۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

د نړی لومړی او نامتو جغرافیه پوه (شریف الادریسی)

د نړی لومړی او نامتو جغرافیه پوه
شریف الادریسی

ژباړه او راټولونه : محمد شفیق صادق
شریف الادریسی  د محمد زوي  ؤ چي په  (۱۱۰۰- ۱۱۶۶) میلادی کلونو کې یې ژوند درلود ،   بشپړ نوم  یې : ( ابوعبدالله محمد بن عبدالله بن ادریسی الحمودی الحسنی الادریسی ) مشهور په شریف ادریسي دی.
نوموړی په  (۴۰۳) هجري او(۱۱۰۰) میلادي کال د اسپانیا  هیواد د ښارونو څخه د سبتې په ښار کې تولد شو  ، داچې د المغرب د ادراسیانو د حکومت د مؤسس سره یې کورني اړیکې درلودې له دې امله په شریف سره ونومول شو . د هغه وخت د اندلس ( اوسنی اسپانیا ) د قرطبې (کورتوبا) په ښار کې  یی چې هغه مهال د علم او فرهنګ تر ټولو لوی مرکز ؤ  ، د فلسفې ، طب ، نجوم  زده کړې پای ته ورسولې ، او په ریاضیاتو کې یې ښه مهارت تر لاسه کړ. هغه په ځوانۍ کې د سفر کولو او (نړی ګرځیدو) سره ډیره مینه درلوده ،نو یې د عمر په (۱۶) کلني  سفرونو ته ملا وتړله ، او د هغې سیمې په څیرمه  تقریبا  ټولو ښارونو وګرځېد ، تر دې چې د هغې زمانې د صیقلې (سیسل) جزیري ته چې د مدیتراني په شمال کې پرته ده ورسید ، د هغې جزیرې د پادشاه (دوهم راجر) سره یې ملاقات وشو او هلته یې د خپلو سفرونو د انجام په اړوند یو کتاب د (ننزهة المشتاق فی اختراق الآفاق) په نوم ولیکه ، نوموړی کتاب د هغه پاچا د خوښئ او توجه وړ وګرځيد .

نوموړی د نړی په سطحه یو له مهمو جغرافیه پیژندونکو څخه دی ،او له هغو خلکو  ډیر مشهور دی چي  دنړی نقشه یې ښکلې ده ، دا د (قرون وسطی ) د تاریخ تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه چي د جغرافیی په برخه کې دي مسلمان عالم تر سره کړې ، ،هغه په دي کار (۱۵) کلونه تیر کړل ،  ول دیورانت  د ادریسی د نقشې په اړوند وایی : دا د  قرون وسطي د زمانې  د نقشو به رسامي کي  تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه ،تر دي وړاندي   دا  ډول علمي  ، پراخه ، لویه  او دقیقه نقشه نه وه رسم شوي ،ادریسي به د نورو مسلمانو علماؤ په شان د ځمکي په کروي والی ټینګار کاوه ، او دا یوه څرګند حقیقت دی ) (قصة الحضارة 13/ 358).

منځنې پیړي د تاریخ  د هغې (۱۰۰۰) کلنې دورې یوه  برخه ده چي اروپا پکښې د تیارو شپې صبا کولې ، سره ددې چې د تاریخ دا پړاو یوازي تر اروپا پورې محدود دی او نوره نړي ددې تاریخ څخه مستثني ده ، په تیره اسلامي نړی ، خو اروپایان د خپلی استعماري برتری له امله توانیدلی چي زموږ روښانه تاریخ ته هم  ، د خپلو تیارو  د تاریخ پوښ ورکړي او د قرون وسطا تاریخ چي هیڅکله هم په مسلمانانو ندی تیر شوي په مسلمانانو  هم ومني ، اروپا د قرون وسطی په تیارو کې ډوبه وه ، خو د اسلامي نړی یوه ځوان د دې تیارو په سهارنې برخه کي د ځمکې هغه کره جوړه کړه چي کلیسا یې یوازې په نظر ورکولو لسګونه اروپایی عالمان ژوندي وسوځول . د ادریسي د سفرونو کتاب سره ددې چې د هغې زماني په تر ټولو علمي ژبه (عربي) لیکل شوی ؤ خو وروسته لومړی فرانسوي او بیا نورو ډیرو ژبو ته هم وژباړل شو  ، دا داسي یوه لیکنه وه چي   په هغه زمانه کې یې خلکو ته نړی وښوده او خلک یې له نورې نړي د نقشې په واسطه خبر کړل ، په دې هکله (کراچوفیسکې) په خپل کتاب (د عربی جغرافیایی ادب تاریخ ) (ج1, ص 280) کې د ادریسي په هکله  وایی : د ادریسی پلرونه په مالقه کې کوچنې امیران ؤ ، چې ونه توانیدل تر ډیره وخته په خپله سیمه واکمنې وکړي ، نو له ناچاری په یوولسمه میلادي بیړي کې  سبتې ته راغلل  او هلته په (۴۹۳ هه) (۱۱۰۰) میلادی کې ادریسي تولد شو ، د اندلس څخه د بیلتون سره سره بیا هم د هغه د کورني اړیکې له اندلس پرې نه شوې ، او ادرسي خپلې زده کړې په (قرطبه ) کې تر سره کړې .


ادریسي د هغه وخت   د صیقلې د جزیرې د پاچا ( دوهم راجر)  په غوښتنه د ځمکې کره له سپینو زرو  ( نقري)  څخه جوړه کړه ،  او یوه نقشه یې پرې رسم کړه ، هغه ، په نقشه کې د طول البلد او عرض البلد د کرښو څخه هم استفاده وکړه او دا کرښې یې عملا د نقشې په مخ تر سیم کړې ، په نقشه کې یې د سودان د سیمې مهمې برخې ، د نیل د سیند او ددې سیند د سرچینې په اړوند ، ډیر دقیق معلومات ولیکل .. همدا شان د نومړي کتاب ( نزهة المشتاق ) په اروپا کې د (کتاب راجز) په نوم چې د هغه وخت د سیمې پاچا  ؤ ، مشهور دی ، شریف ادریسی د اندلس څخه چې هغه مهال د ناورین سره لاس او ګریوان ؤ د خپل نبوغ سره یوه مسیحې هیواد ته چې مشر یې داسي یو څوک ؤ چي علماء او پوهان یې خوښیدل ، او د هغوی عزت یې کاوه هجرت وکړ، هغه د نوموړي سره د علومو په تجربو کې مرسته وکړه ، د هغه لپاره یې د سفر وسایل برابر کړل او د عملي تجاربو لپاره یې د فلکیاتو او نجومو په علم کې هم ډیره همکاری وکړه ، نوموړي د قطب نما په جوړولو او د لارو او سیمو په نقشه کولو کې د بحری سفرونو لپاره لاره اسانه کړه ،
 نوموړي د خپلو سفرونو په لړ کې د هغه په وینا چي د اندلس له لیشبونه (لسبون) له ښار څخه  د  مراکش په لور سفر پیل کړ ، د شمالی افرایقا د ښارونو او سیمو له لیدو وروسته قسطنطنیه ولیده ، بیا د فرانسي جنوب ته د کښتي په واسطه سفر وکړ ، او انګلستان ته هم ولاړ ،د اقیانوس د سمندر په څپو او  لوړو ژورو یی مطالعه وکړه ، په (۵۱۰) ه ق کال یې آسیای صغیر ته سفر وکړ ، او د مدیتراني له سمندر څخه  د مراکش په لور ستون شو د هغه دریم او تر ټولو مهم سفر د افریقا د وچي هغو جهیلونو ته ؤ چي د نیل د رود سرچینې شمیرل کیږي .  همدا شان نوموړي  د افریقا له  ډیرو مسافرو سره  د بالرمو  په بندرکې مرکې کولې او دهغو سیمو له حالاتو به یې معلومات راټولول ، نوموړي د فرانسی ، آلمان او انګلستان  تر دې چې د اسکاندیناوي ټاپوګانو په اړه هم ډیر ګټور معلومات راټول او ولیکل . چي تر دي مهاله هیڅ مسلمان عالم نه ؤ پري بریالی شوی ، ادریسې خپله نقشه د هغې زمانې د علم په اساس داسې ولیکله چې شمال خوایې کښته ولور ته او جنوب کې د نقشې پورته خواته لیکلی ؤ ، ددې نقشي لیکلي بڼه په (۷۰) پاڼو کې وه چې هره پاڼه یې ((33 × 21   ) سانتي متره وه ،  یعنې نیژدې (۵) متره مربع  ته رسیده ، چې یوه آلمانې عالم (کونراد میلر) یې یوه رنګه  کاپې په (۱۹۲۸) کال وروسته له دې چې د هغې نقشې مختلفې ټوټې یې راټولې کړې ،او مهمې سیمې او نومونه یې په المانې وژباړل  ، چاپ او خپره کړه
په 510 هـ  1116 کال سره ددې چې د عمر شپاړس کلون یې لا نه ؤ پروه شوي د آسیاي صغیر څخه یې لیدنه وکړه ، خو د نورو سفرونو سره سره نوموړي نوره افریقا او آسیا ونه لیده ، نوموړي سره ددې چې تقریبا (۴۰)  کلونه د سیسل په ټاپو کې تیر کړل خوهلته د حالاتو د خرابیدو له امله  د عمر په وروستیو کي بیرته خپل اصلي ټاټویې(سبته ) ته ولاړ او هلته په  (۵۶۱) هجري  او (۱۱۶۵ )  میلادي  کال  وفات شو . نوموړي د جغرافیی د کتاب تر څنګ ډیرې نورې لیکنې هم درلودې ، د هغو له جملې څخه د نباتاتو په علم کې د "الجامع لصفات أشتات النبات) کتاب ؤ چي د مختلفو بوټو او ونو خواص او صفات یې پکښې راټول کړی ؤ همدا شان یې د میوو ، دانو ، ګلانو تر څنګ په حیواناتو او د هغو په اړوند د ضرورت وړ مساېلو تر څنک د معادنو په اړه هم لیکنې درلودي همدا شان نوموړي د دې کتابونو تر ځنګ نورې لیکې هم په شعر ، ادب ، نبات ، کې درلودي
د هغه مشهورې لیکنې

    

 1  نزهة المشتاق في اختراق الأفاق

 2  روضة الأنس و نزهة النفس، أو بإسم أخر (المسالك والممالك)

 3  الجامع لصفات أشتات النبات

 4  الأدوية المفردة

 5  روض الفرج و نزهة المهجو هو مُختصر صغير للمسالك و الممالك






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر