادی په ځپل کتاب(الفَرق بین الفِرقً)کې لیکي: اهل السنة والجماعة له دو ډلو  اهل الرئ او اهل حدیث څخه تشکیل شوې دي ، دوی هغه نه دي چي (لهوالحدیث) اخلی( پسي روان دي) ، دوی له ثقه فقهاؤ  د دواړو ډلو ،د ښو معتبرو قاریانو او محدثونو څخه تشکیل شوي .. ټول  د الله تعالی په توحید ، صفاتو ، عدالت او حکمت کې سره متفق او یوه خوله  دي ، د الله تعالی په اسماء او صفاتو کې ، د نبوت او امامت په بابونو کې .. ..په هغو مسائلو کې چې اختلاف لری تر منځ ېې ګمراهي او فسق نشته ... چاچې په دي  پاسني ډول چې موږ یې یاونه وکړه  دا ډله قبلوله کړه ، او ایمان یې د خوارجو ، روافضو ،  قدریه ؤ او نورو ګمراه ډلو  په بدعت  ونه لاړه ( ککړ نه کړ). هغه د ناجیه ډلي څخه ده .


د اهل سنتو د بنسټونو ترمنځ د عقیدی په فروعاتو کې منل شوی اختلاف
 په حقیقت کې ددې دریو بنسټونو ترمنځ  د الله تعالی د ځينو صفاتو په اړوند په عقیدوي فرعي مسایلو  کې اختلاف  ، دوی د منل شوې او مقبول اجتهاد له حق څخه نه محروموي ، بلکه ځینو علماؤ دا اختلاف یوازې لفظې اختلاف ګڼلی  ،لکه   له علامه السلفی محمد جمال الدین القاسمي څخه  چې رانقل شوي اوهغه لیکي :داسې ښکاري چي د دواړو مذهبونو ترمنځ اختلاف یوازی  لفظی  اختلاف دی ،ځکه د  خلفو د مذهب اساس په دي ایښودل شوی چي ظاهر تری مراد ندی ، د ظاهرڅخه ددوی مراد دادی چي کوم څه چې د مخلوق لپاره ښایی ، او هغه د خالق لپاره مستحیل وي  نو تأویل پکښې کیدای شي .... خو سلف بیا له دی تعریف سره موافق ندی  چي د ظاهر معنی داده چي د مخلوق لپاره به وي ،بلکه دوی په دي آند دي چي هر څه چي د مؤمن په آند د الله تعالی د ذات تصور کیږي ..لکه چي د الله تعالی ذات د هیڅ شی سره مشابهت نشي کیدای ، همدا شان صفات یی نشي مشابه کیدای ، ځکه نه یی کیفیت څرګندیدای شي او نه هم علم پری راتلای شي ، دا یو داسی حقیقت دی چي الله تعالی پری موصوف دی په داسی شان چي الله تعالی ته ښایی ،لکه علم ، قدرت ، او داسی نور چي نه یې تمثیل کیدای شی او نه تعطیل ..  
او زه ګمان کوم چي دا اختلاف داسي اختلاف دی چي د تکفیر ، تفسیق او بدعت  موضوع پکښې نشی راتلای او د مستساغو له جملې یې ګڼم   ،لکه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) وایی: (د مؤمنانو له ډلې څخه چې څوک هم  د حق په لټه کې اجتهاد کوي او په خپل اجتهاد کې خطا شي ، نو الله تعالی ورته د خطاء بښنه کوي ، که هر ډول خطاء وي ، په نظری مسئلو کي وی او که په عملی کې . په همدی نظر د رسول الله (ص) صحابه کرام او د اسلامي امت  علماء اتفاق لری او پري راټول ؤ  ، او دوی مسائل په دوو برخو ویشلي دی  ، یو هغه مسایل دي چي په انکار سره یی کافر کیږي  . چي هغه اصول دی او بل هغه دی چي په انکار یې نه کافر کیږي او هغه فروعات دي.
د اهل سنت او جماعت اعتقادي اصول :
کله چي مسلمانان د امتونو او ملتونو وسط او منځلاری امت ګڼل شوی ، همدا شان د اهل سنت او جماعت عقیده هم د ټولو  فرقو او ډلو د وسط  عقیده ده  چې په الله تعالی ،ملایکو ، آسماني کتابونو ، رسولانو ، د قیامت په ورځ او د خیر او شر په قدر باندي ایمان لری ، ایمان لری چې الله تعالی لره مثل او مانند نشته ، هغه اوریدونکی او لیدونکی دی ، اهل سنت الله تعالی په هغو صفاتو سره موصوف کوي چي الله تعالی خپله په قرآنکریم کي او یا د پیغمبر (ص) له لوری په صحیحو احادیثو کې  پری الله تعالی موصوف کړیدی ، پرته له هر تحریف او تعطیل ، او پرته له هر تمثیل او تکیف څخه .
اهل سنت او جماعت په دي عقیده دی چې ایمان عبارت له قول او عمل څخه دی په اطاعت پیاوړی کیږي او په ګناه کمزوری کیږي .په خلاف د مرجئه ډلې چې وایی ، عمل د ایمان په حقیقت کې شامل ندی ، او نه هم ایمان کمیږی او زیاتیږي ، او د ګناهکارن د کامل ایمان څښتنان دي .
اهل سنت  ، د خوارجو په خلاف ، اهل قبله په کبائرو ګناهونو نه کافروي او نه یې وینه تویول رواګڼې ،د عادل پاچا په خلاف را پاڅیدل او په محمدي امت توره پورته کول  نا روا ګڼې .
اهل سنت ایمان لری چې د بندګانو افعال ددوی خپل کسب دی خو  هیڅ کار د الله تعالی له  ارادې او مشیئت پرته نشي تر سره کیدای ،او دا چې الله تعالی په ټولو هغو چې پخوا شوی او یا په راتلونکي کې کیدونکي دي عالم دی ، په خلاف د قدریه او جبریه ډلو چې له انسان څخه د خپلو اعمالو اختیار نفی کوي .
اهل سنت او جماعت ، عقل  په نقل مقدم نه ګڼې ، او نه په الله تعالی کوم کار الزامي ګڼې ، او په اخرت کې مؤمنانو ته د الله تعالی دیدار ثابت ګڼې ، دو د معتزله ؤ په خلاف ،  وایی چې ګنهګاران به تر ابده په دوزخ کې نه وي .
دوی  د شیعه ګانو په خلاف امامت د فرعي مسائیلو څخه ګڼې ، نه د اسلام د ارکانو څخه ، او عقیده لری چي امامان  نه معصوم دی او نه له الله تعالی ورته مستقیما علم حاصلیږي ، اهل سنت د نبي کریم (ص) صحابه کرامو ، د هغه ازواج مطهراتو  او اهل بیت ته درناوي لری او احترام ورته کوي ، دا هغه خلک دی چي موږ ته یې قرآن کریم او نبوي سنت را روایت کړیدي.
د اهل سنت او جماعت اصطلاح د امت د یوالی لپاره ده نه دې اختلاف جوړولو
ددې اصطلاح او نوم څخه موخه داده چې ټول اسلامي امت تر همدي یوه نوم اوچتر لاندې راټول کړې ، نه دا چې د اختلاف ، تفرقی او انشقاق لامل وګرځې .
له اهل سنتو څخه ځینې کسان هڅه کوي تر څو  دا نوم یوازې ځانونو ته مختص  کړي ، او نور مسلمانان تري وباسی ، له همدي امله ځینې سلفیان چې په خپلو اشاعره او ماتریدیه ؤ باندې د بدعت او فسق ټاپې لګوي ملامت بولم ، همدا شان ځینې اشاعره او ماتریدیه هم چي د سلفیانو په حق کې د افراط او غلو څخه کار اخلی ، او دوی په ګمراهی متهم کوي هم ملامت ګڼم  ..
په پای کې په دی خبره ټینګار کوم چي اهل سنت او جماعت ، همدا  ټول اسلامي امت دی ،دا یوه خاصه ډله له ډلو او فرقه له فرقو څخه نده ، سره ددې چې څینې وړې ډلې به د انحراف په لوري روانې شوې وي ، خو الله تعالی دا لوی اسلامي امت له دي ساتلی چې دوی دې په ګمراهي سره راټول شي .

                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                 







هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر