۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د دلو د (۲۶) ورځې په مناسبت ( د حسن بیک ناورین)

 د دلو د (۲۶) ورځې  په مناسبت


حسن بیک ! بې ماشومانو کلی د1362کال دجدی دمیاشتې (20)نیټه وه ،روسانو د وردګو ولایت د سیدآباد د ولسوالۍ په کلیو د پټو سترګو سختې بمبارۍ روانې وې، پر هر کلي به څو څرخې او جیت الوتکو بمبارد کاوه،او دکلي اولسي وګړي به یې په خپلو وینو کې ولمبول. دا ځل دحسن بیک د کلي وار راغلی ؤ، غلام حسن خان د سید حسن خان زوی د حسن بیک دکلي دلوېې کلا اوسیدونکی داسې وايې:دجدی دمیاشتې سړې هوا او واورې دځمکې مخ پټ کړی ؤ،دکلي جومات ښه ګرم ؤ،سپین ږیري او مشران د سهار له لمانځه ...وروسته د جومات په تبۍ ناست ؤ،هر چا دخپل کور اود ‌‌‌‌‌ژمي د سختې یخنۍ خبرې کولې ، د لمر څرک سره دکلي ماشومان په لړزیدو او یخو پښو جومات ته ورسیدل ،ملا صاحب هم د خلکو خبرې غوڅې کړې او د ماشومانو سبق یې پیل کړ ،چې ددوه هلیکوپترو ټیټ پرواز د جومات ښیښې و ښورولې، په دې سره ویره او چپتیا خپره شوه ، د یاوزیرله سیمې نه یې فیرونه پیل کړل ،او په کلي یې دراکټونو په فیر کولو سره جیټ الوتکو ته هدف وروښود ،داچې ځمکه په واورو پوښلې وه ،ټول حیران شول چې چیرته وتښتي.سره لدې چې ماشومانو د تیښتې هڅې و کړې خو روسانو موقع ورنکړه او دکلي په جومات يې بمونه و اورول.دوهم ځل يې دوه بمونه په زړه کلا واچول ،دریم ځل چې راغلې بیا يې په کلي بمونه واچول . دالوتکو له تللو وروسته دکلي جومات دخاورو سره خاورې شو ،دلوټو او خاورو څخه دوینو ویالې روانې وې،جسدونه ټول ټوټې ټوټې ؤ. په کلی کې ویر او واویلا جوړه شوه ، د کلي څخه له آسمانه د بمبارد دودونه او دوړې لا ورکې نه وې چې د ماشومانو میندو په لوڅو پښو د جومات لورته منډې را وهلې ، دوی تمه درلوده ترڅو خپل بچیان ژوندي له خاورو را وباسي ، هرې یوې ملا تړلې په یخ وهلو پنجو د جومات لوټې او خاورې لیرې کولې ، خو د ټوټې غوښو پرته نور څه لاس ته نه ورتلل ، د کلي له منځه د ژړاګانو او فریادونو آوازونو په دره کې انګازې کولې ، له لږ ځنډ وروسته د اونخې درې د نورو کلیو خلک هم را ورسیدل ، د شهیدانو په را ایستلو بیړنی کار پیل شو ، لاکن هیڅ څوک مو ژوندي تر لاسه نه کړل ، زیاتره شهیدان دومر خراب ؤ چې پیژندل یې ګران ؤ ، همداشان د ډیرو شهیدانو غوښې سره ګډې شوې وې ، تر دې چې د ځینو جسدونه پیدا نه شول ، بیا مو داټول شهیدان په یوه ځای کې د یوې غونډ ۍ د پاسه خاورو ته وسپارل ، نو موړی زیاتوي : موږ په دې پوه نه شوو چې ولې زموږ په کلي دې ظالمو انسانانو دا ډول ظلم وکړ ، دا خو ټول ماشومان ؤ ددوی ګناه څه وه ؟ له دې وروسته په کلي کې ماشوم نه موندل کیده او دا کلی د بې ماشومانو په کلي و نومول شو په دې بمبادر کې د دې کلي د مشرانو په وینا لاندې کسان شهیدان شول : خو متآسفانه ونه توانیدم تر څو ددې ماشومانو ټاکلی عمر پیدا کړم خو ددوی ټولو عمر له اوو کالو تر پنځو کالو پورې ؤ:

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر