۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د افریقا (۱۴) هیوادونه د فرانسې هیواد ته جزیه ورکوي




د افریقا (۱۴) هیوادونه  لا تر اوسه هم د فرانسې هیواد ته  په  جزیه ورکولو مکلف دی

!

لومړی ژباړه د محمد عبدالمنعم  
پښتو ژباړه :محمدشفیق صادق
( د  افریقا د لویی وچي ټول هیوادونه په (۱۸-۱۹-۲۰) میلادی پیړیو کې  د اروپایانو له خوا مستعمره شول ، چي په دې برخه کي  د فرانسی د هیواد برخه تر ټولو لویه او غوښنه وه ، فرانسی په یوازی سر په شمالی ، مرکزی او لویدیځه افریقا کې د ټولي وچې تر نیم ډیر هیوادونه تر خپل استعمار لاندی راوستلی ؤ ،  چې تقریبا دری پیړی یې دا هیوادونه وزبیښل او خلک یې په غلامی وکارول  خو د دوهمی  نړیوالی جکړي وروسته په تیره بیا له (۱۹۶۰)  کلونو څخه وروسته  ځنی هیوادونه د مبارزو له لاری او ځیني بیا د تړونونو په نتیجه کې د فرانسي له  مستقیم استعمار څخه خلاص شول ، خو  ځینې یې  د غیر مستقیم استعمار  په پړي  سره داسی تړل شوی چي اوس هم  د خپلی ارادی څخه محروم دي او ټول واک یې د فرانسی په لاس کې دی، داچي فرانسه اوس هم له خپلو پخوانیو مستعمرو سره څه ډول چلند لری محترم محمد عبدالمنعم یوه لیکنه په ساسه پوست نټ پاڼه کي خپره کړی او مایی لیکنه پښتو ته وژباړله تر څو موږ هم هغو خطرونو ته پام وکړو چي استعماری هیوادونه یې د نورو هیوادونو لپاره په مغزو کي لری ...
کله چي په (۱۹۵۸) کال د ګانا جمهور رېس  (سیکووتوری) د فرانسی څخه د آزادی خبره را پورته کړه ،  او آزادی یې اعلان کړه ، نو د فرانسی استعماری واکمن دومره په قهر شول چي د قهر څخه یې په ګانا کي د فرانسی په لاس جوړ شوی هر څه له منځه یوړل  .... دری زره فرانسوی عسکرو له ګانا  څخه وتل  پیل کړل ، په وتلو کي یې ټول هغه څه ورسره یوړل چي د وړلو امکان یې درلود   ، او هغه چي د وړلو نه ؤ لکه ښوونځي ، وړکتونونه ، تعمیرونه ، روغتونونه ، اداری تعمیرونه ...هر څه یې ونړول ، همدا ډول یې موټران ، کتابونه ، دواګانې ، څیړنيز مرکزونه ، هم له منځه یوړل ، تر دي چي څاروي او حیوانات یې په زراعتی ځمکو کي له منځه یوړل .
دا کار یې ددي لپاره وکړ تر څو  نورو ټولو مستعمرو ته دا پیغام ورکړی ،  چي که هر هیواد وغواړي د آزادی ناره پورته کړی نو په لوی تاوان به ورته تمامه شي.
همدی پیغام ټول مستعمره هیوادونه وویرول ، او د ګانا له پیښو وروسته یوه هم دا جرئت ونه کړ چي د (سیکوتوری )په قدم پل  کیږدی  ، هغه سیکو چي  شعار یې ورکاوه ( موږ فقر ته په آزادی کې   ،  د غلامی له عیش او عشرت څخه ترجیح ورکوو)
نو د افریقا په لویدیځ کې د یوه کوچني هیواد  لومړني منتخب ولسمشر (سیلفانوس أولیمبیو ) د فرانسی سره دی ستونزي ته  یوه منځنی لاره ومونده ،  هغه ویل چي :  موږ خو نه غواړو چي د فرانسی تر استعمار  لاندی ژوند وکړو ،خو د فرانسی سره به مشروط تړون لاسلیک کړو ،  له همدی امله یې د فرانسی سره د  دایمی استعمار هغه  تړون  باطل اعلان کړ کوم چي د هغه وخت د فرانسی د جمهور ريس سره یې امضاء کړی ؤ،  خو په دي یې ورسره  بیا تړون وکړ چي د آزادی په بدل کي به دا کوچنی هیواد هر کال فرانسی ته د استعماری ( ودانیزو ) کارونو په بدل کی جزیه ورکوی ..همدا په دی کوچنی هیواد کي د فرانسویانو له لوری د دي هیواد د نه ورانولو په مقابل کي یوازینی شرط ومنل شو .
 خو ددی سره سره  هم ، هغه ټاکلی مبلغ چي فرانسی د خپلو کارونو په بدل کي په دی هیواد کیښود دیر دروند ؤ ، په دی معنی چي د هغه هیواد د (۱۹۶۳) کال د  ټولي بودیجې (۴۰) فیصده پیسې باید فرانسی ته تحویل کړی .
په دی وخت کي په دی کوچنی  آزاد شوی هیواد کي   مالی حالات ښه نه ؤ  نو ددی لپاره چي د مالی ستونزو څخه راووزی ، په افریقایی فرانک باندی چي هغه مهال د ټولو مستعمرو لپاره د فرانسی له لوری تپل  شوی بانک نوټ ؤ د وتلو پریکړه وکړه او ځان ته یې د مستقل بانک نوټ په چاپولو پیل وکړ ، ددی چاپ له پیل دری ورځي لا نه وي تیري چي  په ۱۹۶۳ کال د جنوری په ۱۳ نیټه د فرانسی له لوری هڅول شوو یوې ډلی عسکرو په کودتا لاس پوري کړ او دا لومړنی ولسمشر د  (“إتيان إياديما”)  په نوم پخوانی صاحب منصب په لاس ووژل شو چي وروسته ورته په جاېزه کې د فرانسې سفارت (۶۱۲)  امریکایی ډالر ورکړل .
أولیمبیو د یوه ازاد هیواد خوبونه لیدل ، خو فرانسویانو یې دا خوبونه د تل لپاره تر خاورو لاندي کړل .
په (۱۹۶۲) میلادی کال د جون په (۳۰) نیټه د مالی د هیواد لومړني منتخب ولسمشر پریکړه وکړه چي د افریقایی فرانک له ګروپ څخه ووزی ، چي په (۱۲) نویو آزاد شوو هیوادونو لازم شوی ؤ ، هغه تر ډیره د اشتراکی اقتصاد پلوي کوله ، نو یې فکر کاوه چي په دي فرانک کې پاته کیدل ورته دهیواد د اقتصاد په ګټه ندی ، خو ! د (۱۹۶۸) کال د جون په (۳۰) نیټه د اولیمبیو په شان د هغې عسکری کودتا قربانی شو چي مشری یې د فرانسی په  استعماری فوځ کي پځوانی افسر موسی راوری  کوله.
په حقیقت کي د همدی اضطراری حالاتو په موسم کې چې افریقایی هیوادونو غوښتل د فرانسی له غلامی ځان خلاص کړی ، په څو ځله دا هیوادونه د فرانسوی عسکری اجنټانو له لوری چی د فرانسی په پخوانی استعماری فوځ کي یې دنده درلوده د عسکری کودتاګانو سره مخ شوي .

د بیلګي په توګه :
۱- د ۱۹۶۶ کال په جنوری کي بیدل بوکاسا د فرانسی د پخوانی استعماری فوځ صاحب منصب د مرکزی افریقا د هیواد په لومړني ولسمشر دیفید داکو کودتا وکړه
۲-د همدی ۱۹۶۶ کال د جنوری په دریمه نیټه  (ابی بکر سانجو ) د فرانسی د استعماری فوځ یوه صاحب منصب چي د فرانسویانو په طرفداری په اندونیسیا کې د آزادی غوښتونکو په وړاندي جنکیدلی هم ؤ د فولتا علیا جمهوریت چي اوس ورته بوریکینافاسو جمهوریت وایی په لومړنی منتخب ولسمشر (موریس یاموجو) کودتا وکړه .
۳- د ۱۹۷۲ کال د اکتوبر په (۲۶) نیټه (ماثیو کیریکوو) چي په فرانسه کي یې  عسکری زده کړي کړی وي ، د بنین دهیواد په لومړنی منتخب جمهور رېس کودتا وکړه .
 په حقیقت کي په تیرو پنځوسو کلونو کي چي کوم (۶۷) عسکری کودتاګانی په  (۲۶)  افریقایی هیوادونو کي تر سره شوې  ، له دي ډلې څخه (۴۵) کودتاګاني په فرانسوی مستعمرو کي تر سره شویدی یعني د افریقایی کودتاکانو څخه (۶۱) فیصده په هغو هیوادو کي تر سره شوي چي د (افریقایی فرانک) سیمه یی بولې .
دی  حالاتو ته په کتو سره فرانسی هلته ډیر څه له لاسه ورکړی ،خو د دی سره سره بیا هم هلي ځلي کوي تر څو په هره بیه چې وي په دي پخوانیو مستعمرو کي خپل واک وساتلی شي ،
د ۲۰۰۸ کال د مارچ په میاشت کي د فرانسی پخوانی جمهور ريس (جان شیراک) وویل: ( له افریقا پرته 
فرانسه یو داسی بازار دی چي د دریمی نړی هیوادونو مرتبی ته به ور کښته شي )
له ده وړاندی بل ولسمشر فرانسو میتران په (۱۹۵۷) کي دا خبره په ډاګه وکړه چي ( له افریقا پرته فرانسه به په راتلونکی (۲۱) پیړی کې هیڅ تاریخ ونه لری .

ددی لیکنی تر لحظې پوري (۱۴) افریقایی هیوادونه فرانسی ته د استعماری تړون په اساس مجبور دی چي  خپل (۸۵) فیصده احتیاطی سرمایه د فرانسی په مرکزی بانک کې چي د فرانسی د مالی د وزیر تر واک لاندی دی واستوی او هلته یې زخیره کړي  ، تر دی چې د توګو هیواد او (۱۳) نور هیوادونه مکلف دی چي د فرانسی څخه د أزادی د تړون په بدل کي  په ځان منلی قرض هر کال فرانسی ته ورکړی ، د کوم هیواد جمهور ريس که ددي تړون څخه سرغړونه وکړي نو هغه به یا د عسکری کودتا سره مخ وی او یا به وژل کیږي ، او هغه مشران چي  د فرانسی اوامر منی او هر څه ته پابند دی ، هغوی د فرانسی د حکومت له خوا په ډالیو او تحفو نازول کیږي ، او د فرانسی تر څار او ملاتړ لاندی دی ، دوی د ژوند په ټولو خوندونو کی  په داسی حال کې ډوب دي چي اولسونه یې د فقر ، بی وسی او لوږي سره لاس او ګریوان دي .
 ددی ناولی (خوږ)  سیستم  د دوام په هکله اروپایی ټولني هم د نه منلو خبره راپورته کړه  ، خو فرانسه دی ته تیاره نده چي دا ناولی نظام چي تر اوسه یې د خپلو مستعمرو څخه (۵۰۰) میلیارده ډالر خزانی ته رسیدلی  له منځه ویسی .
ډیر ځله همدا افریقایی مشران په فساد او لویدیځ ته په غلامی تورن شوی ، خو دوی بیا ددی  په وړاندی استدلال کوی او وایی : دوی دا کار  د ځان ساتلو او په هیواد کي د عسکري کودتاګانو څخه د مخنوی په موخه تر سره کوي  .دوی غواړی  د یوه قوی هیواد ملاتړ ورسره وي تر څو وکولای شي د انقلابونو او نورو پیښو په وړاندی یې حمایه کړی ، خو دا واضح خبره ده چی دوی د خپل اولس او قوم د بربادی او خرابی په بدل کي ځان په لویدځوالو ساتی .
فرانسی د دی هیوادونو  مشروط استقلال ومانه خو دا یې پری ومنله چي دوی به یو لړ تړونونه ورسره منی چي د هغو په دوام به پابند وي  .
او دا لاندی هغه څو مهم تړونونه  دي چي د پنځوسمی لسیزی راپدي خوا دا هیوادونه یې په  دوام او منلو  مکلف دی:
۱- د استعماري دورې د عمراني کارونو په بدل کي تل پاته جزیه
  مستقل هیوادونه مکلف دی د هغو اساسی عمرانی کارونو په بدل کي چي فرانسی په همدی هیوادونو کي  د استعمار په کلونو کې تر سره کړی خپلی مالی منلی پیسې ورکوی ( چي دا ماده بیا ډیر داسی ټکی لری چي کوم هیواد به څومره پیسی په کومو شرایطو سره ورکوی...)
۲- دا هیوادونه به خپل احتیاطی مال  د فرانسی په بانک کي زخیره کوي
دا هیوادونه مکلف دی چي خپل داخلي  احتیاطی روپی د فرانسی په مرکزی بانګ کي زخیره کوی ، فرانسه همدا اوس د (۱۴) هیوادونو احتیاطی  دارایی او ثروت د (۱۹۶۱) کال را پدي خوا ساتی ، دا هیوادونه عبارت دی له (بنين، بوركينا فاسو، ګينيا – بساو، ساحل العاج، مالي، نيجر، سنګال، توګو، كامرون، دمرکزی أفريقا جمهوریت ، چاد، د کانګو جمهوریت ، استوایی ګانا ، ګابون).
ددی هیوادونو مالی سیستم د نورو غیر معقدو هیوادونو له سیستم سره فرق کوی ، ددی هیوادونو ټول مالی سیستم د فرانسی د مالیی د وزارت په کنترول کی دی ، هیچ بانکی اداره نشي کولای چي په دي نظام کي مداخله وکړی ، ددی هر هیواد مرکزی بانک په دی مکلف دی چي د خپلو احتیاطی سرمایو څخه (۸۰) فیصده سرمایه چي  (استثمار حسابونه ) ورته وایی د فرانسی په مرکزی بانګ کې زخیره کړی ..
په لنډو کي ویلای شو چي ددی نوموړو افریقایی هیوادونو (۸۰) فیصده احتیاطی سرمایه د فرانسی په مالی خزانه کي د هغوی تر واک لاندی د (استثمار په  حساب ) کې پرته ده ، دا هیوادونه په دی هم نه پوهیږي چي دوی څومره پیسې په فرانسه کي لری او څومره یې په کومو لارو په مصرف رسیدلی ، ځکه دوی ددی حق نلری چي دا حسابونه ورسره تصفیه کړی کیدای شی ددی هیوادونو پیسې او سرمایی د تغیر په حال او په ګټه کي وی ، او کیدای شي کال په کال به اضافه کیږي ، خو د فرانسوی بانک مسؤلین اجازه نه لری ددی پیسو څخه د نوموړو هیوادونو بانکونو ته معلومات ورکړی ...
فرانسه همدا اوس (۵۰۰) ملیارده ډالر د همدی پیسو څخه په خپل بانک کي لری ، او د هر هغه چا خوله به ورماته کری چي ددي ورکو او بی پوښتنی  پیسو د کمیت او څرنکوالی پوښتنه تری وکړی ...
 ۳- افریقایی هیوادونه خپل ثروت ته هم لاس رسي نه لری
کله چي دوی د همدی زخیره شوو پیسو  د بیرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړی  ، نو په کال کي  یوازی د همدی روپیو څخه (۱۵)فیصده  تر لاسه کولای شي ،   که زیاتو روپیو ته اړتیا ولری ، نو دوی باید  د همدی (۶۵) فیصده خپلو  پیسو څخه   په سود او ګټه قرضه تر لاسه کړی .

تر دي هم بده دا چي فرانسه حق لری چي دی هیوادونو ته له خپلی احتیاطی سرمایی څخه یوازی (۲۰) فیصده قرضه ورکړی ،  که کوم هیواد د زیات مال غوښتنه وکړی فرانسه دا حق لری چي ممانعت وکړی
د فرانسی پخوانی جمهور ريس جان شیراک  په یوه ویدیو کي په خپله  داسی اعتراف کوی او وایی :( په دی خبره باید  صراحت او اعتراف وکوو چي زموږ په بانکونو کي پرتي پیسي هغه سرمایه ده   چي موږ ته د افریقا د قاری د استثمار په مقابل کي را روانی دی).
۴- د ټولو خامو او  نویو کشف شوو طبعی موادو  لومړی حق د فرانسی دی
فرانسه د همدی ټولو طبعی موادو د تر لاسه کولو او پلورلو لومړنی حق لری ، یوازی هغه وخت افریقایی هیواد کولای شي ، خپل مواد په بل چا وپلوری چي فرانسه  ووایی: ( موږ یې نه غواړو)
۵--  فرانسوی شرکتونه د قرارداونو ،  ورکړی او مناقصی لومړی حق لری
کله چي حکومتونه غواړی یو قرار داد لاسلیک کړی ، نو مکلف دی چي لومړی یې د فرانسوی شرکتونو سره مطرح کړی ، که چیری فرانسوی شرکت خپله دا قراداد نشي تر سره کولای نو هغه شرکت کولای شي په بل غیر فرانسوی یې وپلوری ، او حکومت د هغی ګټي غوښتنه هم نشي کولای ، دا حق دوی نه لری چي دا قرادادونو په لویه ګټه له نورو شرکتونو سره معامله کړی ، بس د فرانسوی شرکت په ګټه به کار کوی .
په همدی هیوادونو کي زیاتره اقتصادی پروژی او کارونه د فرانسوی شرکتونو په لاس کی دی ، د بیلګي په توګه د عاج ساحل په هیواد کي فرانسوي شرکتونه د هیواد زیاتره اقتصادی او خدماتی چاری  په خپل لاس کي لری ، لکه د بریښنا ، اوبو رسولو ، تلیفون او انترنت ، زراعت ، بندرونه ، بانکونه  او داسي نور..په لنډو کي ویلای شو چي افریقا نن ورځ د اروپایی هیوادونو د ملکیت په شان ده .
۶-  فرانسه د  همدي هیوادونو د فوځونو د روزنی ، پالني ، تجهیراتو د برابرولو لومړنی حق لری
د هغو تړونو په اساس چي د مشترکي دفاع په نوم د استعمار له وخته پاته دی ، د دي هیوادونو د عسکری نظام او فوځي  ټولي چاری د فرانسي په لاس کي دی ، نوموړی هیوادونه مکلف دی چي خپل سرتیری او ظابطان فرانسی ته د زده کړي او روزني په موخه واستوي ، او له همدی هیواد څخه د ضرورت وړ فوځي  مواد را ونیسي .
اوس حالت هلته داسی دی ،چي فرانسه توانیدلی زرګونه ګوډاګي او لاسپوڅي هلته وروزی او په مهمو عسکری منصبونو کي وګماری ، که څوک وغواړی د فرانسی د دی استعماری پروسی په خلاف کوم ګام اوچت کړی نو دوی یې مخه نیسي او هیچا ته هم اجازه نه ورکوی چي کوم  کار وکړي
۷- فرانسه حق لری چي د اړتیا په صورت کي عسکری مدخله وکړی ، او هلته خپل ځواکونه پلی کړی 
دوی د (دفاع د تړون ) په اساس دا حق ځان ته ساتلی چي کولای شي د اړتیا په صورت کي عسکری مدخله وکړی ، کله چي د فرانسی اقتصادی او سیاسی ګټی په خطر کي شي نو دوی حق لری چي هلته نظام بدل او تغیر راولی  او یا هلته عسکری مداخله وکړی، چي د همدی تړونو په اساس اوس هم هلته په ګڼو سیمو او هیوادونو کي دايمې عسکری اډې لری ، او د خپلو ګټو څارنه کوي ..
په افریقا کي د فرانسی دایمی عسکری اډې
https://www.sasapost.com/wp-content/uploads/French-military-bases-in-africa.png
 یو ځل  کله چي د عاج د ساحل جمهور ريس ( لورینت جباجبو )هڅه وکړه چي د فرانسی له  استثماری تسلط څخه ځان خلاص کړی ، نو یې د هغه په خلاف د کودتا پلان جوړ کړ ، فرانسوی ټانکونه ، الوتکی او خاص ځواکونه داخل شول ، چي په پایله کې یې ګن عام خلک ووژل ..
تر دی هم شرمونکی دا وه چي کله فرانسوی ځواکونه او د هغوی ملاتړی په (۲۰۰۶) کي له ابیدجان څخه واستول شول ، او هلته یې کودتا بریالیتوب ته ورسوله ، او واک یې نوی پاچا (الیسان أوتارا) ته انتقال کړ ، نو د فرانسی حکومت د ټولو وژنو او قتلونو سره سره ، د اوتارا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي دوی باید فرانسویانو ته د هغو خسارو تاوان ورکړی کوم چي په دی جګړه کي تاوانی شویدی.
 د اوتارا حکومت هم پرته له حقیقته دوه چنده  تاوان ورکړ
۸- په ټولو هیوادونو دا منل شوې چي فرانسوی ژبه به هلته رسمی او د زده کړي ژبه و
په دی هیوادونو کي رسمی ژبه فرانسوی ده ، ټولی زده کړی ، تعلیم او رسنی مکلفی دی چي په همدی رسمی ژبه خبری وکړی
۹-ټول  هیوادونه د فرانسی د مستعمرو ( افریقایی فرانک) د بانک نوټونو په منلو مکلف دی
دا هم ددی هیواد لپاره یوه لنګه غوا ده ، دوی کولای شي هر وخت چي وغواړی له دی لاری په نوموړو هیوادونو خپلی اقتصادی غوښتنی ومنی ، سره ددی چي د اروپایی اتحاد  ځینو هیوادونو په تیره بیا شمالی ، هیوادونو غوښتنه له فرانسی همدا وه چي دی نظام ته باید د پای ټکی کیږدی ، خو دوی ونه منله ،ځکه دوی له همدی لاری توانیدلی ، خپلي خزانی ته (۵۰۰) میلیاده ډالره پیسې راټولې کړي
۱۰-د کلنی عادی او احتیاطۍ بودیجي د استولو پابندی
همدا هیوادونه مکلف دی چي فرانسی ته خپل مالی کلنی بودیجوي پلان واستوی ، که چیری دا کار ونه کړی فرانسه له خپلو بانکونو څخه د هغوی خپلي پیسې نه ورکوی
د پخوانیو مستعمرو د بانکونو لوی سکرتریت ، او د پخوانیو مستعمرو د نیم کال د مالیی و زیرانو سکرتریت ټولې چاری د فرانسی د مرکزی بانک تر څار او مراقبت لاندی دی
۱۱- دوی نشی کولای د فرانسی له اجازي پرته د کوم هیواد سره عسکری اتحاد ولری
په دی هیوادونو کي به په نادره چا اوریدلی وی چي  دا هیوادونه  په خپلو کي کوم عسکری اتحاد ولری ، دا ټول هیوادونه له خپلو پخوانیو استعمارچیانو سره عسکری اتحادونه لری او د هغوی په خدمت کي دي
۱۲- د نړیوالی جکړي او غمیزی په مهال به د فرانسی سره دریږي
په تیرو نړیوالو جکړو کي د همدی هیوادونو عسکر د جکړو قربانی ؤ ، یوازی په دوهمه نړیواله جګړه کي تر یو میلیون ډیر عسکر د آلمان او ایطالیا په خلاف د فرانسی په ملاتړ په جګړه کي ووژل شول .
سره ددی چي ددی افریقایانو برخه او ونډه د دوی د بی اهمیتی او کسر شان له امله نه اعلانیژی ، په داسی حال کي چي همدی افریقایانو فرانسی ته بیا نوم اوشان ورکړ ، ځکه فرانسوی عسکر خو د آلمان به وړاندی یوازی شپز اونی وجنګیدل او نور ټول ختم شول خو همدا افریقایی ځونان ؤ چي تر پایه یې جنګول.
 نو موږ افریقایانو ته دا اختیار دی چی څه ډول کولای شی ځانونه له دی استعمار څخه خلاص کړ، زه ډیر ځله دا پوښتنه مطرح کوم چي  ولی (۴۵۰) فرانسوی عسکر  د عاج د ساحل په (۲۰) میلیونه انسانانو حکومت وکړی
او دا پوښتنه کول په کار دی چي تر څه وخته به دا هیوادونه فرانسی ته جزیه ورکوی اودڅه لپاره
آیا دا انسانان ندی ، فکراو  عقل نه لری ؟
د تاریخی پیښي په ډول یادونه کوم چي فرانسی د هایتی هیواد په دی مجبور کړی ؤ چي له (ـ۱۸۰۴) څخه تر (۱۹۴۷) کال  پوري  باید (۲۱) میلیاده ډالره د هغی خساری په بدل کي فرانسوی تجارانو ته تاوان ورکړی کوم چي په دی هیواد کي  د غلامی د قانون او د انسانانو دخرڅلاو  د بندیدو او ممنوع کیدو له امله دوی ته رسیدلی ؤ .
 د فرانسی پخوانی مستعمری د (۵۰) کلونو را پدی خوا فرانسی ته کلنی جزیه ورکوی  که ددی هیوادونو همدا حال ؤ  دا ګمان کوم چي را ټکس به یوه پیړی نور هم د فرانسی بانکونو ته رسیږی..
 


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر