۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د وردګو ولایت معارف له ناورین څخه وژغورئ !!!



 د وردګو  ولایت معارف  له ناورین څخه وژغورئ !!!

لیکنه : محمدشفیق صادق

د وردګو ولایت خلک د هیواد په کچه  علم دوسته خلک دي چي د تیرو دیرشو کلونو ناخوالو او جنګ جګړو کي یې  یوه ورځ هم د سیمي په ډیره لیری برخه کي ښوونځي  ونه تړل شوه ، غیرتی او با همته ښوونکي ، د توپونو په درزهار او د ټوپکو په ټکهار کي د یوه  میړني او با احساسه مسلمان غوندي د خپلو زده کوونو تر څنګ دریدلی او د معارف د ورانولو  د هری دسیسي په وړاندي  یې په میړانه  مقابله کړي  ، وړیا ، بی معاشه ، او فداکارانه ډول یې خپلی خولې او توان د اولس بچو ته نزرانه کړی...

 د وروګو اولس لا هغه مهال خپله ښوونځي  په جومات ، کوټه ، باغ کي فعاله ساتلی وه چي لا د روسانو  الوتکو به په کلیو او بانډو بمونه اورول ... دا بهیر نه په وردګو د ګلم جم ملیشو په یرغل کي ټکنی شو او، نه هم تنظیمي رقابتونو پري( په خپل اوج هم  ) کومه اغیزه درلوده .... د وردګو اولس خپل ټول هغه فدا کاران پیژنی چي دا اولس یې د یوه وروسته پاته او کلیوالی اولس څخه یوعلمي ، با فرهنګه  ، مثقف او د ټول هیواد لپاره خادم اولس جوړ کړ ، دا هر څه د وردګو د مشرانو ، با احساسه ځوانانو او با عزمه ښوونکو د کار خواریو او نه ستړی کیدونکو هلو ځلو نتیجه وه ...

د طالبانو د تحریک د حکومت په مهال  ، سره ددی چي دا سیمه  تر ډیره وخته د رقیبو ډلو تر منځ د جګړې د لومړی لیکي بڼه درلوده ، خو نه یواری  دا بهیر ته صدمه ونه رسیده ، بلکه هغه مهال هم د وردګو د اولس د مشرانو ، طالبانو او عام اولس په مټو ، نور هم پیاوړی او د قوت اوج ته ورسید  چې د هیواد پوهنتونونه او علمی مراکز پری ګواهی ورکوي ...هغه مهال چي د هیواد په لر او بر کي ښوونځي په نشت حساب ؤ خو وردګ ؤ چي د میړاني دا ډالی یې  د اولسونو په منځ کي د ځان کړی وه  ...

د نوی نظام په راتګ سره  د عربی مرستندویه مؤسسې شړل ډیر  لوی او پیاوړي  ښوونځي له ناڅرګند  برخلیک  سره مخ کړل  ،خو دهمدی ښوونکوکلک  هوډ ؤ چي پرته له معاشونو یي د میاشتو لپاره خپل ښوونځی فعال وساتل ..په را وروسته کلونو کي چي په وردګو کي  د امریکایانو او حکومت له یوې خوا او د وسلوالو مخالفینو له بلې خوا  تر منځ جګړو زور واخیست ، چي یوه  ورځ به له جګړو ، چاپو او بمباریو خالی نه وه ، بیا هم همدا ښوونکي د غره په شان د خپل اولس په خدمت کي ولاړ ؤ  او ښونځي یې فعال ساتلی ؤ .

 خو اوس دادی چي دا بهیرد ستونزو  او نا څرګند برخلیک سره مخ دی .. په ډیرو سیمو کي ښوونکي د نا  څرګند راتلونکي له امله  زړه نا زړه ښوونځیو ته ځي ،  دا په داسې حال کې چي  د وردګو اولس د فقر ، لوږي ، تنګ لاسی او بی وسی سره لاس په ګریوان دی  دادی څو میاشتی تیری شوي چي ښوونکي خپل معاشونه نشي تر لاسه کولای،  دا چي ستونزه څه ده او ولی  رامنځ ته شوي په هکله یې زه څه نه وایم  ، خو روان حالت به خامخا دا بهیر له لوی ناورین سره مخ کړی ،  د حکومت او مخالفینو تر منځ دا سیالی  به یوازی او یوازی  د وردګو لوی اولس د ناپوهی او جهل کندې ته ورټيل وهي  چې ددي  ولایت  په معاصر تاریخ  کې به تر ټولو لویه غمیزه وي چي مسؤلیت به یي د بی پروا مسؤلینو په غاړه وي.

 څومره چي زما معلومات دي ،   د وردګو د اولس مشرانو اوسپین ږیرو  خپل مسؤلیت اداء کړی ،له یوې خوا ، دوی په هغو  سیمو کي چي اصلا هلته حکومت واک نه لری هم خپل ښوونځی له سوځولو ساتلی .. هلته یې خپل ماشوم هڅولی چي ښوونځي ته ورشی .. هلته یې خپل ښوونکی تشویق کړی چي پرته له معاش څخه هم خپل تدریس ته دوام ورکړی له بلی خوا یې  دواړو لویو ته د عذز او زاریو لمن غوړولې چي  دی ستونزی ته د حل لاره ولټوي ..

زه  ددي ولایت د یوه بچي او د ښوونکو د  کاروان د یوه  لاروی او خواخوږي  په صفت دا حالت د زغملو  نه ګڼم  د ولایت  له چارواکو ، ولسوالانو  او امنیتي ځواکونه  غوښتنه لرم چي  خپل  مسؤلیت او دنده اداء کړي  دا ددوی مکلفیت  او  دنده ده تر څو د ښوونکو ستونزه درک او حل کړی .. زه په دی خوابدی یم  ،  ددی په ځای چي  چاروای خپل مسؤلیت اداء کړي د ښوونکو او ښوونځیو امنیت ونیسي  ، د اولس په سپین ږیرو او مشرانو فشارونه راوړی، تر څو دا بیچاره مشران د مخالفینوپه  وړاندی  ودروي  او د هغوی اهانت کوي ..

د حکومت له وسلوالو مخالفینو هم زما  دا تمه ده چي  معارف  له ستونزی را وباسی ، معارف د حکومت مؤسسه نده  دا د وردګو د اولس د بچیانو د روزنی او ژوند ځای دی ..  دا چي تر اوسه مو تر خپل لاس لاندی سیمو کي معارف ته ښه پاملرنه کړی او ښوونځي مو له تړلو ساتلی او پاللی ، نور هم دی ستونزی ته حل لاره ولټوي .. که خدی مه کړه ښوونځي تړل کیږي پرته له دی چي تاسو او ستاسو بچیان ، چي په همدي ښوونځيو کي زده کړي کوی زیان وویني بل چاته یې زیان نه رسیږي...

که فکر کوی چي حکومت به  د ښووڼځو په تړلو خوابدی او تر فشار لاندی راشی ګمان نه کوم څکه . حکومت په هغو سیمو کي د ښوونځو د تړلو پروا نه لری کوم چي  ددوی تر واک لاندی دی لکه کندهار ، هلمند ، زابل او ...

 د وردګو په ټولو  مشرانو ، مسؤلینو او ځوانانو غږ  کوم چي خپل مسؤلیت اداء کړي ، په هره بیه چي وی داستونزه باید حل شي

په ډیر تأسف سره باید ووایم چي څنګه لا تر اوسه د وردګو په درجنونو  فرهنګي ټولني او فرهنګ پال ، مدني ټولنی او مدنیت پال  ، مشران او ځوانان په دې خبره پټه خوله دي او دې ستونزی ته د حل را وستلو په موخه خپل آواز نه اوچتوی ...

آیا دوی د فقیرو او لوږي اخیستو ښوونکو فریادونه نه اوری ؟

وما ارید الا الاصلاح



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر